دپکتیکاولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې دیوه قومندان په ګډون څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
ددې ولایت امنیه قومندان جنرال دولت خان ځدراڼ رسنیو ته وویل چې دجاني خېلو ولسوالۍ دبابوخېلو په سیمه کې دسیمه ییزو پولیسو په موټرماین چاودلی ،چې په دې چاودنه کې دقومندان منان په ګډون څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې پېښې مسؤلیت پرغاړه اخیستی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل چې قومندان منان یې تېره شپه ناوخته دخپلو درېیو ساتونکو سره یوځای په وسله وال برید کې وژلی دی.
داپه داسي حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم ددې ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې درې تنه سیمه ییز پولیس دماین په یوه چاودنه کې وژل شوي وو،او له دې وړاندې هم څو څو ځله په محلي پوليسو داډول بريدونه شوي دي .
وروستي