د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون که د ایراني کتابونو زېرمه تون

     د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته په ورتګ سره دا جوتیږي، چې د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته نه بلکې د تهران پوهنتون کتابتون ته ورځي؛ نږدې ټول کتابونه ایراني دي او د کتابتون په هره برخه کې ایراني کتابونه په الماریو ( شلفونو ) کې اېښودل شوي، د دې تر څنګ، چې کتابونه ټول پاړسي دي؛ د ایران خونه هم په جلا ډول پکې شته.(1) که څوک وغواړي، چې کوم پښتو کتاب مطالعه کړي لومړی به نه وي که وي بیا به هم د کتابتون مسوولین د یوې خبرې په کولو سره ځان د پښتو کتاب د ورکولو څخه عاجز ښيي او وایي، چې ( ...  مه پشتو نمی فامم... ما کتاب های پشتو بسیار کم داریم  ... فکر نمی کنم که ای کتاب داشته باشیم... ). تر ډېره رښتیا وايي ځکه، چې کله څوک د ریفرینس برخې ته ورشي نو دا جوتیږي او په خپلو سترګو یې ویني، چې په ریښتیا سره هم د پښتو کتابونو قحطي ده او کتل یې په الماریو کې د ستړیا او ناهیلی سبب ګرځي. په هر صورت کله، چې بیا کټلاک ته مخه کړې او کارت کټلاک کې د کوم کتاب په لټه کې شې او تر څه ځنډ ورورسته یې، چې پیدا کړې نو تر ډېره په ځینو کارتونو څوک نه پوهېږې، ځکه، چې هغه بیا په دري کټلاک شوي دي، چې دا پخپله د پښتو ژبې او هغو محصلینو پروړاندې یو ډول تبعیض دی، چې د کتابتون کارکوونکو ورسره کړی دی؛ ولې په ظاهر ډول ځان پاک ښیي خو بیا هم  د دري د کټلاک عملیه دا روښانه وي، چې دوی یا پښتو کتابونو ته پاملرنه نه کوي، یا پرې نه پوهیږي او یا لاسي همداسې کوي! ...
د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون په اړه ویل کیږي، چې د سل زرو 100000 عنوانه په شاوخوا کې کتابونه لري، چې یو زیات شمېر د دې کتابونو ایراني کتابونه او پاتې نور په پښتو، دري، انګلیسي، عربي، الماني ... ژبو دي؛ هغه مالومات، چې د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون په اړه د کابل پوهنتون ریاست ته ( دا لومړی ځل دی، چې د هرې ادارې څخه په ورکول کېدونکې راپور کې د درې تر څنګ په پښتو او انګلیسي ژبو هم تاکید شوی ) ورکړل شوی په یوه برخه کې یې راغلي، چې ګټ مټ یې په هماغه ډول رالېږدوم (( ... په اوس وخت (1391 هـ ل) کې  د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون  تقریبآ دوه سوه زره ټوکه څخه زیات کتابونه لري، چې د عنوانونو شمېر یې ( اووه نوي زره، دوه سوه او دېرش) عنوانهکتابونو ... )) ته رسیږي. دا هغه مالومات دي، چې په اټکلي ډول د پوهنتون ریاست ته ورکول شوي، ځکه په دقیق ډول د دې ټولو کتابون شمېرل ناممکن دي، چې یو زیات شمېر د دې کتابتون کتابونه د ځای د کموالي له امله په زېرمه تون کې په پېټيو کې دي او له هغو څخه هره ورځ کټلاک او د محصلینو ته د ګټې اخیستنې په ډول وړاندې کیږي.
د پاړسي کتابونو د زیاتوالي لامل:
پاړسي ژبې ( ایرانیان ) زیاته هڅه کوي، چې خپل کتابونه بغیر له کومې غوښتنې څخه د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون او پدې کتابتون  کې درلودونکې خپلې څانګې ته راوړي او هغه کتابونه، چې په دري ژبه په افغانستان او یا په کوم بل هیواد کې چاپیږي هغه لیکوالان، چې دا کتاب یې لیکلي او یا هغه ناشیرین، چې دا کتابونه چاپوي بغیر له کوم امتیاز څخه د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته ورکوي. پدې ډله کې داسې خلک هم شتون لري، چې کله کتابتون ته راځي او پوښتنه کوي، چې تاسې کومو کتابونو ته اړتیا لرئ، چې له کتاب پولورونکو څخه د خپل توان په اندازه د کتابتون ته د یوې وړې مرستې په توګه ورته راونیسم ... له بل لوري یو شمېر دري ژبي زده کړیالان هم هغه کتابونه، چې د دوی د کورنۍ، دوستانو او ملګرو له ډلې څخه کوم څوک - کوم اثر رامنځته کوي،  دوی یې له هغه څخه اخلي او کتابتون ته یې وروړي او په دې ډول یې یو شمېر وروړي هم دي؛ دا هغه څه دي، چې ما د کتابتون د هغو مکتوبونو او اسنادو له مخې، چې زما لاسرسی ورته شوی ورته یوه اشاره وکړه. هغه مکتوبونه، چې  خلکوته یې د کتاب د وروړنې په بدل کې ورکړي او یوه کاپي د دې مکتوبونو د کتابتون له اداري سره شته دی. هر څوک، چې د کتابتون له ادارې سره د کتابونو مرسته کوي هغوی ته تائیدي مکتوب او یا تائیدي ایمل ور لیږي.
د پښتو کتابونو د کموالي لامل:
د یادونه وړ ده، چې د ځینو سروېګانو له مخې پدې لسیزه کې تر 5000 عنوانه زیات پښتو کتابونه لیکل شوي او یا ژباړل شوي دي.
په افغانستان او یا په هغو سیمو کې، چې په پښتو ژبه کتابونه لیکل کیږيد او خپريږي، نه یې لیکوالان او نه هم هغه خپروندویه ادارې، چې دا کتابونه خپروي یو ټوک کتاب هم د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون ته د نمونې په ډول ندی لېږلی  او نه یې کومه داسې هڅه کړې، چې یو څوک یې یادونه وکړي.
د کتابتون د دېرشو 30 کارکوونکو له ډلې څخه د ګوتو له شمېر نه د کمو پښتنوکارکوونکو له ډلې څخه ځینو یې په وار -  وار د دې کار لپاره له مختلفو خپرندویو ټولنو او یو شمېر هغو لیکوالو څخه، چې پښتو کتابونه یې لیکلي او یا ژباړلي په کراتو – کراتو یې ورته ټیلیفون کړی خو ولې هغوی ور سره وعده کړې خو تر اوسه یې پرې غوږ ندی ګرولی. کله، چې خبره د همکاری او مرستې شي نو هر یو د دې غږ له خولې وباسي، چې زه مرستې او هر ډول همکاري ته تیار یم، چې له وسې مې پوره وي؛ خو دا مرسته خو د هر یوه له توانه پوره ده، چې د کتابتون سره د یو پښتو کتاب مرسته وکړي. دا دومره ستونزمنه نده، چې یو څوک د دومره توان ونلري، چې د کتابتون سره د یوه کتاب مرسته ونشي کړای، هر یو د یو کتاب مرسته کولای شي، په تېره هغه، چې د کابل په پوهنتون کې یې څلور او یا تر هغه څخه زیات کلونه پدې پوهنتون کې بغیر له کوم فیس څخه درس لوستی وي، له کتاب او کتابتون څخه یې ګټه پورته کړي وي، له کمپیوټر او انټرنېټ څخه یې په ساعتونو– ساعتونو بغیر د پیسو د ورکړې څخه استفاده کړې وي، ټولګی، څوکی، استاد یې ستړی کړي وي، د پوهنتون په ازاده فضا کې بغیر له کوم قید او شرط څخه ګرځیدلي وي ... که نور څوک ورسره د علمي او پوهنیزو کتابونو مرسته نه کوي باک نشته؛ خو ایا پر دغو خلکو دا حق نلري، چې یو - یو پښتو کتاب د هغو ستړیاوو په بدل کې، چې د کابل پوهنتون ورسره تېرې کړي؛ د دې پوهنتون له کتابتون سره مرسته وکړي؟ مونږ همیشه د تعلیم او زده کړې چغې وهو خو د عمل جامه نه ورته په غاړه کوو ...
د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون د کتاب ویش څانګې ( توزیع شعبه ) هغه یوه اندازه راپور، چې پوره زما تر ګوتو ندی رارسېدلی، خو بیا هم د کومو میاشتو ته مې، چې لاس رسی شوی دی، یو عجیب د کتاب ویش لري، چې سړی یو حیراوونکي حالت ته ورولي ، چې هیڅ  څوک به پرې د لوستلو پر مهال اعتبار ونکړي دا ځکه، چې د کابل پوهنتون یو زیات شمېر زده کړیالان لري، چې ما ته یې په دقیق ډول شمېر ندی مالوم خو د ځینو پوهنتون میشتو مامورینو له خولې ویل کیږي، چې د 20000 په شمېر به وي؛ خو د کتاب ورکړه بیا سړي ته یو عجیب او ګنګسوونکی حالت انځوروي، چې دومره زیات شمېر زده کړیالان او دومره کم شمېر د کتاب ویشنه! چې یا به د دوی راپور ستونزمن وي(2) او یا به دوی زده کړیالانو ته د کتاب له ورکولو څخه ډډه کوي. د دې راپور ( 1391 هـ ل ) په ځینو برخو کې، چې زما تر لاس رارسېدلي داسې راغلي:
 د وري ( حمل ) په میاشت کې 80 ټوکه ، د زمري ( اسد ) په میاشت کې 160 ټوکه، د وږي ( سنبلې ) په میاشت کې 50 ټوکه، د تلې ( میزان ) په میاشت کې 113 ټوکه، د لړم ( عقرب ) په میاشت کې 38 ټوکهکتابونه د محصلینو د استفادې وړ ګرځېدلي او یا د لوستو لپاره له کتابتون څخه اخیستي دي ...
