د پکتیکا په زېړوک ولسوالۍ کې د يوه توغندي لګېدو له امله د يوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه ماشومان ټپیان شوي

 د پکتیکا په زېړوک ولسوالۍ کې د يوه توغندي لګېدو له امله د يوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه ماشومان ټپیان شوي، او په همدې حال د سروضې په ولسوالۍ کې د ملي پوليسو او ملي اردو لخوا ۷ حلقې ماينونه کشف او شنډ کړل شول
پکتیکا ولایت مقام رسنیو دفتر                     خبرپاڼه
۱۳۹۱کال د زمري ۸ مه
 افغانستان – پکتيکا: نن غرمه مهال د هېواد او سولې دښمنانو لخوا يو توغول توغندي شوی، چې د پکتيکا ولايت زېړوک ولسوالۍ د سرې ميدان په سيمه د ملکي کسانو په يوه کور يا استوکنځي لګېدلی او له امله يې څلور ماشومان او يوه مېرمن ټپي شوي ټپيان سملاسي د ملي پوليسو لخوا د ایساف په چورلکو کې څېرمه اورګون ولسوالۍ د ايساف روغتيايي مرکز ته د درملنې په موخه لېږدول شوي، د لومړنيو راپورونو پر اساس د ژوبل شويو ملکي وګړو روغتيايی حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی، توغول شوی توغندی هغه مهال په يوه کور ولکېده چې وسلوالو مخالفينو غوښتل په سيمه کې افغان امنيتي ځواکونه په نښه کړي
د پکتيکا والي محب الله صمیم د ملکي هېوادوالو په تيره بيا د ښځو او ماشومانو ټپي کيدل په سختو ټکو غندلي او دا کار يې د سولې او هېواد د دښمنانو بللی دی، په سيمه کې د وسلوالو مخالفينو د نيول هڅې پيل شوي دي چې ياد توغندی يې توغولی او پنځه تنه ملکي وکړي يې ټپيان کړي
بلخوا د اورګون او سروضې ولسوالۍ پر لاره ۴ ناچاودي ماينونه او همداشان د سروضې ولسوالۍ په مارزکو کلي کې ۳ ناچاودي ماينونه ددې ولايت د ملي پوليسو لخوا کشف او د ملي اردو د انجينرۍ ټيم په تخنيکي مرسته شنډ کړل شول، ويل کيږي چې په دې کار سره په سيمه کې يو ځل بيا د ملکي وګړو د شهادت او ټپي کيدو مخه ونيول شوه