ولسمشر باراک اوباما په ډاګه کړه ،چې دپخواني ولسمشر بیل کلنټن دلور واده ته نه دې بلل شوې اوباما له ABC تلویزون سره په مرکه کې ویلې دي : ماته په دې واده کې دګډون بلنه نه ده راکړل شوې زه دا انګیرم ،چې هیلري او بېل به غواړي ،چې د لور واده ېې ځانګړې مناسبت وي . اوباما زیاتوي : رښتیا ووایه ایا ته نه غواړې ،چې ستا د واده پروګرام ته دې دامریکا ولسمشر راشي ، واده ټول بلل شوې مېلمانه به پلټل کیږي او دډالیو ټولو بکسونه به د امنیتي ساتونکو له لورې په دقیقه توګه پلټل کیږي . دمېرمن کلنټن دلور واده به نن ترسره شي واده به دهډسون سیندګي پر څنډه ترسره شي او دمیلمنو دساتنې په موخه په زرګونه پولیس ګومارل شوې دي .