په خوست او پکتيکا کې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده


په خوست او پكتيكاولايتونوكې د بېلابېلوپېښوله امله لسو كسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده په وژل شويو كې د سرتېروترڅنګ ملكي خلك هم ګډون لري، د خوست په اسماعېلخېلوولسوالۍ کې ماين چاودنې د يوه قوماندان په ګډون دوه سرتيري وژلي او درې نور ټپيان دي.
بل پلود پكتيكاولايت په جانيخېلوولسوالۍكې د پوليسواو وسله والوترڅنګ جګړه كې يوپوليس اوبل ملكي وګړى وژل شوي اوبل پوليس ټپي دى او همداشاه د پكتيكاپه مركزښرنه كې نامعلومو وسله والودوه كسان په ډزو سره وژلي دي،
 
د ماين چاودنه د دووشنبې په ورځ د خوست ولايت د اسماعېل خېلواومندوزيوولسوالۍاړوند د للمۍ په سيمه كې د پوليسوپه سراچه موټرشوې، د سيمې ولسوال ولي شاه همت وايي چې پوليس د يوه ماين د شنډولوپه موخه يادې سمې ته ورغلل خو له رسيدوسره سم په ريموټ برابر شوى بل ماين پرې وچاوديد اوله امله يې د ټولى قوماندان او بل ساتنمن وژل شوي، درې سرتيري ټپيان دي اوموټريې هم ويجاړشوى دى، ولسوال زياته كړه چې په ټپيانوكې هم د يوه يې روغتيايي حالت مرګونى دى، د دې چاودنې مسووليت وسله والوطالبانو پرغاړه اخيستې دى.
د يوبل خبرله مخې د پكتيكاد والي وياند مخلص افغان وايي چې د دغه ولايت د جانيخېلوولسوالۍ د هستي كلي په سيمه كې وسله والو د نيول شوي كمين پرمهال پرپوليسوبريدكړى اوله امله يې يوپوليس اوبل عام وګړى وژل شوي او يوسرتېرى ټپي دى، دى زياتوي چې پوليسوهم پروسله والوډزې كړي خود مرګ ژوبلې معلومات يې نه دي شوي، بل پلو د همدې پكيتكامركزښرنې اړوند د دالوو په سيمه كې نامعلومووسله والو دوه كسان په ډزو سره وژلي دي، د سيمې خلك وايي چې وژل شوي كسان تراوسه نه دي پيژندل شوي خوګمان كوي چې په دې تور به يې وژلي وي چې په دولت كې دندې لري، خو مخلص وايي چې دا ملكي وګړي دي اوپه دولت كې يې دندې نه لرلې، وسله والوطالبانوتراوسه د پكتيكا د دواړو پېښو په اړه څه دي ويلي.