
په لس ګونو کلونه کیږي چې دلته
یو ورو مګر ځواکمن غورځنګ په مخ روان دی . دې غورځنګ د نړیوالو پام ځانته اړولی دی
مګر ددې غورځنګ په وړاندې د کابل چارواکی په کلکه ولاړ او ددې غورځنګ څخه د کومې
ویرې احساس نلري .
دا یو اولسي غورځنګ د علم او
پوهې د ترلاسه کولو د پاره په مورنیو ژبو د زده کړو د حق د تامین غورځنګ دی. دا حق
یو طبعی، بشری ، قانونی ، اسلامی ، علمی حق دی چې د ټولې نړی له خوا په رسمیت
پیژندل شوی دی.
خو تر اوسه د کابل په اداره کې یو
شمیر کړۍ او چارواکی دې حق ته غاړه نه ایږدي او په سرسري او تو بوتو سره په دې حق
باندې سترګې پټوي . دوی وایی چې دا یو څو تنه ځوانان دی چې په مورنیو ژبو باندې د
زده کړو د اهمیت په هکله غږیږي .
او یا کله وار دوی خپله ددې
غورځنګ ملاتړ کونکی بولی او هغو څو تیروتونکو ګامونو ته چې په دې هکله څو کاله
مخکی د ښاغلی محمدحنیف اتمر د وزارت په وخت کې شوی دی ګوته نیسي . د محمدحنیف اتمر
د وزارت په وخت کې د خلکو د زیات فشار له امله چارواکی اړ شول چې یوازی د کابل په
ښار کې په څو لیسو کې د مورنیو ژبو د زده کړو په نوم یو څو ټولګي پرانیزي، خو په
واقعی مانا سره ټول افغانستان ( د هیواد شمال ، لویدیز، ځینې مرکزي سیمې ... چې په
میلیونو زده کونکی په کې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې دي ) د پامه
وغورځول شوې.
د ښاغلی اتمر د وزارت په مهال به
ځینو کسانو وویل چې دا د څو ټولګیو جوړیدل ډیر لوی بریالیتوب دی په دولت باندې
باید زیات فشار باید رانه وړل شي چې بیا به ناوړې پایلې ولري . خو دا یې نه
څرګندوله چې ناوړي پایلی به یې دا وي چې دا څو پرانستل شوی ټولګي به بیرته وتړل شي
او یا که کوم بل څه؟
مګر د کابل د ادارې د پوهنې د
سکتور لوړ پوړي چارواکي باید پوه شی چې اوس خبره د څو تنو نه ده ، په دې غورځنګ کې
ټول هغه زده کونکی چې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو څخه بې برخې دي ، او هم د دوی
میندې او پلرونه چې د خپلو اولادونو له پاره د ښې راتلونکی غوښتونکی دی شامل دي.
دا غورځنګ یو ملی ، اولسي ،تعلیمي غورځنګ دی چې د هیواد د زیاترو ژبو ویونکی زده
کونکی او د هغوی والدین په ګډون لری . همدارنګه د پوهنې د سکتور متخصصین او روڼ
اندي هم ددې غورځنګ د بری په فکر کې دي.
هغه مهال رانږدی دی چې د هیواد
زیاتره زده کونکی په مظاهرو لاس پورې کړی ، او د
دوی میندې پلرونه ورسره ملګرتیا وکړي. خلک په دې پوه شوی دی چې د کابل اداره نه
غواړي په مورنیو ژبو د زده کړو له پاره شرایط برابر کړي نو اوس خلکو دا پتیلي ده
چې د کابل په اداره باندې باید فزیکی فشار راوړل شی .
یو ددې فشارونو څخه په رسمي ډول
د په مورنیو ژبو باندې د زده کړو د ورځې نمانځل دي . په ټوله نړۍ کې د ملګرو ملتونو د
سازمان ، حکومتونو ، ټولنیزو سازمانونو ، میندو او پلرونواو بلاخره د زده کونکو له
خوا په مورنیو ژبو باندې د زده کړو نړیواله ورځ نمانځل کیږي.
دا څو کاله کیږي چې په افغانستان کې هم ددې ورځې نمانځل
پیل شوی دي خو ددې ورځی د نمانځلو سره د کابل د ادارې د مشرانو او په او
ځانګړی توګه د پوهنې د چارواکو دا ځکه چې دوی په زړونو کې ددې حق د تامین سره علاقه
لږه ښکاره کوي . خو د هیواد فرهنګي ټولنې ، میندې او پلرونه ، زده کونکی او مدني
ټولنې ددې ورځی سره ډیره مینه او پلوي ښکاره کوي.
تیره پیړی د کابل حکومت په مورنیو ژبو باندې د زده کړو
موضوع سره سرسري چلند کړی او په اګاهانه ، غیر قانوني او بشری توګه یې د هیواد په
اکثریت زده کونکو باندې بله ژبه تپلی ده.
که څه هم په دې تیرو کلونو کې د زده کونکو میندو او
پلرونو او په خپله زده کونکو ډیرې هلې ځلې وکړې چې دا بشری ، طبعي او قانوني حق د هیواد
ټولو زده کونکو ته ورکړل شي. خو په دربار کې واکمنو متعصبو پاشیستی کړیو د ژورو
سنجول شوو پلانونو په تطبیق سره یې ددې حق مخنیوی کړی او لدې امله یې د هیواد د لس
ګونو میلیونو زده کونکو ( پښتو ژبو ، شغني ژبو ، ازبکی ژبو ، ترکمنی ژبو، پشه يي
ژبو ، نورستاني ژبو ،بلوڅي ژبو او نورو ) د استعدادونو د ودې مخنیوی کړي دی.
افغانستان
کې په مورنۍ ژبه د زده کړې لپاره غورځنګ ورځ په ورځ ځواکمن کیږي . اوس مهال هغه
ډیر شمیر کورنۍ چې اولادونه یې تر اوسه په بله ژبه ( په مشخصه توګه په پارسي ) ژبه
لوست کوي په دې لټه کې دې چې پوه شي ایا د دوی د اولادونو او د هغو کسانو اولادونو
په زده کړو کې چې په خپلو مورنیو ژبو باندې زده کړې کوي څه توپیر دی؟
په کابل
او یا دهیواد په نورو ښارونو کې به پخوا ویل کیدل چې اولادونه په پارسي ژبه
ښوونځیو ته ولیږی دوی به هلته پارسي زده کړی . دا ځکه چې پارسي ژبه دوی ته په درد
خوري. دوی به ویل چې په پارسي ژبه کې ډوډی پيدا کیږي .
تر یوې اندازې د دوی خبره سمه وه
دا ځکه چې
پارسی ژبې په دربار کې واک درلود . پارسی په رسمیاتو کې حاکمه وه ، رسنی په پاړسي
ژبه وې . چارواکو هم په پارسی ژبه د کتابونو خپرول هڅول . د ساده لیک څخه نیولي ،
تر عریضه ، رسمی مکتوبونو ، فرمانونو ، شرعي قبالو ، رسمی ویناو ، دفتری اسنادو
ټول په پارسی ژبه و او دي.
خو اوس هغه مهال تیر شوی دي. د یوې خوا پښتانه د خپلې
ژبې له پاره د هیواد په رسمی ، سیاسی ، اداري او تعلیمی ساحو کې مناسب ځای غواړي
چې د هغې په اړخ کې د نورو ژبو ویونکی ( لکه ازبکي ، ترکمنی، بلوڅي ...) هم غواړی
چې خپلې ژبې تعلیم او رسمیاتو ته ننه باسي . او هم ددې په اړخ کې اوس ورو په هیواد
کې انګریزې ژبه علمی او رسمی کیږي او پارسی ورته خپل ځای پریږدې. اوس کمپیوټر،
انترنیت ، په ټولو علمی اړخونو کې کتابونه ، نړیوال سیاسی سندونه په انګلیسي باندې
دي.
