خبره استاد روهي اړيكي ارشيف
د ورځې تودې خبرې او تازه خبرونه   په خوست کې به ټاکنې په خوندي امنيت کې تر سره شي    په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي    امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي    په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو    د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي    بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې    د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي    د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ    د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه .    په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى.    دا يران د بهرنيو چارو وزير اولسمشز کرزي سره وکتل    د بريتانيا استازې استغفا وکړه    امريکا افغانستان ته نور سرتېري نه راليږي.    په هنګو کې د پوليسو مشر ووژل شو    د کوهاټ په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۰۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي    په خوست كې د ملي اردو چارواكي وايي چې د دغه ولايت په صبريو ولسوالۍ كې يې په دوو جلاجلا پېښوكې شپږ وسله وال طالبان او اووه تنه سړي تښتونكي نيولي دي    د کابل د جمهوریت روغتون په نوې جوړه شوې ودانې کې به د اغا خان فوندیشن په مرسته پرمختللی او تخصصي روغتون جوړ شي .    ايران د هرامريکايي سرتېري د وژلو پرسر طالبانو ته زر ډالره انعام ورکوي    جاپانی خبريال: زما تښتوونکي فاسد سرتېري وو    برنادر کوچنر : خوشحاله به شم که په سنګسار محکومې شوې ایرانۍ ښځې لپاره څه وکړای شم !  
کانديداکادميسين سرمحقق محمدصديق روهي
د استاد محمد صديق روهي په هكله لنډ معلومات

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه    -    داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي!
 

محمد صديق روهي څوک و؟
خدای بخښلی محمد صديق روهي د محمد حسين خان زوی په کال ١٣١٣ ل. ل. کې د خوست وﻻيت مرکز د حيدرخېلو د سموات په کلي کې نړۍ ته سترګې سپړلې او ﻻ ماشوم و چې د ورور او خونيدو سره يو ځای د مور، پلار له مينې بې برخې شوی و.

لومړنۍ زده کړې يې د وخت د اسماعيل خېلو او مندوزويو په لومړني ښوونځي ( اوسنی سړبن ليسه) کې، منځنۍ زړه کړه يې د کابل په دارالمعلمين او په کال ١٣٢٧ ل. ل. کې کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه فاروغ شوی و. د ١٣٤٧ ل. ل. په وروستيو کې د لبنان د بېروت په پوهنتون کې شامل او همدلته يې د ماستري دوره په پوره بري بشپړه کړې وه.
ارواښاد روهي د خپل علمي- فرهنګي او ادبي ژوند په خورا لنډه موده کې د دارالمعلمين او پوهنتون د استاد، د بېلا بېلو، نشراتي ارګانو (مجلو) د مسوول چلوونکي، د بېلو بېلو علمي – فرهنګي مرکزونو د مشر او رئيس، د وخت د پښتو ټولنې (اوسنی د افغانستان د علومو اکاډمي) د مرستيال او رئيس او د خوشحال د فرهنګي ټولنې د مشر په توګه هېواد او هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمتونه کړي دي.
خدای بښلي روهي د يوه علمي، فرهنګي او ادبي شخصيت په توګه په ډېرو ژبو پوهېده او په دوو رسمي ژبو (پښتو، دري) يی زياتې علمي، ادبي او ميتوديکي مقالې او اثار ليکلي دي چې د ځېنويې په ﻻندې ډول يادونه کوو:
١ – د څېړنې ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ
٢- پښتو په بېلګه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ
٣- ادبي څېړنې - پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ
٤- د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ
٥- د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ
٦- پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ
٧- فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ
٨- د روښاني غورځنګ ماهيت – نا چاپ
٩- د دوولسم ټولګي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ
١٠- شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ
١١- جنګ داخلی افغانستان چګونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور چاپ
١٢- رنګين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ
له نېکه مرغه اوسمهال په خوست کې د يو شمېر وتلو فرهنګي ځوانانو په زيار اونوښت د محمد صديق روهي فرهنګي ټولنه جوړه شوې ده . دې ټولنې که د يوې خوا د خپلو فرهنګي – ادبي ګټورو فعاليتونو په لړ کې د مرحوم روهي روح ښاد او نوم يې ژوندی ساتلی، دغه راز دا هيله هم شته چې د نوموړي ناچاپ شوي آٌثار به هم په خپله موقع خپاره کړي.
ارواښاد محمد صديق روهي سر بېره پر دې چې د سر محقق او کانديد اکادميسن لوړې علمي رتبې يې
در لودې، د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د ( کارمند شايسته فرهنګ) لقب هم تر ﻻسه کړی و.
نوموړی په ١٣٧١.ه.ش کال کې د علاج له پاره لومړۍ هند، بيا روسيې، اوکرائين او په پای کې جرمني ته ﻻړ او د ١٩٩٦م.کال د مۍ په مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله، بدبختانه په روغتون کې له وخته مخکې د نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه يې د هغه هېواد د مونشن ګلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه، وروسته د ﻻزمې موقع په برابريدو سره هېواد ته انتقال او په ډېر درناوي سره په خپله پلارڼۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه .
نوموړي منځمنۍ ونه، ساړه دماغ درلودل او پر شنډو به يې تل موسکا خواره وه.
اوس مهال سره له دی چې خدای بښلي زموږ سره په فزيکي لحاظ نه شته ، خو په معنوي لحاظ يې زموږ فرهنګي – ادبي ناستي تل تاوده ساتل دي.


د ده ياد تل پاتې او خاِِطرې يی نه هيريدونکې او هميشنۍ دي.
موږ د ستر رب (ج) پيدايښت يو او ستر رب (ج) ته به ورځو.
روح دې ښاد وي.
 

په خوست کې به ټاکنې په خوندي امنيت کې تر سره شي / حکيم بشارت
په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي / امين الله هوتک
امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي / امين الله هوتک
په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو / نوښت
د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي / زيږ اڅړ
بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې / زير اڅړ
د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي / سپينتمان
د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ / سپينتمان
د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه . / نوښت
په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى. / فضل قادر انډيوال
د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي / اسدالله جلال
د سپتمبر نهمه نېټه په هېواد کې د تعصب او ملي نفاق داتل مسعود د مړ يني نهمه کا ليزه ده / حميد راز
د علامه اقبال لاهوری طنزیه شعرونه / پوهنمل محمود نظری
جنګونه ودروۍ! /  حفیظ الله خالد
غزل / محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی
 
لومړۍ پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mdweyal@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af