مورنۍ ژبه او پروړاندې پرتۍ ننګونۍ

غورځنګ سیال
دنړۍ والو قوانینو پر بنسټ هر انسان حق لري چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړۍ وکړي .همدارنګه دهیواداساسي قانون ۴۳ مې مادې دریم بندهم په دې اړه صراحت لري ، چې (دمورنې ژبو دتدریس لپاره په هغوسیموکې چې پرې خبرې کيږي لاره هواره کړي) . دنړیوالو قوانینو او اساسي قانون ددې ټینګار سره سره په افغانستان کې تراوسه داسې کوم قدم نه دې اخستل شوی چې څوک پرې حساب وکولاي شي.
افغانستان دګڼو قومونو ګډ کور دی چې دورور ګلوۍ په فضا کې ژوند سرته رسوي ، ددې قومونو په سلګونو زره ماشومان او ځوانان په خپلو مورنیو ژبو زده کړو څخه بې برخې دي . دافغان دولت پروړاندې به هم ځینې ننګونې وي خو داددې پلمه نشي کېدای چې  ګواکې داټول ولسونه دې ددې سترې الاهي ورکړې څخه بې برخې پاتې شي .
دروان پوهنې علم وایې چې په مورنۍ ژبه زده کړۍ دیوه ماشوم شخصیت روزي خو برعکس په بله ژبه زده کړۍ یوماشوم وژني داپه دې مانادی چې دهغه ماشوم شخصیت وژل کیږي . دهیواد په ناامنه سیمو کې په سلګونه ښوونځي تړل شویدي ، په هغو سیموکې چې امنیت ټینګ دی هلته بیا حکومت ناغیړي کوي او نه غواړي چې دهغو سیمو وګړي په خپله مورنۍ ژبه زده کړی وکړي ، داچې علت یې څه دی پخپله دپوهنې وزارت چارواکي بیا دې ستونځې ته داسې کوم قانع کوونکې ځواب نه لري. بله خوا دخصوصي ښوونځیو کیفیت (څرنګوالۍ) ډیرخراب دی، په دې سکتورکې دزده کړو په بدل کې دفیس داخستلو په اړه  څنګه یې چې خوښه وي هماغه شان یې ټاکي، دپوهنتونونو بیاپه خاصه توګه دخصوصي پوهنتونونو حالت تردې هم ډیر خراب دی.دارالمعلیمونونه یاهغه نیمه پوهنتونونه چې ښوونکي روزي په هیواد کېپه ناانډولیزه توګه جوړیږي، هغه کتابونه چې دپوهنې وزارت له خوا په ډ‌یره لوړه بیه چاپیږي هغه دنورو بهرنیو ښوونځیو دنصاب دچاپ ژباړه ده ، چې په ډیر کم کیفیت سره ژباړل کیږي او هغه زمونږ دزده کونکو له سویې څخه ډیر لوړ دي .په داسې چاپیریال کې چې دیوې خوادې دولت په ستوني پښه ایښي وي او دبله پلوه دې دهیواد دښمنان نه پریږدي چې په هوسا او ارام چاپیریال کې دې ستاماشوم خپلو زده کړو ته دوام ورکړي نو تا پلار ، مور، تره ، وروراو خورته لازم دي چې دخپلې برحقې داعیې په خاطر دولسونو سره لاس یو کړی او دخپل ماشوم دروښانه سبا په موخه عملي او جدي ګامونه هم دطالب هم ددولت چارواکي او هم دهیواد ددښمنانوپروړاندې واخلی .
دحل لارې په موخه وړاندیزونه:
۱ دپوهنې په ښوونیزنصاب دسره غورکول او هیواد فرهنګي ، اقتصادي ، سیاسی او نوروټولنیزو چارو په نظرکې نیولو سره دیو نوي عام فهمه نصاب رامنځته کول.
۲ په مورنۍ ژبو دزده کړو رایجول ، دکتاب ، ښوونکي او داسې نورو تسحیلاتو برابرول .
۳ دولایاتو دنفوسو په نظر کې نیولو سره ددارالمعلیمینونو جوړول.
۴ په پوهنتونونو کې ددواړو رسمي ژبو پښتو اودري انډول په نظر کې نیول .
۵ په خصوصي سکتورباندي جدي نظارت کول .
داچې دواړه رسمي ژبې ددولت ژبې شي په هغې بیا .