
ايران افغانستان ته راننوځي
ل : امل عبدالعزیز الهزاني
ژ : حکمت امرخیل
په افغانستان کې دعراق سیناریو تکراریږي ،ولسمشر اوباما له افغانستان څخه دوتلو نېټه اعلان کړه ، په سپینه ماڼۍ او ګانکرس کې دافغانستان پر سر تاوده بحثونه روان دي ،چې دافغان پوځ دروزنې او دخپلو دفترونو دساتلو لپاره څومره سرتیري پاتې شي ؟
د2014 ز وروستې ورځ په افغانستان کې دامریکايي ځواکونووروستې هغه ده ، چې تر شا به یې له امنیتي ، اقتصادي او سیاسي پلوه یو کاواکه هېواد پرېښې وي ان ،چې دصدام حسین له عراق به هم ډیر کاواکه وي .
په افغانستان کې اوسمهال 100 زره بهرني سرتیري شتون لري ،چې 66 زره یې امریکايي هغه دي دا ټول ،چې له ترهګرۍ سره دمبارزې په نوم راغلي دلته یې یو تریلیون ډالر ولګول دوی اوس له افغانستانه داسې مهال وځي او افغانستان په داسې وضعیت کې پریږدي ،چې له څلور اړخونو ګواښل کیږي : پاکستان ، طالبان ، اداري فساد او ایران .
پاکستان په هره ناسته ولاړه کې له طالبانو سره داړیکو خبره نه مني ، کابل بیا ترې ګیله کوي ،چې په تیره یوه لسیزه کې یې دوه مخې رول لوبولې دی ، دپاکستان تګلاره دوه مخې ده دورځې یو څه کوي او دشپې بل څه داسې څه نشته ،چې پر پاکستان سړی زړه وتړي او ځینې داسې پېښې شته او دا ثابتوي ،چې پاکستان په هر څه کې ښکیل دی لکه طالب مشرانو او جنګیالیو ته دخوندي پټنځایونو برابرول . امریکا په تیره یوه لسیزه کې دالقاعدې دسر سړي په پاکستان کې دننه په نښه کړل .
نني طالبان له پروني هغه توپیر لري ( په مرګ یې ونیسه په تبه راضي کیږي )متل یې ښه انځور دی دوی اوس دخبرو وړتیا لري ځکه خو وولسمشر کرزی ورخطا دی او له دې ډاریږي هسې نه ،چې امریکایان اوانګریزان له طالبانو سره دخبرو مستقیم کانالونه پرانیزي . دا ( کرزی ) او حکومت یې یوې څنډې ته کړي . ددې مانا داده ،چې طالبان اوس دبل هر وخت په پرتله خبرو ته لېواله دي او غواړي ،چې دافغانستان په سیاسي پروسه کې ورګډ شي .
دفساد ګواښ هم داندېښنې وړ دی ،چې پوځ ، پولیس ، حکومتي ادارې یې په سر اخستې دي او لامل یې دبهرنیانو شتون دی ،چې مرکزي حکومت یې کاواکه ، ملي وحدت یې زیانمن او دافغانانو ټولنیز ارزښتونه یې ځپلي دي پردې سربېره یې د قانون پر وړاندې ګواښونه راپنځولي نن ورځ افغان حکومت دهرې ورځ په تیریدو مخ په شړیدو دی حکومت کې دومره سېک نشته ،چې مخه یې ونیسي .
دپاموړ ګواښ ایران دی دا هغه ګواښ دی ، چې امریکایان او انګریزان نه غواړي ،چې درک یې کړي او نه یې په پارلماني ناستو کې یادونه کوي . دافغانستان او عراق لپاره ګډ ګواښ دایران په څیر یو ګاونډی دی ،دا دواړو هېوادونو بدمرغي ده ،چې دایران ترڅنګ پراته دي ،ایران تل دخپلې امپراتورۍ خوبونه ګوري .
په عراق کې دحکومت واګۍ له داسې یو چاسره دي ،چې په ټوله مانا دایران سړی دی تهران ته یې دومره وخت ورکړې دی ،چې امریکا هم ونه توانیده ،چې په لبنان ، سوریه او یمن کې ددی شوخ ماشوم ( ایران ) په څیر رول ولوبوي . پر عراق دبرید له هماغه پیله ایران په عراق کې ځان په زوره دننه کړ ، دعراق په سویل کې یې خپلې ملیشې او اجنټان ځای پر ځای کړې اوس دعراق په ټولو امنیتي ارګانونو کې دایران سړي واکمن دي او لیرې کول دهر چا دوس خبره نه ده .
