مسکو افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوف او مرمۍ ورکوي.

مسکو افغانستان ته ۱۰ زره کلاشینکوف او مرمۍ ورکوي.



 
در وسیې بهرنیو چارو وزارت وايي: مسکو به  په راتلونکې جنورۍ میاشت کې افغان امنیتي ځواکونو ته ۱۰ زره کلاشینکوف او مرمۍ ولیږدوي.
افغانستان ته دولسمشر ولادیمیر بوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي: دروسیې له اړخه دوسلوورکول په افغانستان کې له امنیتي وضعیت سره مرسته کول دي، د روسیې امنیتي ارګانونه  دافغان لوري ورته نورې غوښتنې ارزوي. نوموړی زیاتوي:  کابل ته د ۱۰ زره کلاشینکوف او ممهماتو ورکولو موضوع ارزول شوې ده، موږ اوس له افغانستان سره په دې خبرې اترې کوو، چې پر افغان امنیتي ځواکونو دالوتکو ځینې پرزې وپلورو.
کابلوف وايي: روسیه اوسمهال  له افغانستان سره څو اړخیزه مرستې کوي، چې دا هېواد باثبات او پر ځان بسیا شي، له ترهګرۍ او مخدراتو څخه پاک شي، له حکومت سره مرسته کوو، چې خپلې ملي موخې تر لاسه کړي، که دطالبانو ګټې دحکومت له هغې سره په ټکر کې نه وي  موږ به  په امنیت شورا کې دا خبره راپورته کړو، چې پر طالبانو بندیزونه یو څه راکم کړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top