په خوست ولايت كې د هلكانوترڅنګ د نجونو زده كړو ته د خلكو پاملرنه ډېره زياته شوې

په خوست ولايت كې د هلكانوترڅنګ د نجونو زده كړو ته د خلكو پاملرنه ډېره زياته شوې



په خوست ولايت كې د هلكانوترڅنګ د نجونو زده كړو ته د خلكو پاملرنه ډېره زياته شوې او اوس  له يوې مدرسې دوې دورې ښځينه ديني عالمانې فارغې او د لوى دورې وياړ يې په برخه شو،  د خوست د يني علمان وايي چې د هيواد په تاريخ كې دا  لومړي ځل دى چې په خوست كې نجونې د ديني علم دغې كچې ته رسيږي، په دغه ډول مدرسو كې نجونو ته عصري علوم هم ور ښودل كيږي.
اوس په خوست كې د نارينه او ښځينه ښوونځيو ترڅنګ ګڼ شمېر ديني مدرسې هم جوړې شوې چې نجونو ته پكې پر ديني زده كړو او د قرانكريم پرحفظ سربېره عصري علوم او ژبې هم تدريس كيږي، د نجونو د يوې ديني مدرسې مسوول مولوى محمدنعيم وايي چې دوى زرنجونې زده كوونكې لري، ده زياته كړه چې په نورو سيموكې به نجونو د قرانكريم حفظ كړى وي خود افغانستان په تاريخ كې يواځې په خوست كې نجونې په ديني برخه كې تر لوى دورې  ورسيدې.
د عايشه صديقه مدرسه چې د خوست ديني عالمان يې د ښځينه مدرسو د مور په نوم ياده وي، يواستاد مولوى عبدالرحيم بلالي وايي چې اوس به نورو نجونوته ديني زده كړې ځكه اسانه شي چې نوربه د ښځينه ديني عالمانو لخوا درس وركول كيږي.
دغه ديني مدرسې چې د فيس په بدل كې زده كړې پكې كيږي پر ديني زده كړو سربېره د قرانكريم د حفظ څانګې هم لري.
د مدرسو ډېرې چارې د سيمې خلكوپه چندو او د مدرسې مسوولينو په هڅو پيل او راون دى، كه څه هم ډېرې اسانتياوې لري، خوتر ټولو لويه ستونزه يې د ودانيواو ليليې نه شتون دى، ځكه د ليرو پرتو سيموخلك هم غواړي چې نجونې يې دا ډول زده كړې وكړي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top