هر افغان چې غواړي په علمی ، تخنیکی او سیاسی ډګر کې
مخته ولاړ شی نو سل په سلو کې اړین دی چې انګریزي ژبه زده کړي . اوس انګریزي ژبه لوړو
زده کړو او د هیواد اداري سیستم ته ننوزی.
اوس هغه پخوانی خبره چې ( ډوډی په پاړسي کې ده ) ده خپل
ارځښت د لاسه ورکوي او د هغې ځاي دې خبرې نیولی دی ( که غواړې چې اولادونه دې ښه
راتلونکی ولری د پوهنتون په اړخ کې انګریز ی او کمپیوتر پرې زده کړی) . همدا سبب
دی چې د هیواد د هر ښار په هره کوڅه کې د کمیوټر او انګریزي کورسونه فعال دي.
د شرایطو په بدلون سربېره بیا هم تر پخوا په مورنیو ژبو
باندې د زده کړو اهمیت نور هم زیات څرګند شو. د ساري په توګه که چیرې
ټولو هغو کسانو ته وکتل شی چې په مورنی ژبه یې زده کړې نه دي کړی او د لومړي ټولګي
څخه په بله ژبه یې لوست کړی دی د هغوی استعدادونو ډیره لږه وده کړي ده. د هغوی څخه
نه کوم پیاوړی ډاکټر، پیاوړی انجینر او سیاستوال جوړ شوی نه دی . که په پښتنو کې
وګورو هغوی چې په علمي سویه لوړو پوړیو ته رسیدلي دي حتما یې لومړنی ښوونځي ،
منځنی او یا تر لیسې پورې زده کړې په مورنی ژبه کړي دی.
د کتونکو په باور په افغانستان کې د استعدادونو د ودې له
پاره مورنۍ ژبه ، د عصري علومو د زده کړو له پاره انګریزي ژبه او د دینی زده کړو د
پاره عربي ژبه اهمیت لري.
په افغاني ټولنه کې د افهام او تفهیم له پاره د ژبو
ستونزه خلک په کوڅه کې حل کوي. دوی په کوڅه کې پارسی ، پښتو ، ازبکي ، ترکمنی ،
پشه يی او نورې ژبې زده کوي . په تعلیمي موسسو کې یوازې په مورنیو ژبو زده کړه او
د هغه په اړخ کې د یوې نړیوالی ژبې زده کړه مهم دي. د هیواد په اساسی قانون کې ویل کیږي چې : دافغانستان د
اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى. د افغانستان اتباع دقانون په وړاندې
مساوي حقوق او وجايب لري.
اوس راځو دې
ټکی ته چې د پوهنې چارواکی هم باید پورتنی اصل مراعات کړي. د زده کړو په ډګر کې د
هیواد د ټولو زده کونکو حقوق د قانون له مخې برابر دي او دولت مکلف دی چې ټولو ته
ورته اسانتیاوې برابرې کړي. که چیرې د
هیواد یوه ماشوم ته په مورنی ژبه د زده کړو زمینه برابریږي او بل ماشوم ددې زمینې
څخه بې برخې کیږي دا په دې مانا چې دچارواکو له خوا دوی ته د برابر حقوقو لرونکو
اتباعو په سترګه نه کتل کیږي.
د ساري په
توګه که چیرې د پوهنې وزارت په شمال ، لویدیز او یا ځينو نورو سیمو کې یوازې یوې
ژبی ویونکو زده کونکو ( پاړسي) ته په
مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابروي او نور زده کونکی ( پښتانه ،شغنی ، ګوجر ،
بلوڅ ، پشه یی ، نورستانی ،ازبک ، ترکمن او نور ) په مورنیو ژبو د زده کړو څخه په
مختلفو پلمو سره د پامه غورځوي دا دا مانا لری چې چارواکی ټولو زده کونکو ته د
برابروحقوقو په درلودلو قایل ندي او دا په مورنیو ژبو باندې د
زده کړو سره د هغوی مخالفت ښکاره کوي .
