چارواکي: پکتيکا وﻻيت کې د اژدها عملياتو په لړ کې يولس تنه وژل شوي

  په پكتيكا كې د ملي اردو چارواكي وايي چې د دغه ولايت په بېلابېلوسميوكې يې د اژدها په نوم د پيل شويو عملياتو په لړكې يې تېره شپه د دولت يولس تنه وسله والو مخالفين وژلي او څلور تنه شكمن كسان يې نيولي دي.
ځايي چارواكي وايي چې تر دې دمه د اژدها عملياتو په اوږدو كې ترسلو وسله وال وژل شوي او يوشمېر شكمن نيول شوي دي.  د چارواكوپه ويناتراوسه د دوى سرتېرو ته كوم زيان نه دى رسيدلى، خو د دولت وسله والو مخالفينوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
څه موده كيږي چې د پكتيكاولايت په بېلابېلوسيموكې د اژدها په نوم پلټونكي عمليات پيل  شوي، په جنوب ختيځ زون كې  دوه سوه درې تندرقول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې تېره شپه د دويمې پلي لوا دويم کنډک د پکتيکاپه برمل ولسوالۍ كې ګډعمليات کړی او په پايله كې يې څلور تنه وسله وال وژل شوي او يوټپي دى، همداشان د همدې ولسوالۍ په بله سيمه كې د بهرنيوځواکونولخوا په هوايي بريدكې اوه تنه وسلوال وژل شوي اوڅلور شکمن كسان هم نيول شوي دي.
په پكتيكاكې د ملي اردو قوماندان  بريدجنرال زمرى وايي چې د عملياتو په لړ كې يې تراوسه ترسلو پورې وسله وال وژلي، ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې نيولي يوشمېر هغه ماينونه يې شنډ كړي چې په لارو كې ځاى پرځاى شوي وو، دى زياتوي چې د دې وسله والوډېره برخه يې څو ورځې وړاندې د ارګون ولسوالۍ د شيخانوپه سيمه او ګيان ولسوالۍ كې وژل شوي دي.
تراوسه د دې ټولو پېښو په اړه وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي خو د هغوى يوتن وياند ذبيح الله مجاهد ادعاكوي چې په پكتيكاكې يې د څو ورځوپه لړكې د بېلابېلو بريدنوپه پايله كې ګڼ افغان او بهرني سرتيري وژلي او يو شينكوك هليكوپتريې راغورځولى دى، خو ياده دې وي چې دا ادعاوې افغان او بهرنيوځواكونو نه دي تايدكړي.