د ايساف مشر جنرال نوربت وين هيسټ

 دولسمه برخه
د ايساف مشر جنرال نوربت وين هيسټ
Gen Norbert Van Heyst) )
سره د جولای دمياشتې په ۱۶ نيټه غونډه
د غونډې موخه د پاکستان د سفارت په هکله د امنيتي تدابېرو د نيولو وه ځکه چې د جولای دمياشتې په اتمه نيټه د کابل ښار يو شمېر وګړي دپاکستان په سفارت ورغلل او دغه سفارت ته يې زيان ور واړولو. دغه پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې داسې اوازې په کابل کې خپرې شوې چې ګوندې د مومندو په سيمه کې دپاکستان ميشتو او افغاني عسکرو ترمنځ شخړه شوې چې په پايله کې يو شمېر پاکستاني عسکر د افغانستان خاورې ته ننوتلي دي.
د ايساف مشر په دې اند و چې ګويا اوس هم د پاکستان سفارت د امنيت له پلوه په تشويش کې دی خو جلالي صيب ورته اطمېنان یا ډاډ ورکړو چې موږ کافي ترتيبات نيولي او مخکنۍ پېښه د توقع خلاف وه او د يو شمېرمغرضوکسانو لخوا ترتيب شوې وه چې موږ په دې توانيديلي يو چې پنځه مشکوک کسان ونيسواو د افغانستان حکومت ژمنه کړې چې د پاکستان سفارت ته اوښتی تاوان جبېره یعنې بدل ورکړي. د ايساف مشر وويلې چې د ناټوعمومی مشرپه کابل کې په ايساف پړه اچولې چې ولې يې د پيښې په مخنيوي کې اجراات نه دي کړي. جلالي صيب د ايساف مشر ته وويلې تاسې د پاکستان سفېر ته اطمېنان ورکړۍ چې که دوی هررنګه مشکل لري نو ماسره دې اړيکه ونيسې زه به ورته نور اضافي پولیس وروليږم.
د دې سربېره جلالي صيب د ايساف نه وغوښتل چې تاسې بايد په لارو کې چيک پوستونه جوړ نه کړئ او هميشه د پوليسو سره باید په تماس کې اوسئ ځکه په خپل سر تحرکات زموږ او تاسو ترمنځ همغږۍ ته زيان اړوي.
د جولای د مياشتې ۱۸ نيټه:
جلالي صيب به هره پنجشنبه د کورنيو چارو په وزارت کې اونيز مطبوعاتي کنفرانس درلود چې دهيواد په امنيتي حالاتو باندې یې خبرې کولې، خپلې نيمګړتياوې او فعاليتونه به يې د رسنيو سره شريکولې او افغانان به یي د ټولو پيښو څخه خبرول په دې ورځ يې په مطبوعاتې کنفرانس کې په لاندې موضوعاتو خبرې وکړې:
د پاکستان په سفارت باندې حمله : نوموړی وويل چې دا له مخکې نه ترتيب شوی کار و چې موږ يې په تړاو پنځه تنه نيولي دي.
په شمال کې وضع ښه نه ده او هغه ډلې او قومي قطعات چې موجود دي هماغو په خپلو منځو کې مشکلات جوړ کړي نو دوی بايد بې وسلې شي ځکه که حکومت ولس ته امنيت برابر نه کړی نو خپل مشروعيت دلاسه ورکوي.
د اېران او پاکستان سره چې په سرحداتو کې کوم مشکلات لرو بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، موږ د پاکستان د سفارت تاوان ورکوو او همداسي د افغانستان، پاکستان او امريکا ترمنځ دې درې اړخيز کميسون جوړشي او د پولې په شاوخوا کې چې کوم مشکلات دي هغه بايد حل کړي.
په همدې ورځ د امريکا د دفاع وزارت مرستيالېMs. Lauren Keane د جلالي صيب سره وکتل او د خبرو په ترڅ کې يې وويلی چې د کورنيو چارو وزارت ښه مشکله وظیفه ده خو جلالي صيب ورته وويلې چې مشکل کار نه دی خو يو شمېر کسان موږ کارته نه پريږدي، ده ورته وويلې چې د کنړ او پکتيا واليان مو بدل کړل او د فراه والي هم کيدای شي په دغو څو ورځو کې تبديل کړم. جلالي صيب بيا اسرار وکړو چې PRT بايد دولايتي ثبات د ټېم Provincial Stability Team په نوم بدل شي. همدارنګه د پوليسو وجهي صندوق پيسي نه لري جرمني د پوليسو سره د مرستې ژمنه کړې خو څرنګه چې لازمه ده هومره مرسته نه شي کولای نو دامريکا متحده الات دې بايد پوليسو سره په مرسته کې ونډه واخلي .
