ليكوال: زيږ اڅړ / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: زيږ اڅړ /
 

د کامرون د څرګندونو له امله د ((ای اس ای)) مشر انګلستان ته خپل سفر لغوه کړ

اسلام آباد
د پاکستان د څارګرې ادارې ((ای اس ای)) رييس په روانه اوونۍ کې انګلستان ته خپل سفر ، د انګلستان د لومړي وزير ډېوېډ کامرون د څرګندونو په احتجاج کې ، لغوه کړ .
د ((ډاون )) خبري رسنۍ د رپوټونو پر بنسټ ، ټاکل شوې په دې روانه اوونۍ کې د ((ای اس ای)) رييس احمدشجاع پاشا د خپلو همکارانو سره يو ځای انګلستان ته تللی وای او هلته يې له خپل سيال سره ليدلي وای خو په نوي ډهلي کې د کامرون د څرګندونو له امله يې خپل سفر لغوه کړ .
د انګلستان لومړي وزير ډېوېډ کامرون هند ته د خپل سفر په مهال ويلي و، چې پاکستان بايد له دوه ګوني سياست څخه لاس واخلي .
نوموړي پر پاکستان نيوکه کړې ، چې له يوې خوا په علني توګه په افغانستان کې د سولې د رامنځته کيدو څخه ملاتړ کوي او بيا په پټه وسله والو ډلو سره مرستې کوي . 

 

ورستي خبرونه ...

په پکتيکا ولايت کې يوې چاودنې شپږو زده کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې ده ...اسد الله نصرت
د افغانستان بانک وایي چمتو دی چې د کابل بانک د ستونزې د هواري لپاره دغه بانک ته پور ورکړي. ...نوښت
د سالنګ لاره د شپې له خوا تړل کیږي...نوښت
د کنړ ولایت د اسعد اباد روغتون ډاکټرانو د کار نه کولو اعتصاب کړی دی ....نوښت
یوسف اعتبار وایي مارشال فهیم ژوندی دی ....نوښت
د ولسمشرۍ دفتر:قسيم فهيم ژوندى دى....عزيزاتل
له امريکاڅخه د عراقي چارواکو د پوځي مرستې غوښتنه...عزيزاتل
اسراييلو ته د ايراني ولسمشر ګواښ......عزيزاتل
په هرات کې چاودیدونکي مواد نیول شوي دي ....نوښت
د جرمنۍ الوتکې لوېدو ٣٩تنو ته مرګ،ژوبله واړوله....عزيزاتل
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов