ليكوال: پياووخيل / نېټه: 30.07.2010 / خپرونكئ: سپينتمان /
 

د۱۳۸۹ کال پارلمانی انتخاباتو په هکله د پاملرنې وړ

ډیرو غزتمندو وطنوالو:

ستاسو دروغتيا او خوشالی په هیله . ډیر قدرمندو وروڼو او خويندو!

په اوسنی وخت او شرایطو کی د چاپیر یال ساتلو او د ښه ژوند لپاره ټولنیز، ملی یوالی ، ژور فکر، او مطالعی ته اړتیا لیدل کیږی .ترڅو په ډیر غور ، مطا لعې اوهوشیاری قدم پورته شي . تر څو راتلوونکي نیکمرغه ژوند لپاره ښه لاره پیدا کړو .څنګه چی د ۱۳۸۹ کال پارلماني انتخاباتو له پاره په زور سره کمپاین جریان لري- داهم باید وویل شي ، چی دا رایه ستاسو یو امانت دی دا امانت هغې چه ته ورکړی چی د ټولونیز ژوند شګڼی او ملی ګټی ته وفادار ووسي ۰

څوک چی د کاندیدانو په تړ فکر ،مطالعه کوی په حقیقت کی ځان یو قاضی ټاکی او بیا د هدف وړ شخص ته رای ورکوی ۰

په هعه صورت کی : چی د کاندید لاندې ټکی وڅیړل شی ۰

۱-کاندید څنګه سړی دی، او څه ځانګړتیاوی لری ؟

۲-ایا دکاندید هدف ملی ګټی ،هیواد او خلکو ته خدمت دی! اوکه شخصي ګټې ؟

۳- په د کاندید کی تر کومی اندازی واقیعتونه موجود دی. چی ملی ګټی ترشخصی ګټی پورته او وطن ته وفاداردی . .

۴-ايا کاندید پدې پوهیږي چې زموږ رايه څومره اهميت لری .

۵-ايا د کاندید ژبه، د کا ر،پوهی او وطن دوستی سره اړخ لګوی .

۶-کانديد دکومی کورنی دی، سابقه کړه وړه یی څنګه وو؟

۷-دکانديد مثبت اړخونه اومنفی اړخونه وکتل شی .

۸-کا نديد په کومه اندازه د خپل چاپيريال ،رسم رواج اوکلتورسره اشنايی لری.

انتخاب کوونکی باید فکر وکړی چی کاندید څوک ، او څمره پوه ، زده کړې لري، دا هم واقعیت دی - چی موږ په یوه، ساسی ،اقتصادی ،اجتماعی ،او ټولنیز چاپیریال کې ژوند کوو . چې د هعی له چوکاټ څخه وتلو امکان کم دی ۰

به د ترتيب له ځان څخه د کاندید پر ټړ ډیرې پوښتنې وکړي.قدرمندو! ډیرو لږو څوکیو ته ډیر کاندیدان لرو- نو راځې په ډیرو کې خلکو ته منل شوي او ډاډ من کسان وټکو۰

.نو ځکه دمنل شوو څیرو ټاکنه د ټولنې په ګټه ده منل شوي څیرې د ملی ګټو ساتونکی دی،

دا زموږ وظیفه ده چی پوه کسان، دلوړو زده کړی د نوی فیکر، خاوندان چی په هر نوم او ډله پوری تړلی وی-

په رښتیا سره واقغیت داسی بیان کړی ، څنګه چی واقغیت دی ، ټول سره یو شو او یوه فیکر پیدا کړو ترڅو دی ملی ګټو لپاره هغه څوګ وټاکو چی ددی دنده وړ وی ۰

ای شریفو خلکو :

په دی دری لسیزه کی مو هرڅه ولیدل ،بس ده نور به هیواد نه ورانه وو۰

دغه ملی ،وطنی ،اخلاقی ، وظفه د هر افغان ده ، بیلخصه روڼ اندی ،پوهان ،لیکولان ، مشران،علما ،په وطن مین خلک ،ځوانان ، ژورنالیستان، متطبوعات(رادیو تلویزیون )وظیفه ده ۰ چی دا ویده او نه زده کړی خاوندان چی د پیړی راهیسی نه لوستی پاتی دی په ډیر کار سره د ویده خوب څخه بیدارکړي ۰ ای ځوانانو ستاسو وظیفه ده چی په ډیر کار سره د پارلمان ته دکار وړ خلک معرفی کړی ۰ په تیره دوره کی موولیدل او د هغی میوه ،چی څنګه اوڅمره خنداوره وه ۰

ډیر کار په کار دی چی ویده وطنوال ویښکړو ،تر څو ټول وپوهیږو چې دوطن روغونه په خپلو خلکو او خپلو مټو کیږي ، خپله خاوره په خپلو میړو ساتل کیږی ،ترڅو به مو نوروته لاس نیولی وی، موږ ملی ، منلی څیرې ، د ډګر سرتیري او لارښوونکي لرو۰ ۰

بریالیتوب په هیله !!!

پياووخيل


د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
د بې غوره مسولينو بې غوري پښتانه چيرته بيايي...محمد اجمل وزير
داګزاودامیدان!...عبدالقیوم امریکا
معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان...عبدالرحمن فرقانی .
دکمکې اختر د رارسيدو په خاطر دمبارکۍ پيغام...حکمتيار
دسولې عالي شوری، دیرغلګرو اومخالفینو دګواښ او دبې وسه ملت دهیلو تر منځ...عبدالرحمن فرقانی
امنیت تأمینونکي که خرابونکي ملیشې؟!...سیدسعید
د سولي مشورتي جرګې د پريکړو د پلي کول ژمنو او هوډمنو کادرونو ته اړتيالري...باوري
عجيبه ديموکراسي ده....کرامت الله حيات
يوازې علمي نظريې د انسان اړتياوې نه شي پوره کولای...ژ: عبدالرحمن فرقاني
د پښتوسیاسي ـ صحافي نثر په وده کي د طلوع افغان رول...احمد فرزان
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов