په پاريس کې له حقيقت څخه تېښته

په پاريس کې  د افغانستان په اړه کنفرانس چې يوازې د ټولو ښکېلو لورو د نظر څرګندولو لپاره جوړ شوی دی، داسې مانا لري لکه له اودسماتي څخه وروسته چې سړی د سم کښېناستلو هڅه کوي .  که څه هم چې سم کښېناستل ګټور دي، خو د پاريس کنفرانس د يوه اودسماتي ښېګڼه هم نه لري .
له يوولسو خونړيو کلونو، جګړو، وژنې، ورانۍ، کړاو، رنځ، د اقتصادي، سياسي، ټولنيزو، تعليمي  او روزنيزو بنسټونو له نړولو څخه وروسته د پاريس کنفرانس اوس غواړي چې د ناباندې (مخالفو) لوريو نظر واخلي؟
د يوولسو کلونو په موده کې بيلياردونه ډالر بې ځايه ولګېدل، غلا شول، وطن لا نور هم وران شو، په تعليمي برخه کې يو نسل مو بې سواده او د ځانمرګۍ او ځانبمۍ په نېشو کې خومار پاتې شو، راتلونکي نوي نسل ته ان د شلو کلونو لپاره نور هم د مناسبو (د اوسني وخت په ستندرد برابرو) زده کړو موکه نه شو برابرولای، جوړونکي او پراختيايي انستيتوتونه يا ګرد سره جوړ نه شول، يا جوړ هغوی وران شول، ړنګ افغانستان او مظلوم ولس د جهادي ټيکه درانو له ظلم او وحشت او همداسې د طالب له بدمرغه زېږد، شر، غلامۍ، او جهل واکۍ څخه ګوډ او مات خلاص، خو بېرته  د انسانيت د غليمانو، د شيعه اېرانيزم د خونکارانو، د جهاد(؟)  او مقاومت(؟) د ټيکه دارانو، د ناموس د غليمانو يعنې شمالي ټلوالې په منګولو کې ورکړل شو، سياسي ثبات نور هم لږ او د ګاونډيو توطئې او لاسوهنې نورې هم پراخه شوې . ان ترې دې پورې چې له کلونو راهيسې پاکستان کنړونه او نورستان په راکټونو ولي او اېران هرات او نيمرزو .
پاريس اوس غواړي چې د خلکو نظر واخلي؟
حيرانوونکې لا دا ده چې طالبانو يې بلنه منلې او په خپله وينا کې يې ليکلي دي چې ګواکي دوی يوازې خپل نظر څرګندول غواړي، خو دا د سولې خبرې نه دي .
خلک 12 کاله ښوونځۍ ووايي، څلور پينځه کاله پوهنتون ووايي، دوه درې کاله د يوې بلې علمې درجې لپاره زده کړه او څېړنه کوي. سربېره پر دې، لس، شل، دېرش کاله د خپلې څانګيزې تجربې تر څنګ د سياست په ډګر کې يا هم په حکومتي چوکاټ کې کار کوي، هغوی لا ډېر په پام سره ګام اخلي چې کوم سياسي نظر يا پرېکړه يې د ميليونونو وګړو ژوند ته تاوان ونه رسوي، طالبان په خپله مطلقه ناپوهۍ، خو پينځه لس کلن وژن او خون سره د نړۍ له زبرځواکونو سره سياست کوي؟؟؟
نه يوازې ولس، بلکې ټوله نړۍ، هغه که عربي ټکل خواره جاهلان دي که غربي تاړاکګر، ښه پوهېږي چې د طالبانو زېږد د پښتنو د مرګ د ګاډي يو ټير وو او لا دی او شمالي ټلواله يې بل ټير . پاتې ماشين او برخې يې ګاونډي هېوادونه او په خپله غربي سړيخواره جوړوي .
طالبان په خپله نه کومه غوښتنه لري او نه هم دومره وړتيا چې ځانته يو آيديال يا د يوه هغه هيله ولرلای شي . د يوه مظلوم مامور، کارمن، ورځباړي (روزمزدور)، ليکوال يا ژورنالېست حلالول او ورسره الله اکبر نارې وهل به کوم روغ عقل ومني؟  ټول پوهېږي چې د طالبانو نظر او غوښتنې د پنجاب بولنې دي . خو دا چې لوېديځ اوس هم د افغان مظلوم ولس په نامه له يوې او بلې ډلې سره د شور او شرپ مجلسونه کوي، هغه به د دوی نورې توطئې او د افغان ولس بې همتي وي .
په همدې توګه ولس او نړيواله ټولنه پوهېږي چې د شمالي ټلوالې غوښتنې له تهران څخه سرچينه اخلي . تهران چې هر څه غواړي، هغه د يونس قانوني، ډبل عبدالله او نورو  په خولو وايي . د تياتر د ستېژ پر سر د لانځکو اتڼې او خوځښت ټول نندارچيان په خپلو سترګو ويني، خو په دې هم پوهېږي چې د يوه پر غاړه، د بل پر لاس او د هغه بل په ملا کې تار اچولی شوی دی چې د پردې له شا څخه کش کېږي . پوښتنه پيدا شي چې پاريس ريښتيا هم د افغانستان ستونزې ته حل نه لري او غواړي چې د طالبانو او شمالي ټلوالې اندواند واخلي؟
د پاريس کنفرانس په خپله ټوله مجموعه کې له حقيقت څخه يوه ستومانه تېښته ده، له  آرو سکالوو (موضوعګانو) څخه انکار، د افغان ولس په تېرو زخمونو مالګې شيندل، په خوږمن (دردمن) او ټپي بدن يې لاړې توکول،  په سلګيو يې ملنډې وهل او د راتلونکيو ناورينونو لپاره يې بله توطئه ده . که چېرې فرانسه په ريښتيا هم غواړي چې  افغانستان ته سوله راولي، نو د پنجاب د غوښتنو لپاره دې له پنجاب سره وګوري او د تهران پر غوښتنو دې له اېراني چارواکو سره خبرې وکړي . پاريس ته نه ښايي چې د افغانستان د ګاونډيو غوښتنې دې د يو څو پلورل شويو کرغېړنو کړيو له خولې څخه واوري . دوی په هېڅ توګه د افغان مظلوم ولس استازيتوب نه شي کولای . پاريس دې د سولې لپاره يوازې د مظلوم ولس له ريښتينو استازيو سره،  له داسې چا سره دې خبرې وکړي چې د ولس په درد خوږمن او په رنځ يې رنځور وي .
خو د فرانسې له اوسنيو بې مانا منډو داسې برېښي چې يوازې او يوازې غواړي چې خپل ولس ته يو ډول قناعت ورکړي چې په افغانستان کې د دوی يوولس کلن تاړاک او د افغان ولس بمباردول، د دوی د ژغور لپاره وو. فرانسه يوازې غواړي چې خپل ولس ته يې د ماليې د روپيو په بدل کې وښيي چې ګواکي روپۍ يې بې ځايه نه دي لګېدلې او اوس هم د افغانانو د ښېګڼې لپاره هلې ځلې کوي .