د هیواد په
اساسی قانون کې داسی نه دي راغلی چې د هیواد تعلیمي ژبه پارسی او یا پښتو ا و یا
کومه بله ده. بلکی د اساسی قانون په لوستلو سره سړی دا مفهوم ترې اخلی چې تعلیمی
ژبه هغه ده چې زده کونکی پرې خبرې کوي.
د ماشوم له پاره په مورنی ژبه زده کړه د ماشوم د بشري حق
په توګه د ملګروملتونو د سازمان له خوا منل شوی او هم ددې حق د تامین او دې حق په
تامین کې د چارواکو د هڅولو د پاره او همدارنګه د دی اصل په اهمیت باندې د پوهیدو
له پاره د میندو او پلرونو د خبرولو په منظور د فبروري یوویشتمه نیټه د په مورنۍ
ژبه د زده کړې د ورځی په توګه ټاکل شوی ده.
په دې ټول پوهیږی چې یو ماشوم د
مور په توده غیږ کې د خپلې مور ژبه زده کړی وی او کله چې دی ښوونځي ته شامل شي دی لا
سم خپل ښې او کيڼ لاس سم نه پیژنی تاسو فکر وکړی چې ښوونځی ته ولاړ شی او هلته په
لومړي پړاو کې ټولګیوال نه پیژنی او بیا چې ښوونکی ورته راشي د هغه په ژبه نه
پوهیږي په کتاب کې د شته متنونو په مانا نه پوهیږي ،په لوست یې سر نه خلاصیږي نو ښوونکی
هم دده ډبولو او ښکنلو ته ملاتړ ي . په دې مهال کې به د ماشوم روحیه څه ډول وي؟ کاشکی
د کابل د ادارې مشر ،د پوهنې وزیر او یا نور لوړ پوړي چارواکی ددې ماشوم او زده
کونکی د زړه له حاله خبر شي .
چا راته وویل چې دده زوی کله چې
یې ښوونځی ته شامل کاوه تر زرو پورې یې شمیر زده و ، او تر سلو پورې یې ساده جمع ،
منفي ، ضرب او تقسیم کاوه .کله چې ښوونځی ته شامل کړ. دوی ورځې وروسته په ژړا راغی
. ما د ژړا سبب په هکله ترې وپوښتل ، زوی راته وویل چې پلاره یو ، دوه ، دری او یک
، دو ، سه څه فرق لری؟ ما ورته وویل چې یو شانته دي . هغه راته وویل چې معلمی
پورته کړم او راته یې وویل ( تا ده حساب بګو ) ، ما ورته وویل چې ( یو ، دوه ،
درې....) . هغې سمدلاسه په مخ څپیړ راکړه او ویې ویل ( یو ، دوه ، درې نه ګو . یک
، دو ، سه ، بګو).
همغه سړي وویل چې د هغې ورځې څخه
زما د زوی د ریاضی د مضمون څخه بد راغلی او یو ټکی یې هم نه زده کیږی ، که څه هم
په ډیرو کورسونو مې وګرځاوه خو بیا هم په دې مضمون کې مشروط وی. دا ځکه چې ددې
مضمون څخه یې زړه مات شو ، چې د هغه اصلی سبب په بله ژبه لوست و.
یو ښوونکي
په مورنی ژبه د لوست
مفهوم باندې د زده کونکو په مورنۍ ژبه باندې زده کونکي ښه پوهولی شی او د دوی
ستونزې حل کوي.همدارنګه زده کونکی دا زړه پیدا کوي چې په لوست باندې د نه پوهیدو
په صورت کې د ښوونکي څخه وپوښتي . دوی ددې ډار نه لري که زه د ښوونکي څخه پوښتنه
وکړم زما په ژبه باندې نور ز ده کونکي وخاندي.
د زده کونکي له پاره ښوونځي په زړه پورې کیږي د ښوونکي او زده کونکو سره یې مینه
پیدا کیږي او ښوونځي ورته د کور څخه ډیر اهمیت پیدا کوي او علاقه ورسره لري.
