
سائس
حزب اسلامی د افغانستان لوی تنظیم شمیرل کیږی اویواځینی تنظیم دی چی د ملت اکثریت نه برخورداره دی ، د افغانستان د هر قوم نه په کی کسان موجود دی که هغه پښتون ،تاجک ،ازبک او یا هزاره وی پدی حزب کی عضویت لری.دا حقیقت دی چی حزب اسلامی ډیری قربانیانی ورکړی دی او د سلیم عقل خاوند تری انکار نشی کولای ، د روسانو په مقابله کی یی هم جهاد کړی او هغه ته یی د الله په نصرت او امداد باندی شکست ورکړای دی او اوس هم د امریکا او ناټو په مقابل کی د دولسو کلونو څخه په جهاد بوخت دی او دا ځل هم د الله په نصرت او امداد سره د وخت بل امپراطوری یی هم شکست سره مواجه کړی دی او ډیر زر ده چی انشاالله شکست خورده د افغانستان نه ووځی.
حزب اسلامی هغه نهضت دی چی د پرونی او ننی جهاد په مدرسو کی په مختلفو شعبو کی د ملت غیږی ته لوی لوی شخصیتونه یی روزلی او د ملت غیږی ته یی وړاندی کړی دی .
په رښتیا هم چی جاهل دوست ډیر خطرناک وی او داهغه دایره ده چی بالمقابل لوری ترینه غافل وی، نو حقیقت دا دی چی یا به جاهل دوستان د یوه ملت قیادتونه تخریبوی یا ددښمن مزدور مبلغین چی پدی باندی په خپله د حزب اسلامی امیر حکمتیار هم پری پوهیږی چی د دی اظهار یی کال مخکی په یو بیان کی هم کړی دی . او کوم تخریب چی جاهل دوست یی کوی د دښمن مزدور مبلغین یی نشی کولای ، او حزب اسلامی هم د جاهل دوست ښکار شوی دی .
د حزب اسلامی یو لوړپوړی چارواکی چی د حکمتیار د کورنی غړی دی هغه کارونه کوی چی د حزب اسلا می د اداری اصولو په خلاف دی ، او غواړی چی نوموړی تنظیم تخریب او له منځه و لاړشی . له کله نه چې دا شخص د بند نه خلاص شوی دی دغه تنظیم ته او د حکمتیار کورنۍ ته ډیر نقصان رسیدلی دی .
د افغانستان حکومت او امریکائی سلاکارانو په وینا د حکمتیار د کورنۍ خاص غړی د هغوی سره په تماس کی دی او دحزب اسلامی مربوط مواد او معلومات او د حکمتیار د کورنۍ شخصی معلومات هغوی ته په شد او مد سره ورکول کیږی .بعضی حلقو داهم ویلی چی دا معلومات د ملت بل دښمن طالبانو سره هم شریکی کیږی او دښمن غواړی خپل تسلط پدی حزب باندی کلک وساتی .بعضی شواهد تاسو سره شریکوم:
۱: حزب اسلامی څو ورځی مخکی په حیرانتیا طور باندی په خپله کابینه کی بدلون راوست او دا سی کابینه یی معرفی کړی ده چی ټول خلک یی په حیرانتیا کی واچول، بعضی ریاستونو ته داسی کسان معرفی کړی دی چی بالکل د هغه اهلیت نلری او د بعضو ریاستونو څخه داسی کسان لیری کړی دی چی بالکل د حزب اسلامی د اصولو خلاف دی ، لیکن د حزب اسلامی بعضی چارواکو دا ویلی چی دا بدلون د حزب اسلامی د سیاسی چارو ریاست په وساطت او مشوره تر سره شوی چی په رأس کی یی داکتر غیرت بهیر دی ، بعضی حلقو دا ویلی چی داکتر غیرت بهیر په مسلسله توګه د طالبانو سره په تماس کی دی او طالبانو خپل تحفظات او شکایات ورته پیشنهاد کړی وو چی د طالبانو نمایندګی یو لنډغر انجنیر عبدالصبور نصرتیار چی ځان حزب اسلامی ته منسوبوی کوی ، دا هغه شخص دی چی د حزب اسلامی ډیر مجاهدین یی د کابل ملی امنیت ته په لاس ورکړل ، بعضی حلقو دا یی هم تائید کړی دی چی انجینر عبدالصبور د ملی امنیت نماینده په شمشتو کی ټاکل شوی ده او ملی امنیت ته کار کوی .
