
پنځلسمه برخه
د کورنيو چارو په وزارت کې د ولسواليو
او ولاياتو اړوند ورکشاپ
د ۲۰۰۳ م کال د اکتوبر په يويشتمه نيټه د نړيوال بانک په مرسته د کورنيو چارو په وزارت کې د ولاياتونو او ولسواليو د تقويې لپاره ورکشاپ جوړ شوی و چې په دغه سيمينار کې د کورنيو چارو وزېر او منسوبینو برسېره دملګرو ملتونو استازي او د مالي وزېر ډاکتر اشرف غني احمدزي هم ګډون کړی و.
د کورنيو چارو وزېر په خپلو خبرو کې لومړی په اداري اصلاحاتو رڼا واچوله او ويې وويل چې که څه هم دافغانستان د اداري فزيکي زېر بنا له منځه تللې خو د دې سره په ادارو کې کارونه پر مخ ځي او خلک مختلفو ادارو ته مراجعه کوي، دافغانستان په تشکيلاتو بايد تجديد نظر وشي او خارجي متخصيصين بايد يوازې دمشخصو ضرورياتو په بنياد استخدام شي موږ دفزيکي زېر بنا د جوړولو لپاره يو جامع پلان جوړ کړی ترڅو په ولسواليو کې امنيت او ثبات تامين شي او د دغې پلان په اساس به خلکو ته خدمات وړاندې شي. د دغه پلان په اساس، د ولسواليو او ولاياتونو ترمنځ مخابراتي اړيکي به ټينګي شي تر څو داسې يوه اداره رامنځ ته شي چې خلک پرې اعتماد وکړي. د جلالي صيب له خبرو وروسته، Dr. Andrew Wilder ، د AREU يا دافغانستان د ارزيابۍ او تحقيق ادارې مشر خبرې وکړې او دخپل رئيسرچ او تحقيق پر پایله وغږيده. ده ويې ویل چې د افغانستان محلي ادارو اسکلیت سره له دوه نیمو لسیزو جنګونونه وروسته اوس هم موجود دی او خلک ورسره اشتايی لری. له دې وروسته د افغانستان دمالي وزېر ډاکټر اشرف غني احمدزي خبرې وکړې او ويې ويل: زموږ هدف واضح دی، موږ يو پرمختللی او مرفه افغانستان غواړو او داسې هېواد غواړو چې د ټولو حقوق په کې خوندي وي، دولت بايد د خلکو خدمتګار وي نه بادار ، دولت او حکومت بايد دخلکو دحقوقو ساتونکی وي، نن ملت دی چې موږ رهنماي کوي، ملت د دولت نه حساب غواړي. ملت د دولت نه شفافيت غواړي،دا ټولې هغه خبرې دي چې د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم او خلفاء راشدينو يې بنسټ ايښی دی، هغوی د بيت المال ديوه خس حساب هم ورکاوه، ملت يو قوي دولت غواړي او ديو قوي دولت معنی دا نه ده چې هر څه په مرکز کې وي، افغانستان اجتماعي عدالت غواړي، افغانستان يوازې کابل نه دی بلکې کابل د اطراف لپاره وسيله د خدمت ده، زموږ دراتلونکي تصوېر معلوم دی، دملي انکشاف په چوکاټ کې دحکومت پاليسي ده چې په لاندې ستنو ولاړه ده.
اوله ستنه: امنيت دی چې ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيت بايد په وسلو مجهز وي ترڅو امنيت وساتي خو متاُسفانه دتوکيو په کنفرانس کې دې اصل ته توجه ونه شوه او دا اشتباه وه مګر اوس دا نيمګرتيا مخ په ترميميدو ده.
دویمه ستنه: بشري قوت دی، موږ يو اداري نسل له لاسه ورکړی ځکه اوس يو وزېر د يو مدېر کار هم کوي او مدېر دکاتب کار کوي، بې صلاحيته مسؤليت نه شي اخستل کيدای او همدا شان بې مسؤليته کار نه شي ترسره کيدای.
