دطالبانو جهادي لايحه يا نوی فرمان

« صبح به خير افغانستان » له سويسۍ ورځپاڼې « دي وېلت واچ » څخه د طالبانو دنوي فرمان تر عنوان لاندې يو مطلب ژباړلی دی . پدغه مطلب کې دطالبانو هغه نوی فرمان خپور شوی چې سږکال دروژې په مياشت کې صادر شوی . پدغه فرمان کې طالبانو ته ددوی دجهادي کړووړو په اړه لارښوونې راغلي دي .
دفرمان سرليک پدې توګه دی : « دافغانستان داسلامي امارت دمشرتابه مقام له خوا ومجاهدينو ته جهادي لايحه » .
دفرمان په لومړۍ ماده کې طالب قوماندانانو ته اجازه ورکړل شوې ، هغه افغانان چې له کفارو څخه ملاتړ کوي رښتيني اسلام ته دعوت کړي . په بله ماده کې راغلي ، که چېرې کافران دعوت ومني او اسلام ته راوګرځي نو سر اومال يې خوندي دی او که مخالفت يې وکړ او يا له کفارو سره دمرستې تور ورباندې ولګېد نو بايد دطالبانو دمحکمې حکم ورباندې تطبيق شي .
په يوه بله ماده کې حکم شوی ، که چېرې کوم بهرنی وګړی دطالبانو لاسته ورشي دوی اجازه نه لري هغه دپيسو په وړاندې او يا دنورو اسيرانو په تبادله کې خوشی کړي . فرمان پدې برخه کې چې له بهرني سره څه ډول چلند وشي توضيحات نه دي ورکړي .
په فرمان کې راغلي ، چې هېڅ طالب قوماندان اجازه نه لري له کوم غير دولتي سازمان يا انجيو سره تړون لاسليک کړي او يا مالي مرسته ترې واخلي ، پدې برخه کې يوازې دطالبانو عالي شوری دپرېکړې حق لري .
دفرمان په 24 ماده کې له ښوونکو سره دچلند په اړه ويل شوي ، چې په لاسپوڅي حکومت کې دښوونکي په توګه کارکول منع دي ، ځکه چې پدې ډول سره دکافرانو رژيم پياوړی کيږي . ښوونکي ته لومړی بايد اخطار ورکړ شي چې له کاره لاس واخلي ، که لاس يې وانخېست بايد ووهل شي او که بيا يې هم کارته دوام ورکړ نو دولسوالۍ طالب قوماندان حق لري هغه ووژني . همداراز په يوه بله ماده کې راغلي ، که چېرې ښوونځی ددوی له ګواښ سربېره بياهم ونه تړل شو، بايد وسوځول شي .
جها ي لايحه وايي ، چې هغه مؤسسې او انجيو ګانې چې دکفارو تر قوانينو لاندې افغانستان ته راځي بايد دحکومت په څېر چلند ورسره وشي ، ځکه دغه مؤسسې چې ظاهراُ له خلکوسره دمرستې په نامه راځي په حقيقت کې له رژيم سره مرسته کوي . فرمان وايي ، چې دوی به دانجيو ګانو هېڅ ډول کارونه لکه دسړکونو ، پلونو ، کلينيکونو او يا ښوونځيو جوړول ونه زغمي .
سويسۍ ورځپاڼه ليکې ، چې دغه فرمان د2006 ع کال دروژې په مياشت کې دطالبانو دعالي شوری په هغه غونډه کې چې 33 تنه پکې ناست وو ، صادر شوی دی .