جلالي صيب وويلې چې د پوليسو او پوځ وظیفې سره جلادي ځکه د پوليسو وظیفه دقانون حاکميت دی او د پوځ وظیفه په اضطراري حالاتو کې د هيواد څخه دفاع کول دي. اوجلالي صیب وویلې چې څومره اردو او يا بهرنۍ قواؤې په حکومتي چارو کې مداخله کوي هماغومره بدامنۍ زياتيږي. اوس پوځ عمليات کوي، خلک نيسي او خپل زندانونه لري همداشان ملي امنيت رياست د احق نه لري چې په دفاع وزارت کې دخپل ځان لپاره دوکان جوړکړي او هلته خلک وساتی. نو ښه به داوي چې يو امنيتي ستراتیژي موجوده وي چې د هر دولتی ارګان رول په هغه کې واضيح وي. د متحده ايالاتو د دفاع وزارت مرستيالې د جلالي صيب سره همغږۍ وښودله او وويلې چې دوی کوشش کوي چې دپوليسو سره مرستې وکړي.
په همد ې سهار د جرمني سفېر د جلالي صيب سره د ليدلو لپاره راغی اوجلالي صیب ته يې ويلې چې زه نن تاسره د پوليسو په اړه جدي خبرې کوم ځکه تاسې انديښنه لرئ چې جرمني د پولیسو سره لازمه مرسته نه کوي. ده وویلې چې زه دا منم خوپوليس باید مرکزي حکومت ته وفاداره اوسي او دکیفیت په لحاظ ښه وي نوښه به داوي چې کابل د جرمنی حکومت ته يو غوښتنليک واستوي او ترې وغواړي چې د پوليسو د روزنې چارې ګړندۍ کړي خوتر دې څنګ لا زیاتو کمکونو ته اړتیا شته تر څو د ملي پولیسو د روزنې مرکزونه په اطرافو کې جوړ کړو.
جلالي صيب ورته وويلې چې زه په دې هلو ځلو کې ستړې شوی يم نو ځکه ما داخبره د هيواد ولسمشر اومرستندویه هېوادونو سره شريکه کړې ده ځکه چې له يو طرف نه د اساسي قانون د لوې جرګې لپاره هلې ځلې رواني دي او له بله پلوه د راتلونکي کال ټاکنې مو په مخ کې پرتې دي نو که عاجل اقدام ونشي نو بیا یوازې پيسې څه نه شي کولای. زه فعلاً يو زر افسرانو ته اړتيا لرم چې د پوليسو تعليمي مرکزونه فعال کړم او زه بايد پوليسو ته هاغسې معاش ورکړم چې د ملي اردو لپاره تعين شوی دی ،ما دا مسئله د جرمني د پولیسو د پروژې د مشر ښاغلي Zumof سره مطرح کړې چې که د دولت رئیس زما پلان ومني آیا جرمني کومک کولی شي چې مرسته وکړي او کنه؟ خو هغه وویلي چې جرمني نور کومک نه شي کولی ځکه جرمني اوس یوازې دولس تنه پولیس د روزنې لپاره لري چې دا کافي نه دي. جلالي صيب وویل چې د ملي پولیسو روزنه د افغانستان د ثبات لپاره یوه جدي مسئله ده اومرستندویه هېوادونه باید دې ته جدي پاملرنه وکړي.
د جرمني سفېر وويلې چې زموږ ټولې پروژې د جرمنې د بهرنيو چارو وزارت له لارې اجراء کيږي نو ځکه د پوليسو د پروژې مشر هو ـ يا نه نشي کولای نو بايد په دې فکر وکړو چې څرنګه وکولای شو چې په راتلونکي کې د پوليسو لپاره مرستې جلب کړو نو د دې لپاره چې موږ له کابل نه ولاياتونو ته د پوليسو روزل وغځوونو سياسی ارادې، صحیح طرحه او امکاناتو ته اړتيا شته نو زه به د امريکا متحده ايالاتو ته هم وليکم چې راتلونکې پوليس به د تېرو پوليسو نه بايد تفاوت ولري.
