ليكوال: پښتون يار / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: a /
 

په خيبر پښتونخواايالت کې سيلابونو لاهم زور اخيستى،د پښتونخوا او پنجاب ترمنځ لاره هم بنده ده.

په خيبر پښتونخواايالت کې سيلابونو لاهم زور اخيستى 

په خيبر پښتونخوا کې د سيلاونو زور مخ پر زياتېدو دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره يې لمن لا پسې پراخېږي، د دولتي چاراکيو په وينا تراوسه څلور سوه او اته تنه اوبو وړي، ګڼ شمېر لا درکه او په زرګونو تنه لا هم بند پاتې دي.

د دغو سيلاوونو له امله مخابراتي سيستم زيانمن شوي او د پېښور په ګډون په ټول ايالت کې د موبايل او لايني تيليفون تر څنګ انټرنېټ هم تر ډېره په ټپه درېدلي،چې له امله يې د پېښور او نورو ښارونو ترمنځ په اړيکو کې ستونزې رامنځته شوي.د دې ترڅنګ د لوېو لارو د زيانمنېدو له امله له ډيري سيمو سره ټرانسپورتي اړيکې پرې دي.

د وروستيو رپوټونو له مخې د اټک سيمې په اړوندو کې د سيلاوونو راوتو له لامله د پښتونخوا او او پنجاب ترمنځ لاره هم بنده ده.

د جمعې په ورځ تر ټولو زيات زيان د نوښار ولسوالۍ اړوندو ته اوښتې چې د وروستيو رپوټونو له مخې د ګڼ شمېر کورونو ترڅنګ د دغه ښار مرکزي روغتون او نورې دولتي ودانۍ هم په اوبو کې ډوبې شوي.

له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر جنرال اشفاق نديم د جمعې په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې که څه هم د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده خو ويې ويل، چې لاهم په زرګونو خلک په بېلابېلو سيمو کې بند پاتې دي او په وينا يې دولت يې خوندي ځايونو ته د رسولو په لړ کې ټولې هڅې په کار اچولي:

( دا مهال موږ له ډېرو چېلنجونو سره مخ يو، د خلکو ژغورل او خوندي ځايونوته رسول، هغوي ته د سرسوري او خوراک برابرول،د ناروغانو درملنه،په راتلونکي کې د لوېو لارو، برېښنا، ګاز او مخابراتي اړيکو بيا رغونه او د سيلاوونو له امله د احتمالي ناروغيو مخنيوي، چې بې له شکه د دغو سيلاونو له امله به ډول ډول ناروغۍ رامنځته کېږي.)


د هغه په وينا په دغو سيلاوونو کې په لسګونو زره کورونه نړېدلي چې څښتان يې د بيا ودانولو په برخه کې پراخو مالي مرستو ته اړتيا لري.

د رياض خان په نوم يو تن چې په وينا يې د نوښار په محب بانډۍ سيمه کې په يوه ديني مدرسه کې بند پاتې دى د تيليفون پر ليکه رسنيو ته داسې وويل:

(دلته په دې مدرسه کې اتلس سوه کسان بند پاتې يو اوبه مخ پر زياتېدو دي او دا مهال ټول د مدرسې په بام راټول شوي، هره خوا اوبه دي او د وتو هېڅ لار نه لرو، له موږ سره مرسته د عامو خلکو له وسه بهر خبره ده او که د ژغورنې دولتي ډلې زر تر زره راونه رسېږي نو دا مدرسه به هم ډېره زر ونړېږي.)

دلته په دې مدرسه کې اتلس سوه کسان بند پاتې يو اوبه مخ پر زياتېدو دي او دا مهال ټول د مدرسې په بام راټول شوي،هره خوا اوبه دي او د وتو هېڅ لار نه لرو، له موږ سره مرسته د عامو خلکو له وسه بهر خبره ده او که د ژغورنې دولتي ډلې زر تر زره راونه رسېږي نو دا مدرسه به هم ډېره زر ونړېږي، دى وايي د دغې سيمې په نژدې تولو جوماتونو او مدرسو کې په سلګونو تنه لاهم بندي پاتې دي.

وروسته له هغې چې د پښتونخوا حکومت د نړېوالو مرستو غوښتنه وکړه په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د دغه هېواد اووه هليکوپترونه پښتونخوا ته رسېدلي چې پنځو يې په سوات او دوو په نوښار کې د خلکو د ژغورنې چارې پيل کړي.

که څه هم د جمعې په ورځ د پېښور په ګډون په يوشمېر سيمو کې د باران ورښت درېدلي خو د هواپېژندنې ادارې په راتلوتکيو څلورويشتو ساعتونو کې د لا زورورو سيلاوونو وړاندوينه کړې.
 

ورستي خبرونه ...

په خوست کې به ټاکنې په خوندي امنيت کې تر سره شي...حکيم بشارت
په امريکا کې ساينسپوهان د سپټمبر د يولسمې د پېښې له اسرارو پرده پورته کوي...امين الله هوتک
امريکايي سرتيري د افغانانو پرېکړي غړي له ځان سره ساتي...امين الله هوتک
په کاپیسا کې د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د پریکړې په وړاندې لاریون وشو...نوښت
د بې پيلوټه الوتکو په دوه بريدونو کې 10 تنه وژل شوي...زيږ اڅړ
بلوچستان کې د سرو زرو د خرڅولو په يوه بازار کې چاودنه شوې...زير اڅړ
د بلخ والي عطامحمد نور زوی د خلکو د تښتولو چارې تر سره کوي...سپينتمان
د جنګساﻻر مسعود د وژنې په کليزه کې په کابل کې اړ و دوړ...سپينتمان
د امریکا د فلوریدا ایالت د یوې کلیسا د هغې پریکړې په اړه چې غواړي د قران کریم نسخي وسوځوي د ملګرو ملتونو ادارې هم خپله اندیښنه ښکاره کړه ....نوښت
په سعودي عربستان کې کوچنى اختر د جمعې او په پاکستان کې د شنبې په ورځ دى....فضل قادر انډيوال
بېرته شاته
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af    обложки для документов