د پاکستان جمهور رييس آصف علي زرداري راتلونکې اوونۍ د يکشنبې په ورځ فرانسې ته په سفر روان دی .
د خبري رسنيو د رپوټونو له مخې په دغه څلور ورځني سفر کې به نوموړی د فرانسې له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د سيمې او نړيوالو مسايلو تر څنګ په د پاکستان د تجارتي مسايلو او اروپا ته د بازار موندلو پر مسايلو هم خبرې وشي . د يادولو وړ ده ، چې دا فرانسې ته د زرداري دوهم سفر دی .