که څه هم په دې وروستيو کې هغه رپوټونو د رسنيو له خوا په ډاګه شوي ، چې ښيي پاکستان له ترهګرو سره مرسته کوي او په افغانستان کې يې په ترهګريزو بريدونو کې ﻻس درلود ، خو بيا هم امريکا له پاکستان سره پوځي مرستې کوي . د يوه تازه خبر له مخې دپاکستان حکومتي سرچينو د دې خبر پخلی کړی ، چې له امريکا څخه يې د انرام ANRAAM توغنديو لومړۍ محموله تر ﻻسه کړه . دغه توغندي ، چې د منځني واټن دي او هوا نه هوا کې موخه ويشتلی شي . د يادولو وړ ده ، چې په سيمه کې د امريکا لخوا پاکستان سره د وسلو مرسته ، تاوتريخوالی نوره هم زياتوي او د هند او پاکستان تر منځ د وسلو جوړولو سيالي نوره هم زور اخلي .