په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر د افغانستان په سويل کې په دوو جلا پېښو کې د دريو ناټو سرتيري د وژل کيدو خبر ورکړی وو خو د سرتيرو هويت يې نه و په ډاګه کړی. دغه سرتيري ، چې تيره ورځ د سرک غاړې د بمونو د چاودنی له امله وژل شوي وو ، اوس يې هويت په ډاګه شوی او امريکايان وو. د خبري رسنيو د رپوټونو له مخې له هغه مهاله ، چې امريکايي ځواکونو په 2001 ز کال کې پر افغانستان يرغل وکړ، د جوﻻی مياشت د دوی لپاره تر ټولو خونړۍ مياشت وه . په دې مياشت کې تر اوسه 63 تنه امريکايي سرتيري وژل شوي دي . د پاملرنې وړه ده ، چې سږ کال د بهرنيو ځواکونو لپاره په افغانستان کې خونړی کال و او په دغه کال کې تر دې مهاله 408 تنه وژل شوي دي .