
شاته سيند ، مخ ته دې غر دى لارويه
دا په کوم لور دې سفر دى لارويه
دلته نشته دي خاموشه صحراګانې
ژوند خو نوم دشور او شر دى لارويه
دټپي روح په جونګړه کې مې تم شه
نور ماښام شو نور خطر دى لارويه
دفريب له سرابونو نه راتېر شوې
دا داوښکو سمندر دى لارويه
هغه ټول جهان ته خاندي چې اوده شې
تش له تانه مرور دى لارويه
دتقدير څلى دې مه وله په کاڼو
هر ګوزار دې په خپل سر دى
لارويه
له خپل سوي درده ولې شکايت کړې ؟
دا دمينې پيغمبر دى لارويه
رابهر شه ، دځنګل ګلونه هېر کړه
لمر له دې تيارو بهر دى
لارويه
ژاړه ژاړه ( رحماني ) دې
راژوندى کړه
ستا په چيغو کې اثر دى لارويه