
د فروغ فرخزاد د مڼې نومي شعر ژباړه
ژباړه : فريد نوښت
مڼه
د دېوال څنډې ته ولاړ ومه
... موسکۍ شوم
درته
زه پوهېدم چې
تا په څومره وېره
د همسایه له باغه سېب غلا کړ
په ډېره بېړه زما پلار ستا پسې منډې کړلې
خو ته لا نه پوهېدې
د ګاونډي د باغ باغوان
زما سپېن ږېری پلار وو
د دېوال څنډې ته ولاړ ومه
موسکۍ شوم درته
مخکې له دې چې ستا د مینې ځواب
ستا ښکلې زړه ته په اخلاص درکړم
راته نږدې شوې
سیب دې ماته راکړ
خو زما د پلار وېره له ورایه
را څرګنده شوله ستا په سترګو
او ستا د سترګو ویرې
زما لاسونه په لرزه واچول
ستا په خولګۍ کپ وهل شوی ښکلی سیب
رانه په ځمکه ولوېد
زړه مې وې پرې ېې ږده نور
ځکه چې زړه مې دا هرګز نه غوښتل
چې ستا له اوښکو نه د ډکو سترګو ترېوه غرېوناکه ژړا
زما د غمجنې حافظې د درد مضمون وګرځي
ما درنه مخ واړوه
او درنه وکوچېدم
زه پوهېدم
چې
زما موسکا
او ستا د منډو تلوسې
د یو سپېڅلي مېني رنګ نېولی
دا دی کلونه تېر شول
خو لا تراوسه
ستا د ښکلو سترګو
د بغض د وېرې د حیرت کاته
آرام آرام زما ماغزه ځوروي
او زه تراوسه پورې
بس په همدې جمله کې فکر کوم
چې خدایه څه به کېدو
که زمونږ د کور د ګاونډې باغچې مڼې نه درلود
١٣٩٠ جوزا ٩
جلال اباد – صفا راډيو