په ښوونځي کې په زده کړو کې د
کمي د احساس له امله ،. ښوونځي ته د تګ سره مینه نه لري او
په مختلفو پلمو سره په دې لټه کې وي چې د ښوونځي څخه ځان پټ کړي او یا یې په بشپړه
توګه پریږدي .
دا په دې مانا چې نوموړی زده کونکی د زده کړو د بهیر څخه ووځي او یې بې تعلیمه سړی
ترې جوړیږي. چې دا ټول مسوولیت د پوهنې د وزارت په لوړ پوړو چارواکو په غاړه کې
دی.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې اوس وخت په افغانستان کې په میلیونو زده کونکي په
مورنیو ژبو د زده کړو څخه بې برخې دي . هغه اجرات چې په دې لړ کې د پوهنې وزارت له
خوا په تیرو لسو کلونو کې کړي دي هغه دومره لږ دي چې په بشپړه توګه په نشت شمیرل
کیږي .
د هیواد هر یو ماشوم حق لري چې په مورنۍ ژبه زده کړې وکړي . دا حق د هیواد اساسی
قانون او نړیوالو میثاقونو ورته په ګوته کړی دی.
ددې حق څخه موخه داده چې زده کونکی په لوست پوه شي او یو څه ز ده کړي .
د اساسي قانون له مخې په افغانستان کې کومه تعلیمي ژبه وجود نلري که چیرې د هیواد په ژبو کې کومه یوه د تعلیمي ژبی په
توګه ونومول شي بیا د وګړو تر منځ د برابر حق درلودلو اصل له منځه ځي . د قانون د
روحیې له مخې معلومیږي چې ټولې هغه ژبې چې زده کونکي پرې خبرې
کوي هغه تعلیمي دي .د زده کونکی
د پاره د ا مهمه ده چې په لوست پوه شي او هغه مهال زده کونکی په لوست پوهیږي چې په
مورنی ژبه باندې واوسی .
دا چې د پوهنې او لوړو زده کړو د وزارتونو چارواکي به مورنۍ ژبه د زده کړې په ساحه
کې کوم غوڅ اقدام نه شي کولی دا به راز راز عوامل ولري چې زیاتره یې د هیواد خلکو
ته روښن دي . چې یو شمیر کتونکی دا عوامل په
دې ډول سره څیړي : په دربار باندې د متعصبو کړیو ژوره اغیزه ، د پنجاپ او تهران له
خوا په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوي ، د یو زیات شمیر خلکو په مورنیو ژبو باندې د
زده کړو په هکله بې خبري.
یو ټکی چې د یادولو وړ دی چې باکیفیته معارف یوازې او
یوازې د ښه نصاب، تکړه ښوونکو په اړخ کې په مورنی ژبه باندې په زده کړه باندې ولاړ
دی . خو له بده مرغه اوسنی د
معارف سیستم نه یو ګټور نصاب لری او نه د زده کړو د بهیر اغیزمن سیستم موجود دی. د
پوهنې سیستم یو ځورونکی سیستم دی نن مې یو ښوونکی په کابل کې ولید چې د یوه لیرې ولایت
څخه راغلی او د خپل تقرر په هکله یې دلته مراجعه کوله . هغه درې ورځې په موټر کې مزل
کړی و. دا چې دا به څو ورځی په هوټلونو کې به شپې کوی او یا به د اړتیا له مخې چا
ته روپۍ منی چې کار یې ژر ورته اجرا کړي .
د یوه ښوونکی تقرر او برطرف کول
، امتیاز او تقاعد باید په خپله په ولسوالی کې ترسره شي نه دا چې یو ښوونکی او یا د
پوهنې کوم بل کارکونکی تر کابله درې ورځې مزل وکړی او بیا په لس ګونو شپې په
هوټلونو کې تیرې کړي. یو ښوونکی چې دومره د تقرر له پاره و ځوریږي هغه به څومره د
باکیفیته تدریس له پاره کار وکړی .