جلالي صيب په ځواب کې ورته وويلې چې موږ خپل کورنی کار کړی دی ،پوره تفصيلي پلانونه مو جوړ کړي دي او د پوليسو لپاره مشخصات تعين شوي او هغه څوک چې د موجوده پوليسوته د شرایطو وړ دي هغه به جذب شي او پاتې نور به يې رخصت شي.
د جرمني سفېر وويلې چې جرمني د مخکښه هيواد په توګه د پوليسو دپروګرامونو د همغږي کولو دنده پر غاړه لري خو دابه ښه وي چې د دولت ریئس ښاغلي حامد کرزی د جرمنی مشر ته يوليک واستوي او ددې خبرې دې يادونه وکړي چې بې له امنيته موږ ټاکنې نه شو کولای او دکابل نه بايد د پوليسو ریفورم ولاياتونو ته وغځوو نو ددې لپاره د تعليمي مرکزونو د جوړولو او زياتو امکاناتو ته ضرورت دی نو ښه به داوي چې د نورو هيوادونو د مشرانو سره يې مطرح کړي نو په دې توګه به د پوليسو سره د زياتو کومکونو امکانات برابر شي. جلالي صيب د جرمني سفېر سره ژمنه وکړه چې دې به ولسمشر کرزي لخوا د جرمنی چانسلر يعنې دحکومت مشر ته يو ليک واستوي.

د جولای ۱۹ نيټه :
په همدې ورځ د پاکستان سفېر رستم شاه مومند د جلالي صيب سره د کتنې لپاره راغلی و چې د پاکستان د سفارت د امنيت او په شبرغان کې د پاکستاني بنديانو په هکله ورسره خبرې وکړي. د پاکستان د سفارت د امنيت په هکله جلالي صيب ورته وويلې چې زه به يو هئیت دروليږم او تاسي ورته خپل مشکلات په ګوته کړئ او څومره پوليس چې د سفارت د امنيت لپاره ضروري دي هغه به موږ دروليږو. د شبرغان په بندي خانه کې تراوسه پورې ۵۴۰ پاکستانې اوسيدونکې چې د طالبانو نه يې حمايت کاوه بنديان ونودپاکستان دسفیرغوښتنه داوه چې هغوي ياخوشې کړئ او يا پاکستان ته د انتقال لپاره زمينه برابره کړئ.
رستم شاه مومند وويلې چې امريکايانو غوښتل چې د دغو بنديانو نه ابتدایي تحقيق ونه کړي ترڅو دوی خوشي نه شي خوڅرنګه چې د دوی صحي وضعيت خراب دی که داپروسه چټکه شي نو بهتره به وي. جلالي صيب ورسره ژمنه وکړه چې دا موضوع به د دولت د رئېس سره مطرح کړي. رستم شاه مومند دا ادعا هم کوله چې يو شمېر پاکستاني اتباع دښاغلې مارشال فهيم سره هم بنديان دي خو جلالي صيب په ځواب کې ورته وويلې چې زه په دې هکله هيڅ معلومات نه لرم اوفکر کوم چې دامعلومات ستاسې سم نه دي .
په همدې ورځ په افغانستان کې دADB یعنې د اسيايې پراختيايې بانک مشر د جلالي صيب سره کتنه درلودله او مهمه موضوع داوه چې دوی غوښتل د کندهار او کابل ترمنځ سړک جوړ کړي خو په رقابت کې د دغه سړک د جوړولو چارې يوې پاکستانۍ کمپنۍ ګټلې وې خو وروسته چې بيا د اسياي پراختيای بانک د دغه کمپنې مشخصات او تجربه ارزيابي کړه بايد دا قرارداد يې نه وی ګټلی نو دویمه کمپنۍ چې یوه هندي کمپنۍ وه دغه قرارداد يې واخست خو هندي کمپنۍ بيا دغه قرار داد په دویم لاس پاکستانې کمپنې ته ورکړ. د دغه لارې د امنيت لپاره جلالي صيب اسيايې بانک ته وويلې چې په اوس وخت کې د لويو لارو امنيت ساتل اړين دي نو داچي موږ د لويو لارو دساتلو لپاره کافي پوليس نه لرو نو ښه به دا وي چې اوس ځايې خلک امنيت وساتي خو دوی باید مرکز ته راپور ورکړي او په دې هکله به د لویو لارو د ساتنې ریاست ته هدایت ورکړم.
