پکتيکا کې يوې علني محکمې ددې ولايت مستوفي او د کرنې رييس په اختلاس او اداری قساد تورن وبلل،

په پکتيکا کې يوې علني محکمې ددې ولايت مستوفي محمد ظاهر وفا او د کرنې رئيس حميدالله توخي په اختلاس او اداری قساد تورن وبلل، نوموړي يې له دندو ګوښه، اخيستل شوي پيسې به د دولت بوديجې ته سپاري او هر يوه ته يې د ۶ او ۷ کلنو د بند سزا واوروله 

ياده علني محاکمه د چهار شنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د استناف محاکمو په رياست کې جوړه شوي وه، چې د دولتي چارواکو تر څنګ ګڼ شمير قومي مشرانو هم پکې برخه درلوده، د لومړۍ ښاري محکمې ریيس قضاوت مل خانزمان يعقوبي د تورنو چارواکو د دوسيو د لوستلو پر مهال وويل، چې دواړو چارواکو د زراعت رياست د مامورينو د ۹ مياشتو اضافه کاري چې نږدې يو ميليون درې سوه شپيته زره افغانۍ کيږي په ناقانونه توګه اخيستي او مامورينو ته يې ندي ورکړي، همدا رنګه یعقوبي زياته کړه چې د زراعت رئيس ۴۸۰ زره افغانۍ د نيالګيو، ۳۷۰ زره افغانۍ د قريې او ۹۵ زره افغانۍ يې د احاطې د جوړولو په نوم د جعلي اسنادو پر مټ د مستوفي په همکارۍ له بانګه ايستلي دي او همدا شان يې ۱۲ زره امريکايي ډالر د طبعې پیښو او ۷۰ زره افغانۍ يې د سلفرو په نوم له وزارت څخه رايستلي دي.
د پکتيکا ولايت د محاکمو رئيس قضاوتوال محمدحکيم کنړي وويل، چې نوموړي چارواکي يې له دندو ګوښه، ټولې اخيستل شوي پيسې به د دولت بوديجې ته سپاري او ترڅنګ يې مستوفي محمد ظاهر وفا ته شپږ کاله او د کرنې رييس  حمیدالله توخی ته ٧ کاله د بند سزا واوروله 
قضاوتوال کنړي وړاندې وويل چې نوموړی حکم قطعي ندی ياد چارواکي کولای شي مرافعې ته مراجعه وکړي
د يادولو ده چې د ولسمشر حامد کرزي د ۴۵ ګڼې صادر شوي فرمان له مخې د اداري فساد او د ځمکو د غاصبينو پر وړاندې ددې ولايت مقام لخوا يوې ګډې کاري کميټې ته دنده سپارل شوي تر څو د دوی پر وړاندې کوټلي ګامونه واخلي