ملي سوداګر او شخصي ګټې

 لیکوال: نیاز احمد اریوب

  په دې وروستیو کې پاکستان له افغانستان سره د شوي ترانزیټي تړون پر خلاف زموږ د ملي سوداګرو مالونه په کراچۍ بندر کې ایسار کړل. څرنګه چې دغه مالونه زر خرابیدونکي (غوښې، هګۍ او نور خوراکي) توکي وو، نو زموږ سوداګرو ته یې په ملیونونو ډالرو تاوان ور واړوه. افغان دولت له پاکستان سره پرله پسې مذاکرات وکړل او له ډیرو ناندریو او اړیکو نیولو وروسته، نوموړو مالونو ته د پاکستان له خوا افغانستان ته د ورتلو اجازه ورکړل شوه.
زموږ هغه سوداګر چې هر وخت په تجارت کې ګټې ته ګوري او زیان هیڅ وخت نه مني پر دولت فشار راوړ چې د دوی د شوي زیان په بدل کې ورته ګمرکي محصول معاف کړي. یو شمېر چارواکو د هر سیاسي ملحوظ له مخې چې وو د مالیې له وزارت څخه وغوښتل چې دغه ګمرکي محصول ورته معاف کړي، ولې د مالیې وزیر ډاکټر زاخېلوال دغه پرېکړه د افغان دولت، مالي بودجې او د خلکو په زیان وګڼله او مخالفت یې ورسره وکړ.
سوداګر حق لري چې دولت ورته د تجارت، صنعت او ترانزیت په برخو کې هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي، د دوی د حقونو څخه دفاع وکړي او د دوی د سر او مال د خوندیتوب له پاره پلانونه ولري. خو ایا د دې حق لري چې د یو زیان او تاوان د رامنځ ته کیدو په صورت کې ګمرکي محصول ورته معاف شي؟ دا بیا په ملي ګټو پورې اړه لري. دغه مالیه چې دولت یې راټولوي، د ملت مال دی او د ډیرو غریبو او بې وزلو خلکو ژوند ورسره تړلی دی. له دې پیسو څخه د دولت مامورینو ته معاش ورکول کیږي. په دې پیسو سره خلکو ته سړکونه، پلونه او عام المنفعه ودانۍ جوړیږي. د ناروغانو له پاره ورته روغتیایي اسانتیاوې رامنځ ته کیږي او د بچیانو د زده کړو له پاره ښوونځي او پوهنتونونه جوړیږي. همدا راز له دې پیسو سره نور په لسګونو د خیر او ښیګڼې کارونه ترسره کیږي چې یادول یې ضرور نه دي.
زموږ د دغو ملي سوداګرو غوښتنې ته که وکتل شي نو داسې ښکاري چې میم زر ما ټوله زما. هغه کاروبار چې دوی یې په افغانستان کې ترسره کوي، ډیر یې د خپلو شخصي ګټو له پاره دی. ډیر کم داسې ملي سوداګر به وي چې د خپلو ګټو ترڅنګ د غریبو خلکو او د ملت غم هم ورسره وي.
ډیر ځل چې دغه ملت د کوم خوراکي توکو او د ژوند د اړینو توکو له کمښت سره مخ شوی دی، نو د پردې تر شا یوشمېر همدغه سوداګر دي چې کله احتکار کوي، کله انحصار، کله له یو بل سره سازش کوي او نرخونه لوړوي او کله هم په دولت او ملت فشار راوړي چې موږ خپلې سرمایې وباسو.

