 راتلوونکي پارلماني ټاکني به پرته له كوم خنډ نه په شفاف ډول ترسره شي
راتلوونکي پارلماني ټاکني به پرته له كوم خنډ نه په شفاف ډول ترسره شي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنوي
نوموړي خپلواك كميسيون وايي، چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته پوره تيارى لري او دغه انتخابات به پرته له كوم خنډ څخه په شفاف ډول ترسره شي.
په داسې حال كې چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره له دوو مياشتو څخه كم وخت پاتې دى او د كانديدانو انتخاباتي كمپاينونه هم ښه ګرم روان دي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د ولسي جرګې انتخابات به له كوم خنډ پرته او په راڼه ډول ترسره شي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كميسيون ريس فضل احمد معنوي چې له دغې دندې څخه يې سل ورځې پوره شوې دي د پنجشنبې په ورځ په كابل كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د كنفرانسونو د تالار د پرانيستې په غونډه كې وويل چې دغه كميسيون د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره پوره تيارى لري:
ورستي خبرونه ...
|