
طالبانو هالينډ ته مبارکي ورکړه!
وسله والو طالبانو هالينډ ته د هغې پريکړې هرکلى کړى چې وايي له راتلونکې يکشنبې ورځې څخه د پوځي هڅو د اعلان کړې مودې په پاى ته رسېدو سره يې خپل پوځيان له افغانستانه وباسي.
د طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي، د هالنډ فولکس کرانت ورځپاڼې ته ويلي چې د دوه زرو هالينډي سرتېرو له وتو چې ورسره په افغانستان کې د دې هېواد پوځي هڅې پاى ته رسيږي،خوښ دي او هالينډيانو ته يې مبارکي وايي.
هالينډ څلورکاله پخوا د ناټو تر چترلاندې په افغانستان کې خپلې پوځي هڅې پيل کړې وې چې پکې څلورويشت سرتېري يې وبايلل.
ورستي خبرونه ...