د جولای ۲۲/ ۲۰۰۳م کال :
په دې ورځ د اروپايې ټولنې مشر د جلالي سره د کنتې لپاره راغی چې د کابل طورخم د سړک د جوړولو سروې په هکله خبرې وکړي او د کورنيو چارو وزارت د سروې په وخت کې د دغه سړک امنيتي تدابېر ونيسي. د اروپا د اتحاديې مشر وويلې چې دکابل جلال اباد په لاره زموږ د سروې ټيم په مرکز باندې يو شمېر کسانو چې د پوليسو او پوځيانو يونیفورم يې په ځان وو ورننوتي وو دروازه يې ماته کړې او د مخابرې دستګاه يې ورانه کړې وه. جلالي صيب ورته وويل چې موږ ددې پيښې په تړاو يو څوکسه نيولي او د قانون مطابق به ورته سزا ورکړو. د کابل - جلال اباد د لارې لپاره به موږ درې سوه کسيزه قطعه جوړه کړو چې دلارې امنيت وساتي او په دې اړه دننګرهار او لغمان د واليانو سره به تماس ونيسم چې لازم تدابېر برابر کړي. د اروپايې ټولنې مشر جلالي صيب ته وويلې چې د دې سړک سروې به په دوو مياشتو کې بوشپړه شي.
په همدې ورځ د نړيوال بانک يو هئیت د جلالي صيب سره وکتل او دوی په هغه سروې چې د اداري مشکلاتو په اړه د افغانستان په شپږو ولاياتونو کې شوې وه وغږيدل. په سروې کې راغلي و چې د تېرو درې لسيزو جګړو سره بيا هم په افغانستان کې اداري سيستم چوکاټ شته او په ولسواليو کې کارکيږي نو بايد چې ولسواليو ته خاصه پاملرنه وشي چې د محلي ادارو ظرفيت لوړشي. جلالي صیب ورته وويلې چې ښه اداره واقعا په امنيت کې مرسته کولای شي او د ولسواليو جوړول زموږ د مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
د جولای ۲۴/ ۲۰۰۳ م کال :
د ملګرو ملتونو د ادارې مرستيال Jean Arnault دجلالي صيب سره وکتل او وويلې چې د دې امکان نشته چې د اساسي قانون لپاره لويه جرګه د اکتوبر په مياشت کې داېره شي نو کيدای شي چې لويه جرګه د دډيسمبر په مياشت کې راوغوښتل شي خو ترڅو چې د ملي دفاع وزارت کې په لوړه کچه ریفورم رانشي نو لويه جرګه باید راونه غوښتل شي.
جلالي صيب په ځواب کې ورته وويلې چې که د لويی جرګې لپاره سم ترتيبات او تياری نه وي نيول شوی نو د هغې موخې لپاره چې دا جرګه راغوښتل کيږي هېڅ ګټه به ونه لري.
د جولای ۲۷ /۲۰۰۳ م کال
په افغانستان کې دانګليسي ځواکونو مشر د جلالي صيب سره تعارفي ملاقات درلود. په همدې ورځ په افغانستان کې د نړيوال بانک مشر Alaistair Mckenzie او د بانک مېنجر William Byrd د جلالي صيب سره وکتل او په د ې وغږيدل چې څرنکه دوی کولای شي چې د پوليسو د وجهي صندوق سره مرسته وشي اوهم د ډيسمبر په مياشت کې په دوبۍ کې د مرستندویه هيوادونو په غونډه کې امنيتي سکټور سره د مرستې په هکله تياری ونيسي. جلالي صيب دوی ته وويل چې له يوې خوا موږ غواړو چې خپل پوليس تقويه او وروزو خوله بله خوا راپورونه مو ترلاسه کړي چې د پولې هاخوا ته د سرحد او بلوچستان په ايالتونو کې طالبان او پاتې شوني يې ځانونه منظموي او د دغه ايالتونو واليان او حکومت ورسره مرسته کوي. جلالي صیب همدارنګه دوی ته وويل چې نشه يې توکي، اداري فساد او تروريزم د امنيت لپاره خطردی او دسيمه يېزې همکاري په وسيله کولای شو چې موږ د ګاونډيانو سره دا ستونزې حل کړو. اېران د افغانستان سره په پوله د ۲۵ امنيتی پوستو د جوړولو ژمنه کړې خو د ټولو نه مهمه خبره په افغانستان کې سياسی ریفورم دی چې په دې ټولو مسائلواغيز درلودلای شي.
