داعش په افغانستان او پاکستان کې د پراختيا هڅې پيل کړي

داعش په افغانستان او پاکستان کې د پراختيا هڅې پيل کړي



 
په پېښور او د  خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو ښارونو او همداراز د افغانستان په يو شمېر سرحدي ولايتونو کې داسې پاڼې خپرې شوې چې د اسلامي حکومت ( داعش) لپاره تبليغات کوي. دغه تبليغاتي پاڼې په دري او پښتو ژبو دي او سرليک يا نوم يې فتح دی. پاڼې د مهاجرينو په کمپونو کې او همداراز خبريالانو ته وېشل شوې دي. د پاڼو خپروونکی اسلامي حکومت ښودل شوی، په لوګو کې د کلاشينکوف انځور دی او له خلکو غوښتنه شوې چې د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره مبارزه وکړي.
د دې تر څنګ په خيبر پښتونخوا کې پر يو شمېر موټرو باندې د اسلامي دولت پوسترونه لګېدلي او ورسره د يو شمېر ښوونځيو پر دېوالونو هم د اسلامي دولت شعارونه ليکل شوي دي.
 

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top