ښاغلى اولس مشره ترڅوچي اضطراري حالت اعلان نه كړي جنايت اوفساد به حاكم وي


۱۰ـ۰۶ـ۲۰۰۷غـــيسى
نن خوبه خبر شوى يي چه ستا دامنيتي مشاورامان اﷲ گذر له لاسه بيا ميندي بوري شوي!؟
دا هغه څوك دى چه لومړى خو يي داوسپيي نوم په پغمان كي پري نه ښود كه به ټانك په لاس ورته اوكه بايسكل يا څه نور په ټنو ټنو به يي راټولول اوخرڅول پيسي يي پيدا كړي دمخدره توكيو له ډلوسره يي اړيكه ټينگه كړه ځكه خويي دجمعيت اودنظاردشورا لا ډير باورتر لاسه كړ رتبه يي لوړه اوبيا يي ددولتي ځمكو په غصب شروع وكړه په دي وخت كي دجمعيت دغلو اوچپاولگروپښي لا پسي ټينگي شوي
له دين محمد بي جرت(خروړي)سره يي اړيكي لا له پخواټينگي وي تاد ټولولعنتونو سره سره بياراووست اودپلازميني دپوليسو قوماندان دې مقرر كړايا دومره قحط الرجال وو؟
اوس دي راوستلى دى امنيتي مشوري له ده غله څخه اخلي بيا هم قحط الرجال؟؟؟
تير كال چه جميل كرزي دهمدغه سپين سترگي غله (گذر) په اړوند لاخوله نه وه چوله كړي د دغو خروړ سپو گلي تر پارلمانه پوري را ورسـيدي چه جمـيل كرزي له بيوسي توبه ويسته!؟
تيركال دغبرگولي په اتمه كومي مظاهري چي چاوكړي هغوپه دين محمد(خروړي)گذر(خروړي)يونس اوفهيم(خروړي)پوري تړاودرلود.
نن هم ديادشووخروړوډلوديووداسي جنايتكارپه ملاتړپه خيرخانه مينه كي مظاهره وكړه چه ټول اولس ته محكوم دى خوته زمږ برحال؟ اولسمشر يي!؟
ورشه ستا په بلخ كي بل(خروړى)عطا په دولتي ځمكو چورلگولې،ستا اوامير ها خوااچوي اولهISIسره پخي اړيكي لري .
دا نورپه تا گران(خروړي)ستا په ضدجبهه جوړوي لا فيدرالي نظام هم غواړي ترڅو دايران،روس اوISIارمانونه يي پخپله بي ننگي ترسره كړي وي.
كه تاداولس غږ له اوله اوريدلاى واي اوله گناه ډك مصلحتونه دي نه واى كړي نه به دا جنگي جنايتكاران دومره غښتلى شوي واى،نه به ستا په لوړ(اولس مشري)حيثيت چا ملنډي وهلي واى اونه به چا په تا ډزي كولي له ځانه د پاړوگر جوړكړى دى دا كرغيړن ماران به دي داسي وپړسوي چه بيا به درمل نه شي ډاكترنجيب خو دي ښه وليد؟
بنسټيزقانون درته لار پرانيستي چه په كړكيچن حالت كي استرار اعلان كړي وكړه كه نه دا توره خووكړه ترڅو دخاوري تماميت خوندي
دگران هيواداوستا قسم خواړه دوښمنان تباه اودنړيوالي ټولني له لاسه تللى حيثيت بيا ترلاسه شي .
بيابه نوزموږ ځلانده تاريخ ته په زړه پوري رنگ وركړي اولس به د په خپل سروگرزوي ملي اتل به ته شي اوكه اوس څه نه كوي نود افغان اولس مدعي په لمړي گام كي ته يي پينځنيم كاله كيږي چي كړيدلى اولس ستا ميړاني ته سترگي په لار دى پاڅه ارمان به وكړي!؟