سپين به سپين وي تور به لا پسې توريږي ****چــا وېيل چه لــمر په دوو گــوتو پوټــيږي

دسپېڅلې خاورې سپېڅلوبچيانو اوله دې سپېڅلې خاورې لرې سپېڅلو پرديېسو وروڼو!
ډيره ډيره مننه چه په خپل هيمت موشپه اوورځ په ځان يوه كړې وه تر څو خپل سپيڅلى او بيگناه ورور مو دزندان له تورو تمبوڅخه راخلاص كړ حقيقت دى چه څاڅكي څاڅكي سمندر شي.
خوږووروڼو!
دزړه له كومې اول تاسوبيا ښاغلي ننگ اوكورنۍ ته ئې مباره كي وايم چه داﷲ پاك دې ازاد اولوىجهان ته مودخپل ورور دازادي لپاره خپله توره وپړكوله اوننگ ازادشو.
تاسوته خو مې ځكه لومړى مباره كي ووېله چه ورورودا دى دخوشال خان پرپله گامونه ږدۍ چه دا به دهر مغول پر سرسكروټې ووروي همدا رازبې له حده مننه زموږ له اتلواوپياوړوورځپاڼو،ويبپاڼواونوروخبري رسېنيوچلوونكوڅخه كوم چه زموږنارې ئې په ټوله نړۍ كې خپرې كړې.
يادونه:
اوس نوبيا هم بايد ارام كېننوترڅوچه هغه هيواددوښمنه څيرې مودقانون منگولوته نه وي سپارلې كومو چه اول زموږ سپېڅلى (پښتون)ورورمحمداصف ننگ اوبيا دهغه په پلمه زموږ دهيوادنورسپېڅلي زامن تورن اوحتا زموږ وياړلى قام توهين ګړ.