په دې وروستیو کې د کابل د ادارې
د پوهنې وزیر د شمشاد د تلویزیون سره په مرکه کې په اساسی قانون کې د په مورنیو
ژبو باندې د زده کړو د حق د شته والی څخه منکر شو . دده څرګندونو د خلکو په
ذهنیتونو کې دا ټکی په بشپړه توګه باوری کړل ، چې په مورنیو ژبو باندې د زده کړو خنډونه
کوم تخنیکی اړخ نه لری بلکی دا قصدي دی چې په لس ګونو کلونو را په دې خوا د یوه
پروګرام له مخې یې مخنیوي کیږي.
ځینې مغرضی او متعصبې کړۍ دا
تبلیغ کوی چې که چیرې زده کونکو ته په مورنیو ژبو زده کړه ورکړل شی نو په هغه صورت
کې د مختلفو ژبو ویونکی سره بیلیږی او ملی یووالی ته زیان رسیږی.
ملی
یووالی په دې نه تامین کيږي چې خلک په زور ، چل او نیرنګ سره د خپلو حقه حقوقو څخه
بې برخې کړې.
ملي
یووالی هغه مهال موږ کولای شو په افغانستان کې تامین کړو چې د اساسی قانون ټول
مواد په ښه ډول سره تطبیق کړو . ملي یووالی د حق په ورکولو سره تامین کیږي د حق په
اخیستلو سره نه تامین کیږي.
په نورو ژبو ویونکو زده کونکو باندې د بلې ژبې په تپلو
سره ملي یووالی نه ټینګیږي .دا یو د تعصب څخه ډک او د هیواد د اساسی قانون او د
خلکو د غوښتنو خلاف دی
متعصبه کړیو او ډلو هیره کړي ده چې پکتیکا کې د یوه زده
کونکي او په بدخشان کې د یوه زده کونکي چې په مختلفو مورنیو ژبو یې زده کړې کړی دي د دوی په مینځ کې هیڅ
کومه بې اتفاقي او دښمني نه شته بلکې دوی دواړه ځانونه د افغاني ټولنې برابر کسان
بولي خو هغه زده کونکي چې په مورني ژبه د زده کړو څخه بې برخې دي هغوی ته ځانونه
دوهمه کتیګوري کسان ښکاري .
په افغانستان کې شرایطو په بشپړه
توګه بدلون موندلی دی اوس خلک ډیر ویښ شوی او سره نږدې شوی دي . ورځ په ورځ په
مورنیو ژبو د زده کړو په هکله غورځنګ ځواکمن کیږي دا غورځنګ که څوک د هغه په لاره
کې خنډ کیږی په ډیره اسانی سره د مخې لیرې کړي.
په افغانستان کې سپین ږیري او سیاسي کتونکي وايي چې حق نه ورکول کیږي بلکی اخیستل
کیږي .
اوس هغه مهال را رسیدلی دی چې هغه زده کونکي چې په مورنۍ ژبه د زده کړو څخه بې
برخې دي او د دوی میندې او پلرونه ، د
هیواد پوهنې د ډګر رښتنی کارکونکی ، مدنی ټولنی ټول د زده کونکو له پاره په مورنی
ژه د زده کړو د حق د تر لاسه کولو د پاره پراخ لاریونونه پیل کړي.
لکه په ټولګي کې نه کیناستل ، په بله ژبه باندې د کتابونو نه اخیستل او د ښوونځي
په منځ کې د پراخو غونډو جوړول ، تر څو د پوهنې چارواکي اړ شي چې د زده کونکو له
پاره په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه برابره کړی.
په یوه هیواد کې شته ټولنیز،
سیاسی، اقتصادي او تعلیمي محرومیتونه د انقلاب سبب ګرځي . خو د انقلاب له پاره یوازی
د اقتصادی، سیاسی ، تعلیمی محرومیتونو شته والی اړین نه دی بلکې د هغې په اړخ د
بدلون د فکر اړتیا هم شته .
ډیره لیرې نه ده چې په مورنیو
ژبو باندې د زده کړو د پاره د مبارزې غورځنګ ددې سبب شي چې په ټولنه کې یو لوی سیاسی
انقلاب را منځته او په هیواد کې د پراخو بدلونو سبب شي.