د پکتيکا قومي مشرانو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد له پروسې ملاتړ وکړ


 د پکتيکا قومي مشرانو له نړيوالو سوله ساتو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد له پروسې ملاتړ وکړ، د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد کمسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی وايي ددې ولايت امنيتي وضعيت له پخوا ښه شوي او پکې د واک لېږد لپاره زمينه برابره ده، په همدې حال د پکتيکا والي محب الله صمیم وايي امنيتي ځواکونو یې چمتو دي تر څو د مرکز ښرنې او څلورو ولسواليو امنيتي مسؤوليت پر غاړه واخلي


 


له نړيوالو سوله ساتو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد کمسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د يوه پلاوي په ملتيا د پکتيکا ولايت امنيتي حالت د ارزونې  او سلا مشورو په موخه جوړه شوي غونډه کې ددې ولايت والي محب الله صمیم، امنيتي مسؤولينو، نورو دولتي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو له غړو سره ليده کاته ترسره کړل
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد له پروسې د خپل ملاتړ ترڅنګ وويل که چیرې زمونږ امنيتي ځواکونه ښه سمبال شي بې له شکه چې دوي د خپلې خاورې او هيواد د ساتلو توان لري، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو له اوسني امنيتي حالت او د بیارغوني له روان بهيره خوښي وښوده او پکتيکا ولايت ته یې د ځانګړي پاملرنې غوښتنه وکړه
قومي مشر............................................................................
افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد کمسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د پکتيکا ولايت امنيتي وضعيت ښه وباله او زياته یې کړه چې دا مهال په پکتيکا کې د ولسونو په مرسته د امنيتي مسؤولينو د لېږد ښه زمينه برابره شوي
افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتو د لېږد کمسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزی.......
د پکتيکا والي محب الله صمیم په دې ولايت کې د ډاډمن امنيت لاملونه ښه همغږي او د ولسونو مرسته ياده کړه، صمیم وويل دا چې افغان ځواکونو ته د لېږ پروسه يوه ملي او پلي کيدونکي پروسه ده ، که چیرې پکتيکا ولايت د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد پروسې دريم پړاو ته ورګډ شي، زمونږ امنیتي ځواکونو چمتو دي تر څو د مرکز ښرنې او څلورو نورو ولسواليو امنيتي مسؤوليتونه په غاړه واخلي، صميم د مرکز ښرنې لپاره د پوليسو د دوو امنيتي حوزو، د وازيخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو د لارې د امنيت ساتلو لپاره د امنيتي ځواکونو د تشکيل زياتېدو غوښتنه وکړه