بالآخره څو هفتی مخکی د حزب اسلامی نوی کابینه دابلاغ لپاره د حزب اسلامی اجرائیه شوری وغوښتل شوه ، خو د شوری نه مخکی داکتر غیرت بهیر د انجینر عبدالصبور نصرتیار سره د ملاقات لپاره دهغه کور ته ورغی دداسی ملاقات نه مونږ کوم مطب واخلو ، داکتر غیرت ته کوم ضرورت پیښ شو چی داجرائیه شوری نه مخکی هغه سره ملاقات وکړی .مطلب داچی:
داکتر غیرت بهیر د نوی کابینی تشکیل باره کی د هغه موافقه تر لاسه کوله او هغه ته یی ورکولو چی ستاسو مطالباتو باندی غور شوی دی ، تر څو چی یی د هغه موافقه نوه تر لاسه کړی نوی کابینه یی اعلان نکړله دا پداسی حال کی چی نوی کابینه تشکیل څو ورځی مخکی شوی وه ولی دا جناب نوی کابینی کاپی ځان سره پټه ساتله وه چی ددی ملاقات نه وروسته یی خپل همکار نه یی و غوښتل چی د نوی کابینی تشکیل دی د حزب اسلامی ددفاترو ریاست ته ولیږدول شی هغه هم لږ وروسته ، ځکه داکتر صاحب خو سیاسی دیپلومات دی چی نه غوښتل د چا شک پری وشی، خو دا بیچاره پدی څه پوهیږی چی دی یواځی دیپلومات دی او لا ساده دی لا تراوسه پوره سیاست کی ندی داخل شوی .
داچی ددوی (طالبانو) څه مطالبات او اعتراضات ول دا خو پوره متن زمونږ لاس ته ندی راغلی ولی مهم نکات یی دا ول چی د حزب اسلامی د نظامی ، تعلیم او تربیی ، مالی او اداری او امنیتی چارو ریاستونو کی دی بدلون راوستل شی او زمونږ دلخواه افراد دی و ټاکل شی . عجیبه واقعه خو هغه وشوه چی ددی پوستونو د رؤساوو نومونه مخکی له مخکی د مشکوکو افرادو لخوا افشا شول او دا مشکوک افرادو تړاو د انجینر عبدالصبور سره کیده . پداسی حال کی چی د حزب اسلامی اجرائیه شوری هم دنوی کابینی نه نه و خبر.
۲.د حکمتیار بیانونه او مصاحبی سانسوریدل، او خپل له ځانه مطبوعاتو ته بیانونه ورکول.
تر کوم ځای پوری چی زه حکمتیار پیژنم او دهغه د عاداتو نه واقف یم . حکمتیار اوسنئ حالات ډیر په غور سره مطالعه کوی او بعضی ځایونو کی اعلامیی او بیانونه ورکوی ، خو یو نادره او معجزاتی واقعه هغه وخت وشوه چی د فرانسی په پایتخت پاریس کی د افغانستان په هکله یو غونډه وشوه او د خلکو پام یی هغه وخت یی ځان ته واړوو چی د حزب اسلامی او طالبانو نمایندګانو شرکت وکړ او دا غونډه ډیره اهمه وبلل شوه .
لیکن ددی غونډی په اساس او ارتباط نه د حکمتیار لخوا نه کومه بیانیه راغله او نه بیان چی دا د معجزی نه کمه نده او نه د منلو وړ دی چی حکمتیار دی پدی اساس وخت کی او اساسه غونډه بیان نوی ورکړای .او داشک هغه وخت په یقین بدل شو چی دانګلستان تریبیون او ایکسپریس نیوز سره د هغه مرکه او مصاحبه ترسره شوه .
