پر اسدالله خالد برید؛ یو خطرناک پیغام!


فریدون خوځون
استخبارات په یوه هېواد کې تر ټولو فعال، خوندي او د دښمن په اړه د معلوماتو له درلودو ملامال اداره وي.
 د تېرې پنجشنبې په ورځ یوه ځانمرګي برید د ملي امنیت ادارې مشر اسدالله خالد په نښه کړ، چې د ټپونو له امله په روغتون کې دی.
ولسمشر کرزي تېره ورځ په یوې خبري غونډه کې وویل، چې دغه برید په پاکستان کې پلان شوی و او په دې اړه به له پاکستانيو چارواکیو نه په ترکیه کې په جوړېدونکې غونډه کې وضاحت وغواړي.
پر ښاغلي خالد برید په خپل ډول کې دویمه پېښه ده، تېر کال هم ورته یوه برید د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني وواژه. پر رباني برید کوونکي په خپله لنګۍ او پر خالد برید کوونکي په خپل نېکر کې چاودېدونکی توکي ځای پر ځای کړي ول.
دواړو مشرانو ته بریدګر د سولې د پیغام استوونکیو په بڼه له پاکستانه راغلي ول او یاد بریدونه تېر کال او سږکال وروسته له هغې تر سره شول، چې په هېواد کې د سولې په اړه خبرو او بحثونو زور  واخیست.
پر اسدالله خالد برید او بیا د هغه په یوه داسې مېملستون کې چې له ډېرو نېږدې کسانو پرته يې نور چاته د ورتلو اجازه نه وه، ډېرې پوښتنې رازېږولي دي.
شننونکي وايي، لومړی دا چې ښاغلي خالد د سولې په خبرو او د ملي امنیت په ریاست کې د بشپړې تجربې نه شتون له امله تېروتنه کړې او ساتونکیو یې هم په دې برخه کې له تنبلۍ کار اخیستی؛ خو ځینې نور بیا په دې باور دي، چې له دننه ښايي ځینې کسان په برید او د زمینې په برابرولو کې یې لاس ولري. د همدې لپاره د هغه ساتونکي تر څېړنو لاندې نیول شوي دي.
دا که هر څه شوي هغه به له څېړنو وروسته روښانه شي؛ خو مهمه خبره دا ده چې د دغسې یو کس په نښه کول حکومت او افغانستان ته څه پیغام لري؟
د سولې د عالي شورا په مشر برید له څېړنو وروسته روښانه شوه، چې په پاکستان کې پلان شوی و، او قاصد هم له پاکستانه راغلی و. خو پر ښاغلي خالد د برید په اړه که څه هم چې ولسمشر کرزي ويلي په کوټه کې پلان شوی او د هغه هېواد د استخباراتي شبکې د لاس لرلو خبره یې له وخت وړاندې بللې؛ خو په ښکاره یې وسله والو طالبانو مسوولیت منلی دی.
شننونکي په دې اند دي، چې د ملي امنیت پر رییس برید د سیمې د هېوادونو د پیاوړو استخباراتي شبکو په مرسته او یا د هغوی له لوري شوی دی.
د مشرانو جرګې د شکایاتو د اورېدو  د کمېسیون مشر ويلي، پاکستان په دغسې کړنو سره غواړي، چې افغان مشران له منځه یوسي. خو په همدې حال کې بیا پاکستان هم پر اسدالله خالد برید غندلی دی.
خالد د پاکستان د استخباراتي شبکې یو سرسخته مخالف و او له ولسي جرګې نه یې د رایه اخیستو پر مهال پاکستان ته په اشارې ويلي ول، چې په افغانستان کې کېدونکې بریدونه به په نطفه کې ختموي. چې هماغه مهال پاکستاني نومیالي ژورنالېست احمدرشيد د پاکستانیو مقاماتو له قوله ويلي ول، چې د ملي امینت د رییس په توګه د خالد په ټاکلو سره به د پاکستان او افغانستان اړیکې زیانمنې شي.