دريمه ستنه: اقتصاد دی او څلورمه ستنه: اداري اصلاحات دی، ډاکټر اشرف غني احمدزي زياته کړه چې زموږ اداره معيوبه ده او له اداري اصلاحاتو پرته موږ نه شوای کولای چې نړيواله ټولنه په دې قانع کړو چې موږ سره مرسته وکړي، زورګويې او زيات ګويې ځای نه نيسي، د دولت مامورين بايد حساب ورکړي او هرڅوک بايد خپل د دارايې فورمه ډکه کړي چې څومره پيسې لري، زما په فکر وزارت ماليه لا تر اوسه مؤفقه نه ده ځکه په خپل وخت مامورينو ته معاش نه شي رسولی، وزارتونه بايد د خپلو تشکيلاتو او افرادو صحيح لست وزارت ماليې ته راوړي. ده وویل چې هيڅوک د قانون نه اوچت نه دی افغانستان يو مشر لري چې هغه ښاغلی کرزی دی او ولايات خود مختاره نه دي، اکثره بودجې د وزارتونو د ضرورت په مطابق نه دي، نوځکه د مالي وزارت ته د قبول وړ نه دي.
که موږ د جلالي صيب او ډاکتر اشرف غني پورته ته ذکر شوو خبرو ته وګورو، نو دوی دافغانستان د راتلونکې لپاره جدي او عميق پلانونه درلودل خو متاُسفانه چې د جناب کرزي صيب او د بين المللي ټولنې له خوا د دوی ملاتړ ونه شو نو ځکه افغانستان په موجوده وخت کې له نامعلوم برخليک سره مخامخ دی.
د دې ورکشاپ نه وروسته په سبا يعنې د اکتوبر د مياشتې په دوه ويشتمه نيټه د بهرنيو چارو د وزارت په تالار کې د افغانستان د واليانو او قوماندانانو يو سيمينار د ادارې او پوليسو د سمپوزيم په نامه جوړ شوی وو چې لومړی ورته جلالي صيب خبرې وکړې او ويې ويل: که له يوې خوا دادارې د جوړيدو پروړاندې زيات چلنجونه شته، بل خوا اميدونه هم شته، ادارې باید د ګروهي شکل نه ووځي، زموږ مشکل ډېر په دې کې دی چې زموږ ادارې ګروهي بڼه نيولې او ستونزې یې پیدا کړي دي، ددغو ادارو مؤثريت بايد زيات شي تر څو خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړی شي او امنيت برقرار شي، ترهغې چې محلي ادارې مرکزي حکومت ته وفاداره نه وي امنيت نه شي راتلای، زموږ پوليس ګروهي شکل لري، په شمال کې امنيت د همدې رقابتونو او جګړو په پايله کې خراب شوي دی، کله چې يو قوماندان تبدليږي ټول پرسونل يې ورسره ځي، لکه چې په زابل، فراه، ميدان او تريو حده په کندهار کې همداسې وشول، دا هم بايد ووايم چې په اته سوه افغانيو موږ څنګه کولای شو چې ځوانان ملي پوليسو ته راجذب کړو، دپوليسو معاشونه بايد لوړ کړای شي او د ملي اردو د عسکرو سره باید برابر شي. پوليس بايد غېر نظامي شکل ولري ترڅو د قانون حاکميت تحکيم کړي اوس پوليس دجګړې په لومړۍ کرښه کې دي، حتی ترافيک هم ثقيله وسلې او راکټ انداز ګرځوي، که اداره ښه شي او خلک پرې اعتماد وکړي امنيت په خپله راځي خومتاسفانه چې زموږ اکثريت ولسوالۍ ودانۍ نه لري او ولسوال په يو کرايې کور کې دفتر جوړ کړی، نه موټر لري او نه نور امکانات، نو څنګه به خلک داسې ولسوال ته د احترام په سترګه وګوري، موږ دمحلي ادارو لپاره پلان ترتيب کړی او امېد دی چې نړيواله ټولنه به زموږ د دې پلان ملاتړ وکړي.
