
د چين د شاندونګ ايالت دزوچينګ په ښارکې د ډايناسور په زرګونو هډوکي موندل شوي . د زوچينګ ښار په 15 بېلابېلو سيمو کې د ډول ډول ډايناسورانو هډوکي موندل شوي .يوازې د 300 مربع مترو په يوه ساحه کې تر درې زرو زيات هډوکي موندل شوي ، چې دا په دې لړکې د تاريخ ترټولو ستره موندنه ده .په دې کې مرغاوۍ ته ورته د يوه ډايناسور هډوکي هم موندل شوي ، چې لوړوالی يې 9 مترو او د وزرونو اوږدوالی يې 15 مترو ته رسيږي .