که چېرې د بې کیفیته خوراکي توکو، تېلو او درملو واردول ولیدل شي، نو همدغه سوداګر دي چې یوازې د پیسو خیال ورسره ده. همدوی دي چې دغه بې کیفیته توکي واردوي او د خلکو ژوند او روغتیا ورته هیڅ ارزښت نه لري.
تېرکال د یو کیلو ګازو بیه 120 افغانیو ته ورسېده او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړل. کله چې موضوع وپلټل شوه نو په نړیوالو بازارونو کې نرځونه دومره نه وو لوړ شوي، خو زموږ ملي سوداګرو ډیر ناجایزه ګټه ترلاسه کوله او ګاز یې احتکار کړي وو او ځینو یې بیا ځان ته انحصار کړي وو. په هغه وخت کې دوی پر ملت هیڅ زړه سوی ونه کړ او څومره یې چې کولای شول پر خلکو يې فشار راوست.
ملي سوداګر په اقتصادي برخه کې د یو ملت د ملا تیر حیثیت لري او د دوی د کاروبار له امله د هیواد ټولو وګړو ته په یو نه یو ډول خیر رسیږي. همدا راز د ملت وګړي هم د دوی د توکو اخستونکي دي او د سوداګرو د کاروبار علت شوي دي. که چېرې خلک نه وي، نو دوی دا خپل توکي پر چا پلوري؟
دلته ملي سوداګر او د دوی د توکو اخستونکي یو د بل لازم او ملزوم دي.
يو شمېر عام وګړي د خپل ځان د ګټو له پاره فکر کوي او په ملي ګټو نه پوهیږي، خو د ملي کلمه چې د چا له نوم سره یاده شي، نو د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د خلکو او ملت غم هم ورسره وي او د ملي ګټو فکر کوي. ځینې وختونه خلکو ته د خیر او ګټې رسولو په خاطر شخصي زیان مني او خپله سرمایه د ملت څخه قربانوي.
ځینې بیا داسې سوداګر دي چې دا هر څه یې د دې ملت له برکته ترلاسه کړي دي، خو د خلکو هیڅ پروا نه لري، څومره چې نرخونه پورته کولای شي او هرڅومره بې کیفیته توکي چې واردولای شي، صرفه ورباندې نه کوي. دا راز سوداګرو ته یوازې شخصي ګټه ارزښت لري او د ملت په کیسه کې نه دي.
دولت ته په کار دی چې سوداګر سره تفکیک کړي. هغه چا چې د ملت له پاره زیان نه دى اړولی او د ضرورت په وخت کې یې احتکار نه دی كړى، بې موجبه یې نرخونه نه دي پورته کړي، بې کیفیته توکي نه واردوي، په رښتيني ډول د ملت حق چې مالیه ده، ورکوي او په کمه ګټه یې قناعت کړی دی، باید د ډیر زیان پر مهال دولت د دوی ستونزې په نظر کې ونیسي او د امکان تر حده ورسره مرسته وکړي. خو هغه تش په نامه ملي سوداګر چې یوازې پیسې ورته ارزښت لري، د خلکو او ملت په کیسه کې نه دي، د مالیې د نه ورکولو له پاره مختلفې لارې لټوي، د بې کیفیته توکو کاروبار کوي، بې موجبه نرخونه لوړوي او په یو نه یو ډول د نشه يي توکو په کاروبار کې مرسته کوي باید د دا ډول امتیازاتو څخه برخمن نه وي.
په افغانستان کې د ازاد بازار سیستم پلى کیږي. د دغه سیستم له مخې دولت د نرخونو د کنټرول په برخه کې خلاص لاس نه لري. سوداګر د دې فرصت څخه په استفادې څه یې چې زړه غواړي پر خپلو خلکو يې عملي کوي.
ټول پوهیږو چې تجارت ګټه او تاوان لري، خو زموږ سوداګر هیڅ تاوان نه مني او په هر څه کې باید دوه چنده او یا تر دې زیاته ګټه ترلاسه کړي.
خو دا په داسې حال كې دي چې د دې ولس او هيواد په وړاندې هرڅوك د خپل استطاعت په اندازه مكلف دى او سوداګرو ته چې خداى زيات شته او استطاعت وركړي او بيا يې د ولس او هيواد په وړاندې رول د يوه عام او نيستمن هيوادوال په اندازه هم نه وي او بلكې برعكس د ملت په زيان وي، نو بايد له داسې سوداګرو سره څه ډول چلند وشي؟