ایران په عراق کې القاعدې ته هغه ډول زمینه برابره کړه لکه خپلو ملیشو ته یې چې برابره کړې وه .باوري راپورونه او سرچینې وايي :ایران له القاعدې سره لوژستیکه او مالي مرسته کوي او دا زمینه یې هم برابره کړې ده ،چې القاعده له ایران او سوریې څخه په ډاډه زړه عراق ته ننوځي .ایران نن په هسکه غاړه دعوه کوي ،چې دا القاعده وه ،چې امریکا یې له عراق څخه وتلو ته اړ کړه ، خو دایران دا نه مني ،چې په ( الآنبار ) کې سني قبیلو القاعدې ته ماته ورکړه دا قبیلې دالقاعدې پر ضد په یوه چوکاټ کې سره راټولې شوې او نظامي بریا یې تر لاسه کړه دا نن ،چې په عراق کې دنوري المالکي او ایران پر ضد کوم پاڅون روان دی همدا سني قبیلې یې په سر کې دي .
له بده مرغه په افغانستان کې دعراق په څیر پیاوړې سني قبیلې نشته ، بلکې ځپل شوې او بیوزله ولس دی ،چې له بېسوادۍ او بیوزلۍ سره لاس وګریوان دی ،سني او شیعه ملیشې شته ،خو اجیرې دي ، واشنګټن ،چې اوس دوتلو نېټه اعلان کړې ده اړینه ده ،چې خپله ژمنه پوره کړې .
ایران ته تېرو کلونو کې دا نوښت کړې دی ،چې په افغانستان کې د ډیپلوماتیک شتون سربېره په نورو برخو لکه مخابراتي شبکې ، خبري رسنۍ ،انرژي ، دسړکونو جوړولو شرکتونه ، دښوونځیو او تکیه خانو په جوړولو په برخه کې دپاموړ ځای او پرمختګ کړې دی .
اوس ،چې له افغانستان څخه دلویدیز وځي ایراني پلاوو وار له مخه پراشوټي لیدنې او کتنې پیل کړې دي ددې لړۍ وروسته هغه دایران دملي امنیت دسلاکار سعید جلیلي هغه ده .
د(نیویارک ټایمز ) یو مهم راپور کاږي : له 23 هغو ټولیو ،چې ناټو روزلي دي ایله یو یې دا وړتیا لري ،چې له بهرنیو ځواکونو له مرستې پرته پر خپلې چارې ترسره کړي . په بله مانا افغانستان دامنیتي تشې له ګواښ سره مخ دی نه خپل سرحدونه ساتلې شي او نه خپل هوايي حریم .دولسمشر اوباما د ( صفر تګلار ) دافغانستان په زیان ده دناټو دپخواني عمومي قومندان جنرال جون الن راپور ،چې 20 زره ځانګړي سرتیري دې پاتې شي دیو څه نسبي امنیت لامل ګرځیدای شي .
په افغانستان کې دایران لپاره ډیر څه شته او تهران هیڅکله چانس له لاسه نه دی ورکړې دښکیلو خواوو دشخړې له خلاصي وروسته ایران ډګر ته راننوتې، چې ددواړو خواوو غنیمتونه له جګړې پرته ولجه کړي . افغانستان دجذب ډیره ښه وړتیا لري ځکه افغانستان دمنځنۍ اسیا او قزوین سمندر ته ،چې له عربي خلیج راوروسته دنړۍ په کچه دتیلو احتیاطي زیرمې لري ، دروازه ده . ددې ترڅنګ تهران په افغانستان کې دمذهبي پراختیا سربېره کولای شي په اتومي پاکستان کې شیعه لږکي لا پسې پیاوړي کړي . ایران که چیرې خپلو دې موخو ته ورسید بیا هیڅوک دسیمې اړوند پریکړو کې له پامه نشي غورځولای ، خلیجي هېوادونه باید دیته سر له اوسه پاملرنه وکړي دا هم دیادونې ده که چیرې ایران په سوریه کې واکمن نظام له لاسه ورکړي دا ددې مانا نه ده ،چې لوبه او ډرامه پای ته ورسیده .