طالبانو په افغانستان کې مېشت امریکايي جنرال ډيويډ پټریوس د ملکي وګړو پر وژنه تورن کړ ، طالبانو فرانس پرېس ته ویلې دي : د جنرال یوازینۍ لاسته راوړنه دملکي وګړو وژنه ده په کار ده ،چې دېته دجګړې دنوې ستراتیژۍ په سترګه وکتل شي او دا دنوموړي نوی تکتیک دی ، میاشت وړاندې پټریوس افغانستان ته راغلی دی او ورسره جوخت دملکي وګړو وژنه بیا زیاته شوې ده . طالبان وايي په سنګین کې نوی تنه وژل شوې ټول ملکي وګړي دي او ترمنځ ېې هیڅ یو طالب نشته ، دامریکایانو دا چلند په افغانستان کې ددوی په وړاندې دخلکو کرکه راپاروي .