خوست کې د توغندي لګيدو له امله د يوې كورنۍ پنځلسو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

خوست کې د توغندي لګيدو له امله د يوې كورنۍ پنځلسو كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده



 
د خوست ولايت په باك ولسوالۍ كې پر يوه كور توغندى لګيدلى چې له امله يې دوه ځوانان او دوې ميرمنې وژل شوي او د ښځو په ګډون يولس نور ټپيان دي.
د باك ولسوال عبدالحى وايي چې د دوشنبې په شپه دولس بجې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ توغندى توغولى چې پر يو كور راپريوتى دى، د ده په خبره چې په وژل شويو كې دوې ميرمنې دوه ځوانان چې يو يې دولسم ټولګي زده كوونكى هم و او په ټپيانو كې د ميرمنواو سړيو ترڅنګ  ماشومان هم شتون لري  ولسوال وايي چې ځينې ټپيان برسيرن دي خو يو څو نور يې سخت ټپيان دي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد دا نه مني چې توغندى دوى ويشتلى دى.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top