امريکايي چارواکي وايي چې دپټو مالوماتو دخپرولو مخه دې ونيول شي د امريکا د متحده ايالاتو دفاع وزير رابرت ګيتس ديوې خبري ناستې پرمهال وويل زيار باسي چې د دې مسلې په اړه پراخ او جدي څيړنې وکړي او له هغو کسانو سره قانوني چال چلند وکړي چې دا اسناد يي افشا کړي دي،نوموړي غوښتنه وکړه چې بايد ددغو پټو مالوماتو دخپرويدو مخه ونيول شي . څو ورځې وړاندې د ويکي ليکس موسسې د افغانستان د جګړې ياداشتونه- تر سرليک لاندې شاوخوا ۹۱ زره پټ اسناد افشا کړل. په دې اسنادو کې د افغانستان له وسله والو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (اى، اس اى) د ملاتړ په ګډون، مختلف راپورونه خپاره شوي دي.