پکتیا- د پولیو واکسین پیل شو

( دوشنبه د تلې ۲۴ مه )  د پکتیا په ولایت کی د پولیو یا فلج واکسین د یولړ خاصو مراسمو په ترڅ کی د دوه څاڅکی په اچولو سره د سلاکار وزیر او پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد لخوا پیل شو  
یاد واکسین به د پکتیا په مرکز او دیارلس ولسوالیو کی له پنځو کلونو څخه ښکته ۱۵۵۴۱۳ ماشومانو ورکړل شی
 
همدا رنګه ویټامین اې به له شپږو میاشتو څخه تر پنځو کلونو پوری ماشومانو ته چی ټول تعداد یی ۱۳۹۸۷۱ تنو ته کیږی ورکړل شی
 
دا هغه ناروغی ده چی دایمی معیوبیت رامنځته کولای شی ، دا ناروغی تقریبا ټوله نړۍ کی ختمه شوی یواځی دری هیوادونه افغانستان ، پاکستان او نایجیریا یی تر اوسه ښکار دی
 
یاده دی وی چی په ټول هیواد کی ۲۵ د فلج پیښی ثبت شوی ، چی لس یی په لوی کندهار ، لس یی هلمند یوه پیښه ارزګان ، او دوه پیښی پکتیا کی دی .
 
رو ح الله سمون