شننونکي په دې باور دي، دا چې د سولې خبرو اترو زور اخیستی، پاکستان د سولې په برخه کې د مرستو ژمنه کړې، له بلې خوا د قطر پروسې د بیا پیلولو هڅې کېږي، حکومت د ملابرادر په خوشې کېدو ټینګار کوي او په ټوله کې د سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې کېږي، چې ښايي په نړیواله کچه هڅو کې پاکستان امتیازات نشي تر لاسه کولای؛ نو په دې ډول یې وغوښتل، چې افغان حکومت ته یو خطرناکه پیغام ورکړي.
شناندي وايي، تېر کال هم پاکستان د استاد رباني په وژنې سره وغوښتل چې افغان حکومت وننګوي او اوس یې هم یو ځل بیا دغه هڅه وکړه، څو حکومت په دې قانع کړي، چې هر ځای او هر مهال برید کولای شي او که یې غوښتنې ومنل شي او اهداف یې پوره شي، نو په افغانستان کې سوله یوازې د پاکستان له لارې راتلی شي.
د ښاغلي رباني له وژنې سره سم ولسمشر په توند غبرګون د سولې خبرې وځنډولې او د طالبانو پر ځای یې له پاکستان سره د خبرو کولو اعلان وکړ. شننونکي وايي هماغه مهال هم پاکستان وتوانېد چې د سولې په برخه کې د قطر پروسې، د امریکا او المان له لوري د سولې له هڅو افغان حکومت را وګرځوي او په خپله محدوده کې يې وساتي.
دا چې اوس بیا د قطر د پروسې د را پيلېدو خبرې کېږي او وسله والو طالبانو هم اعلان کړی، چې د سولې د خبرو لپاره مذاکرات او د سولې رسمي خبرې به یوازې د طالبانو د سیاسي څانګې له لوري چې دمګړۍ په قطر کې مېشت دي پرمخ بېول کېږي؛ نو له پاکستان سره بیا اندېښنې را پیدا شوي دي، چې ګواکې افغان حکومت به ترېنه مخ واړوي.
همدارنګه سیاسي کارپوهان وسله وال طالبان هم په بې دریځۍ تورنوي، چې کله له حکومت سره د سولې خبرې کولي او کله بیا په هېواد کې بريدونو ته زور ورکوي. هغوی وایي، پاکستان له خپل نفوذ نه په ګټنې سره دغسې بریدونه تر سره کوي؛ خو طالبان په  دې ګرم دي، چې د دغسې بریدونو مسوولیت پر خپله غاړه اخلي.
پر اسدالله خالد له برید وروسته که څه هم چې ولسمشر کرزي ويلي چې برید په پاکستان کې طرحه شوی، خو شننونکي باور لري، چې د سولې پروسه به زیانمنه او ځنډنۍ کړي.
له بلې خوا د سولې د عالي شورا چارواکیو هم د دغسې بریدونو په کېدو اندېښنه ښودلې، چې د سولې خبرې به زیانمنې کړي.
کارپوهان په دې باور دي، تر هغې د سولې خبرې نه شي بریالۍ کېدای چې له پاکستان سره د یوه روښانه دریځ پر بنسټ چلن ونه شي، د سولې خبرې د دې هېواد له چنګ لرې تر سره نه شي او په ټوله کې له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه شي.
هغوی وايي، چې له پاکستانه به د سولې په برخه کې د رښتینې همکارۍ تمه، د هغوی په مرسته د مذاکرو مېز ته د طالبانو حاضرول او په ټوله کې پر پاکستان تکیه کول به د حکومت یوه بله ستره تېروتنه وي.
د سولې په برخه کې باید حکومت پر خپلې ستراتېژۍ له سره غور وکړي، ملي امنیت خپل ځواکونه لا غښتلي او هغو ړندو تېروتنو ته ځير کړي، چې له امله یې د دې ادارې لومړی شخص د برید نښه وګرځېد، کنه له دې پرته باید د نورو بریدونو تمه هم ولرو.