
ستورو له روڼ لمره رڼا واخيسته
کاڼو له مرمره رڼا واخيسته
یاره شراري یې شرارت کوې
سترګو دي له شره رڼا واخيسته
اې! ده ادام زاد په لاس ټوپکه نن
بیا له کوم ګودره رڼا واخيسته
ټګه زمانه مې ولا وليده
بل څراغ له بله رڼا واخيسته
کړې يې په مړوند کې دواړه لاسه وچ
چا چې له کابله رڼا واخيسته
ولې بې وزرې رڼا نه کوي
زاڼو له سپین غره رڼا واخيسته
سترګو رپولو ته مو نه پرېږدي
دوۍ زموږ له سره رڼا واخيسته