په اخر کې د یوې خبرې یادول غواړم، که د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون کې د پښتو کتابونو شمېر هم د پاړسي په اندازه زیات وای نو کیدای شوای هغو پښتنو محصلینو به هم د دې کتابتون څخه تر یوې اندازې ګټه اخیستې وه؛ خو بد بختانه، چې د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون کې د پښتو کتابونو نشتون پښتانه محصلین دېته اړکړي، چې لالهانده په پښتو کتابونو او یا په انټرنېټ کې د خپلو مالوماتو د پوره کولو لپاره ستړي شي او بیا هم څه په لاس ورنشي؛ یو زوروونکی حالت، چې ډېر به یې شاهدان وي. له هغو څخه د مرستې او همکارۍ په هیله، چې مرسته کولای شي او د مرستې په وخت کې د ستړیا احساس ونکړي.
یادونه او پایله: له پښتو سره له پخوا او په ځانګړې توګه پدی لسیزه کې ډير د مور او میرې چلند شوی او کیږي. د لوړو زده کړو نوي وزیر صیب او د هغه ټیم، چې یو یې هم د کابل پوهنتون اداري مرستیالعبدالهادي هدایتي(هزاره)دی دا روښانه کړې، چې دا پوهنتون به د کابل پوهنتون په نوم یو تهراني پوهنتون جوړول غواړي، چې تر ډېره یې دا کار کړی هم دی(3). د کابل پوهنتون اداري مرستیال یو متعصب  ترین مرستیال دی، چې ډیره هڅه کوي خپل خپلوان مقرر او هغه کم پښتانه، چې د پوهنتون د ریاست اړوند کار کوي له مخې لري کړي، چې پدې کم وخت کې یې څلور امریتونو باندې هزاره ګان ګمارلي، عبارت دي د محصلانو آمریت، د تدارکاتو امریت ( دوه نور آمریتونه هم دي په نوم پیدا کېدو یې ونتوانېدم) بله هڅه يې دکابل پوهنتون کی د ایرانۍ څانګې ته پراختیا ورکول دي او اوس غواړي، چې یوه بله خونه هم ورته په اختیار کې ورکړي او واک به یې هم د ایرانیانو په لاس کې وي، ( اوس هم د ایران مذهبي ورځې او هغه مراسم، چې باید په سفارت کې ولمانځي دوی د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې لمانځي، چې دا ټولو ته مالومه ده هغه که استاد، مامور او یا محصل دی) چی تمامه ورځ د ملي ترمینالوژي ضد کلماتو ته کمپاین کوي او په داسې حال کی، چی دا پوهنتون دی نه د بهرنیو هیوادونو د کونسلګریو مرکز!که غواړئ، چی دې موضوع ته د پای ټکی کېښودل شي؛ په دې اداره کې په هیواد مین کسان وګمارئ نه داسی څېرې، چې تمامه ورځ د کار پر ځای د پښتو او پښتنو پر وړاندې د دښمن په څیر مبارزه کوي.
که چېرې د کابل پوهنتون کې داسې کتابونه وای، چې د لوستو ارزښت یې درلودای نو 20000 محصلینو خو به د میاشتې د 10000 څخه تر 15000 ټوکه کتابونه د کتابتون څخه د لوستو او مالوماتو دلا غوړېدا لپاره وړل؛ لدې څخه ښکاري، چې نشته او پر ایران هم دومره اعتبار ندی پکار، چې هغوی د مونږ ته داسې کتابونه راولیږي، چې زمونږ درد پرې دوا شي.
 
 
1-       زه نه پوهیږم چی دا د کابل پوهنتون کتابتون دی که د بهرنیو هیوادونو د کونسلګریو او مذهب ته د کمپاین مرکز!؟
2-      کومه اداره، چې د خپلو کړنو راپور له ځان نه پورته ادارې ته ورکوي نو تل دا هڅه کوي، چې شمېرې لوړې و ښیي؛ نو د دې راپور څخه هم دا جوتیږي ، د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون د ویش څانګې به هم خپلې شمېرنې لوړې ښودلې وي، کېدای شي دوی تر دې ډېر کم کتابونه زده کړیالانو ته ورکړي وي.
3-      د کابل پوهنتون اداري مرستیال عبدالهادي هدایتي هڅه کوي، چې د کابل پوهنتون امر، چې یو پښتون او د کابل پوهنتون استاد دی له مخې لرې او پر ځای یې په ایران کې زېږېدلی او په کتابتون کې د ایراني برخې مسوول، چې تل ایراني اصطلاحات په کار وړي د کتابتون د امر په توګه معرفي کړي او زیاته هڅه کوي، چې دا کار وکړي. د دې تر څنګ د ایرانۍ څانګې لپاره د کتابتون یوه لویه بله برخه غواړي، چې په ایرانیانو پورې وتړي او هدایتي صیب د ایران ریزني ( د ایراني فرهنګ د غوړېدا مرکز ) څخه غوښتنه کړې، چې باید یو شمېر کمپیوټرونه او د انټرنيټ اسانتیاوې له ځان سره پدې برخه کې ولرئ.
 
 
 
 لیکوال: ارمان افغان