د جولای ۲۸ /۲۰۰۳ م کال :
جلالي صيب په دې ورځ د ډي ډي ار DDR یا بې وسلي کولود دفتر د مشرښاغلې سلطان عزيز سره وکتل او د دغه پروګرام د پرمختګ په اړه یې د پروان، کندوز، مزار، هرات، کندهار، باميان، ګرديز او جلال اباد په سيمو کې معلومات ورکړل. د سلطان عزيز موخه داوه چې هغه صيب منصب چې د ملي اردو څخه منفک کيږي بايد په پوليسو کې جذب شي نو جلالي صيب ورته وويلې چې دغه کس چې تجربه لري نو بيا ولې د ملي اردو څخه لرې کيږي نو ښه خبره به داوي چې په ملي اردو کې جذب شي او که يې وړتيا نه لري نو بيا په کورنيو چارو وزارت کې هم کار نشي کولای.
په پای کې ورته جلالي صيب وويلې چې موږ ته د دې صيب منصبانو لېست د تحصيل، درجه او کاري تجربې پر بنسټ برابر کړئ او هغه کسانو چې زموږ شرایط پوره کړای شول په پوليسو کې به يې جذب کړو.
همدارنګه له دې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو د کابل د ساحې مشر Trevor Martin د وردګو او سروبي د سيمو په اړه جلالي صيب ته معلومات ورکړل او وويلې چې د وردګو او سروبي د پوليسو قومندانان د امنيت په راوستلو کې پاتې راغلي او ولسي وګړي زوروي. جلالي صيب ورته په ځواب کې وويل چې د وردګو والي هم خپله دنده سمه پرمخ نه بيايې او موږ د ټولو قومندانانو او واليانو په هکله معلومات راټولو چې هغوی څومره په خپلو دندو کې صادقه دي او ډېر ژر به نور تغېرات هم راشي.
همدارنګه له دې وروسته د وردګو يو شمېر مشران چې په اغلب ګومان د امنيه قومندان او والي لخوا راليږل شوي و د جلالي صيب سره وکتل او دوی ادعا کوله چې د وردګو والي ، امنيه قومندان، مستوفي او د معارف د ريًس نه ټول ولس خوشاله دی او دوی مجاهدين دي او خدمتګاران دي نو دوی بايد تبديل نشي که دوی تبديل شي نو په سيمه کې به ناامني زياته شي اوهم یې وزېر صيب ته يې بلنه ورکړه چې ودرګو ته راشي او وضعيت له نږدې وګوري.
همدارنګه په همدي ورځ د ايساف د قواؤ یوتن مشر Major Torpin د کابل د سروبي او د وردګو د ولايت د يو شمېر قومندانان په هکله راپور ورکړو چې دوی د طالبانو او القاعده سره اړیکې لري او هم د نشه يې توکو قاچاق کې لاس لري.
اګست ۳ /۲۰۰۳ م کال :
په دې ورځ د افغانستان د حکومت او نړيوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ ادارې چې د ملګرو ملتونو مشر لخدار براهيمې هم موجود و غونډه وکړه او داتصميم ونيول شو چې د امنيت د ښه والي لپاره بايد د نړيوالې ټولنې او حکومت د امنيتي ارګانونو ترمنځ يو شريکه ادارهJoint Coordination Body په نامه جوړه شي، جلالي صيب د ايساف څخه مننه وکړه چې د کابل په امنيت کې ورسره مرسته کوي او وويلې چې پنځلس امنيتی پوستې به د کابل په شاو خوا کې د ايساف سره په همغږۍ رامنځ ته شي. همدارنګه نن د کابل د هوايې ډګر کنټرول د ايساف د قواؤ نه د کورنيو چارو وزارت نوو ملي پوليسو ته وروسپارلی شو.
جلالي صيب دوی ته ډاډ ورکړو چې د هوايې ډګر په شمالي برخه کې چې يوشمېر داخلي بیځايه شوې کورنۍ اوسيږي هغه به د تفاهم له لارې نورو سيموته واستوي. د ګارنيزون قومندان جنرال بسم الله خان او د ملي امنيت مشر انجنېر عارف هم د ټولو نه مننه وکړه او وويلې چې که څه هم د کابل امنيت نظر نورو سيمو ته ښه دی خو د نړيوالو او افغاني امنيتي ادارو د همغږۍ لپاره ضرورت شته دی او اميد دی چې د ملي پوليسو د ریفورم په پايله کې امنيتی وضعه نوره هم ښه شي.