له جلالي صيب وروسته د ملګرو ملتونو دسرمنشي ځانګړي استازي لخدار براهيمي وويل: د افغانستان موجوده حکومت د نړيوالو له خوا په رسميت پيژندل شوی خو امکانات نه لري چې خپله اداره وچلوي او حاکميت تامين کړي، موږ بايد خپل فعاليتونه سره هماهنګ کړو او هغه مخرب کسانو ته چې امنيت خرابوي دا وښايو چې دوی نور وس نه لري چې امنيت خراب کړي.
له لخدار براهيمې نه وروسته د مالي وزیر ډاکټر اشرف غني احمدزي خبرې وکړې او ويې ويل: زموږ اصلي مسئله دولت جوړول دي او موږ داسې دولت نه لرو چې دولس نمايندګي وکړي، دولت په ولس د زور وسيله نه ده بلکې د ولس خدمتګار باید وي او ټول بايد دقانون په چوکاټ کې کار وکړي، د دولت د رئيس نه نيولې تر سرکاتب پورې، هر څوک چې له قانونه وځي ولس ته د منلو وړ نه دی.
دنيا له موږ سره کومک کوي نه له موږ نه تيل غواړي او نه اډه.
د دولت ادارې بايد دعدالت بنياد وي ،نن خلک د دې دولت نه شاکي دي که اساسي لاره د حل پيدا نه شي موږ به بيا دنيا او هم خدای جل جلاله ته خجله اوسو. نن تاسې (واليان او قوماندانان) د وضعې نه شکايت کوئ، د دې وضعې مسؤل موږ او تاسې يو ځانته بايد ګوته ونيسو موږ دتاريخ نه عبرت نه دی اخستی چې بيا به قوماندانان بې سره نه وي، رشوت به نه وي، مګر داسې نه ده، دنيا دا وضعيت نه مني، اداري رشوت بايد ورک شي، دولتي موقف څخه شخصي استفاده بايد ودرول شي په خاصه توګه د مخدره موادو دقاچاق او کرکيلې په برخه کې، موږ له يو پلوه له دنيا نه کومک غواړو او له بل پلوه مخدره موادو ته توسعه ورکوو، دوه شيان په يو کميس کې نه ځايېږي ، دافغانستان وګړی د حق خاوند دی، سپيڅلتيا بايد موجوده وي، دولت ماليه بنده کړې خو قوماندانان په خپل سر ماليه اخلي او حتی د اپينو ( تریاک) نه هم ماليه اخلي او دغه اپين په دولتي موټرو کې انتقالوي، دا نه شي کيدلای چې دنيا ته يوه څېره او ځانته بله څېره وښايو،له امنيت پرته اقتصادي رشد ممکن نه دی ترڅو چې سرمايه ګذارۍ ته شرايط برابر نه شي تر هغې پورې زموږ مشکلات حل کيدای نه شي خو زموږ افغان پانګوال بايد د امنيتي وضعيت څخه مطمُين شي او په اسانۍ سره ځمکې د دوی په اختيار کې ورکړل شي چې فابريکې په کې جوړې کړي، تر څو چې موږ خپله عادي بودجه دخپل ملک له عايداتو پوره نه کړو موږ په جرات له نړيوالې ټولڼې سره خبرې نه شو کولای،موږ په دوه لاري کې ولاړ يو يا به مثبت طرف ته ځو او که نه منفي طرف ته خو روان يو، دحکومت تصاميم بايد په ټولو برخو کې عملي شي او هغه طرحه چې د کورنيو چارو وزیر د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې ته وړاندې کړې ده هغه موږ ټولو ته دمنلو وړ ده او بايد عملي شي، افغانستان يوه ټوټه ده او ولايات صرف اداري واحدونه دي، اجرات بايد دقانون په چوکاټ کې ترسره شي، زموږ ناکامي په دې کې ده چې اول وزارت ماليه بايد په يو وخت کې ټولو ادارو ته معاش ورکړي او موږ هيله لرو چې دا ستونزه به دکال تر پايه حل شي ، دویمه خبره دا ده چې موږ نه پوهيږو چې موږ په ولاياتونو کې څومره مامورين لرو. دريم هغه کسان چې مقرر شوي ايا د دې وړتيا لري چې کار وکړي اوکنه؟ د دوی سوانح بايد وکتل شي. څلورم د وزارتونو تشکيلات بايد اصلاح شي او بې ځايه کاغذ پراني بايد ختمه شي ځکه يو وزارت په درېو مياشتو کې يو مکتوب تر وزارت ماليه نه شي رارسولی، د عاجل او غېر عاجل کارونو توپېر بايد وشي، مثبته خبره دا ده چې زموږ خزاين اوس ټول کمپيوټري شوي دي او مستوفيتونو ته بايد تخصيص وليږل شي او دبانک دلارې بايد پيسې حواله شي تر څو ولايتونو ته فزيکي بودجه ورسول شي.
