
طبیبه پریږده داځل نه جوړیږم
رنځوردعشق، په درمل نه جوړیږم
ژوند یې کړه غوټه زماله ژونده سره
په ځار،قربان ،تش خندل نه جوړیږم
ګل یم خو باد د بیلتانه وهلی
سنګاردیارد اوربل نه جوړیږم
ښه غږکوه ،بس هریونازبه دې وړم
په زور اوځواک په وهل نه جوړیږم
دتنکوهیلوپردرمند چې ګرځي
موږی دهسې غوبل نه جوړیږم
دژونداومرګ توپیرکولی شم اوس
دچاپه ویلوپاګل نه جوړیږم
په توروشپوکې بې منزله روان
کاڼه ، ړانده بهیرمل نه جوړیږم
لکه داور چې سوزي وچ اولنده
(منتظر) ښه یم، اتل نه جوړیږم
17/04/2012
جلال اباد