
لكه خپل نوم لویدلی ستا د خولې له بامه یمه
ځکه ناهیلی د ژوندون له هره ګامه یمه
وشې مودې د خپل زړګي دمحبت جومات کې
ددرد لمانځه کې بې جانانه بې امامه یمه
پوښتې مې څه ګرانې چې شعر څه وي شاعر څنګه شوې؟
ډیر متاثر د تورو څڼو له ماښامه یمه
ژوند لکه شین فصل ریبي خو ماتې نه قبلوي
پام کوه دنګه! زه یوڅوک له هغه قامه یمه
جلانه ! اوس مې د لاس سور دسمال ښکاره ګرځوه
اوس په همزولو کې د ستا په نوم بدنامه یمه
سیدجیلاني جلان