دډاکتر اشرف غني له خبرو وروسته دپکتيا والي اسدالله وفا خبرې وکړې او ويې ويل: د دې خبرې يادونه ضروری ګڼم چې د طالبانو د سقوط نه وروسته دپکتيا امنيتي وضعه ډېره خرابه وه او باالاخره د افغانستان حکومت او نړيوالې ټولنې په ګډه يو امنيتي پلان جوړ کړ چې هلته بايد PRT جوړ شي او هم په اداره کې بايد تغېرات راشي. دپکتيا PRT په افغانستان کې لومړنۍ PRT وه. کله چې د راز محمد دليلي پرځای اسدالله وفا د پکتیا والي شو. نو جنرال حی ګل سليمانخيل د امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو او امنیتي وضعه د پکتیا په ولایت کې ښه شوله. په دغه شپو کې د حکومت او نړيوالې ټولنې د همکارۍ يوه ښه نمونه د پکتيا ولايت و. اسدالله وفا وویلې چې د پکتيا نفوس نږدې ۲.۱ميليونه دی، پاکستان سره ۹۶کيلومتره پوله لري اونه لوی قومونه په پکتيا کې ژوند کوي، په پکتياکې ۲۰ ليسې او ۱۹ متوسطې فعالې دي چې يو لک او شل زره شاګردان پر زده کړو بوخت دي. ده وویل چې اول مو د هرې ولسوالۍ نه دوه دوه کسان ولايتي شورا لپاره تعين کړل او اوس مو په ولسواليو کې ادارې فعالې کړي دي او په مرکز کې مو د قوماندان سالارۍمخه نيولې ده، د امنيې قومانداني، اردوملي او ملي امنيت سره په ګډه کار کوو، د پاچا خان ځدران (۱)د ستونزې پرته بله ستونزه په پکتيا کې نه شته او PRTموږ سره د بيارغونې په پرګرامونو کې مرسته کوي.
دغه سيمينار ته جمهور رئيس کرزي هم خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: وضع به شکل عمومي بهتر شده، از لحاظ اقتصاد، زراعت وغېره، اما از لحاظ امنيت من راضي نيستم، ما خود را حکومت اسلامي مې گويم اصل حکومت اسلامې بايد امن بيارد وعدالت تامين کند، حکومت کفر مې چله و بقا ميداشته باشد ولی حکومت ظالم بقا کرده نمې تواند، متاسفانه درحکومت ما در بعضی نقاط ظلم موجود است و مابايد جلو ظلم را بگريم.
ما بايد درگريبان خود به صفت حکومت سيل کنم و ببینیم که بنام ولسوال، والي، وزېر، معاون رياست دولت، ورئيس دولت آيا خدمت کرده يم يانه ـ مردم های که من از اطراف ملاقات دارم هر هفته ـ ازحکمران های محلی شکايت دارند از دست قوماندان بازی به تنگ رسيده، کسی به تجار گفته اگر پيسه نه دهي القاعده هستی وبه خارجی میدهم ات .
