ليكوال: اسماعيل خان / نېټه: 31.07.2010 / خپرونكئ: سپينتمان /
 

الكوزى، په بلخ كې د پښتون ضد نوماند په چوپړ كې

اسماعيل خان

لا يې د پوره نوم څخه هم خبر نه يم، خو په دې پوه يم، چې الكوزى په هېواد كې د يو سترې نړيوالې سوداګريزې كمپنۍ نوم دى. كله چې به مې دغه نوم واورېد؛ نو خوښ به شوم، چې پښتانه په دې برباد وخت كې داسې څوك هم لري، چې په نړيواله كچه د يوې سترې سوداګريزې كمپنۍ ملكيت يې په لاس كې وي. لږ تر لږه؛ خو به يې د خپلې سوداګريزې ګټې پر لاره پښتنو ته هم ګټه ورسېږي؛ خو داسې نه وه. زړه مې هغه وخت لا پسې درد وكړ، چې درې ورځې وړاندې د يو رسمي سفر په ترڅ كې له كابله مزارشريف ته تللى وم او هلته مې د الكوزي څلور لارې د څلي پر څلورو خواښوو د يو داسې نوماند د ولسي جرګې د ټاكنيز كمپاين تصوير تر سترګو شو، چې پښتون ضد فكر لري.
لومړۍ خو دا تصوير راته بابيزه او د ښاغلي الكوزي يوه وړه غوندې سهوه ښكاره شوه؛خو چې كله خبر شوم، چې ښاغلي الكوزي په بلخ ولايت كې د همدې نوماند تر ډېره ځايه مالي ملاتړ كړى؛ نو خپه شوم.
 

 

بلخ د هېواد له هغو ولايتونو څخه دى، چې ګڼ شمېر قومونه پكې ميشت دي. دغلته د ولسي جرګې او ولايتو شوراګانو د ټاكنو پر مهال هر قوم هڅه كوي، چې خپل استازي يادو جرګو ته واستوي؛ خو دلته داسې خلك واكمن دي، چې په بېلا بېلو لارو د ځينو پښتنو د كمزوريو څخه د ګټې اخيستنې له مخې، د دې ستر ملت د استازو پر مخ هغه ټولې دروازې بندوي، چې تر ولسي جرګې رسېږي.
نو په داسې يو حالت كې بايد د ځينو هغو پښتنو نوماندانو سره مرسته وشي، چې ولس ازمويلې وي او ولسي جرګې ته د رښيتني استازيتوب په موخه تلل غواړي.
الكوزي صيب كه د كوم نوماند سره مالي ملاتړ كوه؛ نو لومړى حق پرې د پښتنو و، چې په بلخ كې يې يو پښتون نوماند سره مرسته كړې واى، خو دې ښاغلي محمد فرهاد عظيمي په نوم د يو تاجك نوماند مالي ملاتړ كړى، چې نه يوازې پښتون ضد فكر لري، بلكې افغانستان ضد انسان دى.
كله چې د نوموړي د كمپاين تصويرونو ته ځير شوم؛ نو د ولسي جرګې پر ځاى پكې ((مجلس نمايندګان))ليكلى و، چې په ټوله مانا دغه توري هغه كسان كاروي، چې فكر يې د دې ستر هېواد د خلكو له فكر سره سمون نه خوري.
فرهاد عظيمي د بلخ پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد و، چې د ولايتي شورا د لومړۍ دورې د ټاكنو له برياليتوب څخه وروسته عملا د سياست ډګر ته راننوت.
دى پنځه كاله د همدې شورا ريس و، چې په دې دوره كې يې ځان ولسي جرګې ته ونوماوه.
د دې ښاغلي د ټاكنيز كمپاين په ډېره ستره كچه روان دى. د سيمه ييزو خلكو په وينا په دغه ولايت كې د عبدالله عبدالله او حامد كرزي د ولسمشريزو ټاكنو كمپاين هم په دې كچه نه و.
خلكو ويل، چې ښاغلى فرهاد د كورنۍ له اړخه دومره مالدرا نه دى، چې په دې كچه دې كمپاين وكړاى شي.
د ځينو ګونګوسو د اورېدو څخه وروسته خبر شوم، چې ښاغلي الكوزي يې مالي ملاتړ كړى، نو ځكه دومره پورته پورته وارېږي.
الكوزي به خبر نه وي، چې يو داسې نوماند يې پر مټ ولسي جرګې ته ځان رسول غواړي، چې فكر يې د همده د كورنۍ د نابودۍ لپاره شپه او ورځ بوخت وي.
ښاغلي عظيمي د هېواد په كچه د هغې كړۍ يو كس دى، چې د فدرياليزم له لارې د ګران هېواد د تجزيه كولو پلانونو جوړوي. كه څه هم د هېواد نظام د فدراليزم په لور وړل او يا خداى مه كړه تجزيه كول، هغې خبرې دي، چې بايد دا ښاغلي يې په يخ وليكي او لمر ته يې كېږدي؛ خو بيا هم د ښاغلي الكوزي صيب په څېر پښتانه سوداګر بايد د خپلو چارو په ترسره كولو كې يو څه ويښ اوسې.

 

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
د افغانستان په معاصر تاريخ کې که يوازې دوه _ درې څېرې هم داسې وي چې زموږ د وياړلي وطن د تاريخ پاڼې پرې شرمېدلی شي...اسدالله جلال
د سپتمبر نهمه نېټه په هېواد کې د تعصب او ملي نفاق داتل مسعود د مړ يني نهمه کا ليزه ده...حميد راز
د سپټمبر د یولسمې پیښې معما...عبدالرحمن فرقاني
د جامعي په تحول کي د خلکو رول...احمد(فرزان)
د سپټمبر په ١١ نېټه د فلوريدا ايالت په يوه کليسا کې د پاک کلام سپېڅلې پاڼې په اور وسېزي....م. الله يار
افغانان څوك دي او افغانستان د چا كور دى؟...ف. ويال
آيا دلته د حکومت يوازې يوماډل بريالى دى؟...ډاکتر ابراهیم شینواری
د افغانستان دسپيڅليو شهيدانو وياړدچا حق دي ؟... عبدالرحمن فرقاني
د نشیی توکو پر وړاندې د مبارزې ویب پاڼه...جاوید سمسور
ستره غلطي!...ب ، عتیق زی
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов