ويبپاڼه : فهیم غواړي چې د هیوادراتلونکې ولسمشر شي

 \"\"
د ولسمشر لمړې مرستیال محمد قسیم فهیم غواړي د حامد کرزي سره د روسيې د پوتين او مدودیف تر منځ د شوې تفاهم په څیرد معاملې په پایله کې د هیواد ولسمشري تر لاسه کړي.
فهیم ته نږدې سرچینې وايی چې کرزې خو د موجود قانون له مخې نشي کولائ چې ځان د دریم ځل لپاره کاندید کړي او دا ځل حق هم د فهیم جوړیږي ځکه چې مخکې یی د ښاغلي کرزي څخه ملاتړ کړئ. نو اوس باید چې د ده (فهیم) څخه ملاتړ وشي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخې یو څوک نشي کولائ د دریم ځل لپاره په پرله پسې توګه ولسمشر شي. خو اوس فهیم غواړي چې کرزې یی د ولسمشرې په راتلونکيو ټاکنوکې د ولسمشر په توګه ملاتړ وکړي او یوه دوره ولسمشري وکړي. وروسته چې خپله موده يې پوره کړه نو ښاغلي کرزي ته به یو واربیا د ولسمشرۍ زمینه برابره کړي او هم به ترې ملاتړ وکړي.
که دا معامله ترسره شي چې احتمال يي ډیر کم تر سترګو کیږي نو فهیم دا هم منلې چې مرستیالان دې هم ورته کرزې وټاکي چې مالومه نده څوک به وي؟
سره لدې چې د پخواني نظارشورا او د رباني د مرګه وروسته بې سرنوشته جمعیت ګوند په سریو شمیر اختلافاتو  فهیم  د یو لړداخلي ستونځو سره مخ کړې خو نوموړي  چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرې په ټاکنوکې د پښتنو پيکه ګډون او بیا د پښتني سیمو څخه د کرزي (د تیرو ټاکنو په پرتله) د کمو رایو ستره وجه د دې ښاغلي د مرستیال په توګه ټاکل وو نو که ددې سره هم ولسمشر دغه رنګ معاملې کوي نو د پښتنو نه خو دې لاس پریمنځي.
 



تبصرې

تبصرې نشته

خپله تبصره مو ولیکئ

  • ټګونه

تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!

د لیکوال نورې لیکنې
news
سیمه او نړۍ

جو بایډن: بي شرطه ځواکونه اوباسم!

Loading...