اگر قصه های مردم رأست است وحقيقت دارد ما وقتی خود را حاکم عادل بگويم که مردم از دست ولسوال، قوماندان امنيه، و ديگر مسؤلين امنيتي ترس نه داشته باشد، در ولايت جنوبي مردم ازار مې شود، اگر پول نه دهيد نام القاعده را سرش مانده می شود، در شمال مردم از جنگسالاران روز نه دارند.
حکومت مسؤليت بسیار بزرگ دنياوی وهم اخروی است در دنيا بدنامې دارد ودر اخرت بازخواست دارد، حکومت جای پيسه پيداکردن نيست، اگر پيسه مې خواهيد کار ديگری را بايد بکيند حکومت جای اين نيست که از بيت المال دزدی کنيم، اين فکر وطرز بايد عوض شود. حکومت جای ظلم وخود نمايی هم نيست، درهيچ جای دنيا نيست، و درافغانستان بايد قطعا نه باشد که ما از يوغ ظلم برخاستيم خواهش من از شما والي صاحبان وقوماندانان اين است که بامردم رويه نيک کنيد، حداقل بايد باعث ازار شان نه شويد، روابط راکم کنيد وبه ضوابط اصرار کنيد، در شهرها وضع شايد بهتر باشد اما در ولسوالي ها وضع بدتر است، به بازسازی توجه کنيد ما مردم غريب هستم مردم ما ازما ابادی های بلند منزل يا سرک های شيشه آينه نه مې خواهد، تنها زنده گی عادي مرفع مې خواهد. مهاجرين مې گويد که تا جمع آوری سلاح نه شود، وامنيت نه بیاید و ایساف به ولايات نه رود نه مې آیدیعنی ایساف باید توسعۀ پیدا کند. درجمع آوری اسلحه بايد همکاري کنيد تا افغانستان ازاد و مستقل سر پای خود ايستاده شود. بيدون اين تا ابد احتياج کشورهای خارج خواهيم بود، امسال اوازه ها است که در اکثر نقاط ترياک کشت شده، در ظاهر يک چند نفر محدود را پيسه دار مې سازد اما درحقيقت مردم ما رامحکوم و بد نام مې کند، زراعت ما راخراب مې کند ازهمه بالاتر ضد دين است اين حرام است.
له دې وروسته د سيمينار ګډون کوونکي په څلورو ګروپونو تقسيم شول چې په مسائلواو مشکلاتو بحث وکړي او لازم پيشنهادات کابينې ته وړاندې کړي، د دې ګروپونو عمده پيشنهادات داوو چې وسله بايد ټوله شي ، ملي پوليس تقويه شي، د بيارغونې پروسه بايد ګړندۍ شي، که حکومت پوليسو ته معاش نه شي ورکولی نو د مکلفيت عسکري دوره دې بیا شروع شي. د دې واليانو او قوماندانانو يو پيشنهاد دا هم وچې د کابيني په سطحه تفاهم او صميميت نه شته نو ځکه اکثريت دغه مسلح قوتونه دکابينې په يويا بل غړي پوري تړلي دي او دوی په اطرافونو کې مشکلات پيدا کوي، بايد داسې کابينه جوړه شي چې د خلکو د اعتماد وړ وي او دکابينې اعضا دتخصص تر څنګ بايد د ملي خدمت تعهد هم ولري، دمجاهد غېر مجاهد، طالب غېر طالب په نامه اختلافات بايد له منځه لاړشي او د ملي پخلاينې پروسه بايد پېل شي. د دې بر سېره د افغانستان سرحدات بايد د ترورئيستانو او قاچاقبرانو پر مخ وتړل شي چې د بد امنۍ باعث کيږي.
دسيمينار په اخر کې جلالي صيب په خپله اختتاميه وينا کې وويل: مهم مسائل مطرح شول او دحل لارې چاری پيشنهاد شولې مګر اوس عمل کولو ته ضرورت دی، بې له همکاری بله لار نشته دی ترڅویوه فضیله کړی چې په اجتماعی عدالت ولاړه وې جوړه کړواوددولت داری خبیثه کړی باید ماته شی.