کابله ځنګه درشم-نظم

خواږه یاران رانه په وار وار پوښتي
چې کابل جان ته ته راځې ولې نه
د پردیسۍخزان وهلی روح دې
ددې ګلشن په باد مینځې ولې نه
 
دوی مهربان دي لوریېنه لري
زه هم ډیر ستړی یم منزل لټوم
لکه ورک وری له موره ګرځم پسې
دهر یو ښار غیږ کې کابل لټوم
 
خو ورته وایم چوپه خوله به څه کړم
خوږه پښتو به مې کنځله ګڼي
انګریزي سوټ به اغوستلی نه شم
خړه جامه به مې شډله ګڼي
 
رانه هویت به په خپل کور کې پوښتي
په هره لار به قاتلان ولاړ وي
بوی به ترې راشي دافغان دوینو
لا به په سروغوښو لیوان ولاړ وي
 
ما خوپه بل شان وو کابل لیدلی
ها دمسکا او محبت ټا ټوبی
خدایزده د چا نظرایري ایري  کړو
 هاغه دپوهې اواهلیت ټاټوبی
 
اوس پرې راټول دي دنړۍ ټپوسان
له  شملورونه خالي  پاتي ده
ها په اسیا کې دبازانو ځاله
له سترګورو نه خالي  پاتي ده  
 
دې انقلاب ځپلي ښار ته چې ځې
په زورواکۍ به چارواکۍ ته رسې
لا س به دې ښه له خپلواکۍ نه مینځې
ځان به پلورې بیا به څوکۍ ته رسې
 
داسې بدل شوغل يې مول نه وهي
ګرځي په سوټ یا په پوځي جاموکې
اوس تښتونکې بندیان غره ته نه وړي
اوس يې ساتي د وزارت کوټوکې
 
نه چوپ کیدی شم نه ناندرۍ وهلی
د تجاوز له وکیلانو سره
ساده سړی یم معامله نه شم کړی
دواکدارۍ له مداریانو سره
 
 نو ای ملګرو دې مقتل نه ځم
چې چیرته  کونډه چیرته وینم بوره
څوک په صلیب د جمهوریت ځوړند دي
دچا سر غوځ دی د جهاد په توره
 
ډیر معذورت غواړم در تللی نه شم
دا دوحشت ځنګل زغملی نه شم
د قام د لوټ تماشه نه شم لیدی
لغړ بدن نور ویلولی نه شم
 
 
 ډاکتر حسن