لمړی خو د مصاحبی متن په معجزاتی طور باندی د دوو نه تر دریو هفتو پوری د حزب اسلامی لخوا نه نشره نشوه او پټه وساتل شوه او بعد له دری هفتو نه د حزب اسلامی په شهادت اخبار کی نشره شوه چی دا ډیره باریکه نقطه ده چی ولی دریو هفتو پوری حزب اسلامی دا مرکه نشره نکړه ؟
او نشر نه بعد ولیدل شوه چی د پاریس د غونډی په ارتباط نه کوم سوال او پوښتنه شته په مرکه کی او نه کومه یادونه، دا هیڅ ممکنه او د منلو وړ نده چی د مرکه کوونکی لخوا پدی ارتباط کومه پوښتنه نوی شوی پداسی حال کی چی دا مرکه هغه وخت تر سره شوی چی دپاریس غونډه جریان درلود او ددنیا په ټولو مهمو چینلونو کی په همدی باندی بحث روان وو او دوخت مهمه غونډه بلل کیده .
او که د مرکه کوونکی لخوا پدی هکله کوم سوال شوی وی ، نو بیا دوه پوښتنی را پورته کیږی لمړی دا چی که سوال شوی وی نو حکمتیار لخوا دی سوال ته ځواب ولی ندی ورکړل شوی ، داسی خو به نه وی چی حکمتیار په خپلو افرادو بی اعتباره شوی وی او یا کوم بل علت وو چی نه یی غوښتل ځواب کړی ، بیا داسی کوم علت او وجه وه چی دی یی مجبوره کړ چی دا پوښتنه لا جوابه پریږدی او سکوت اختیار کړی .
دوهمه دا چی که سوال هم شوی وی او د حکمتیار لخوا نه ځواب هم ورکړی وی نو بیا ولی د مرکی په متن کی نشته ، حتما بیا سانسور شوی ، نو داسی څه شی ول پکی چی مجبوره شول مخکی له نشر نه د هغی سانسوریدوته .
۳.د حکمتیار په کورنئ کی مشکلات او اختلافات را ولاړول .لمړی یی حاجی شهاب الدین چی د حکمتیار ورور دی هغه یی د حکمتیار سره په خلاف کړ تر هغه پوری د حکمتیار سره مخالف شو چی بالآخره یی د شمشتو په پریښودو باندی مجبوره شو او کابل ته ولاړ.
بیا یی د حکمتیار زوی جمال الدین یی د ځوانانو د تنظیم مشر وټاکه بیا یی د هغه اداره ناکامه کړه او بالآخره هغه یی د خپل پلار په خلاف او بد ظنه کړ.او اوس د حکمتیار په بل زوی حبیب الرحمن باندی کار کوی خدای چی دا به کله د خپل پلار په خلاف او د هغه نه بد ظن شی.
۴.اوس پدی ځو ورځو کی د حکمتیار بله مرکه د افغانستان د یک چینل سره تر سره شوی . په فیس بوک کی دا بحث روان دی چی یک چینل دا مرکه غلطه نشره کړی چی په څنګ کی یی د مرکی اصلی متن یی هم په فیس بوک کی نشره کړی ده .
دا ډیره عجیبه خبره ده چی یو چینل څنګه مرکه یی غلطه نشره کړی .لیکن د چینل یو چارواکی چی نه یی غوښتل نوم یی افشا شی ویی ویل چی دا متن مونږ ته د حزب اسلامی لخوا راکړل شوی او همداسی مونږ ته هدایت شوی وو چی ددی کار مسئولیت د حزب اسلامی د سیاسی چارو کمیسیون سره ده .
با خبره اوسه حکمتیار صاحب مار دی په لستوڼی کی ننوتی ، ددی علاج وکړه که نه غرق به دی کړی او بیا به افسوس کوی.