ليكوال: . / نېټه: 28.07.2010 / خپرونكئ: زيږ اڅړ /
 

د ولسي جرگې د ټاكنيزو مبارزو په هکله د پوهنې وزارت خبرتيا

 تاريخ: / /١٣٨٩ شماره....................

د ولسي جرگې د ټاكنيزو مبارزو په جريان کې
د پوهنې وزارت د منسوبينو او نهادونو څخه د عدم استفادي په اړه
واجب المرعي لارښود او رسمي هدايات

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسی قانون او د انتخاباتو د قانون په رڼا کې هر افغان که نارینه دی او که ښځینه د انتخابولو او انتخابیدو حق لرى.

د پوهنې وزارت دغه حق، قوانينو ته د احترام، د دغه ملي پروسې د لازيات شفافيت، کاميابيدو او د هيواد بچيانو ته د سالمې تعليمي فضا د دوام، د ښوونې او روزنې سپيڅلې دندې ته د غوره اهتمام او د معارف نظام له هر ډول سياسي، سمتي، توكميزو او ژبنيو اختلافاتو څخه د خوندي ساتلو په موخه، د پوهنې وزارت خپلو ټولو اړوند ادارو او منسوبينو ته د مخکينيو سپارښتنو په تعقيب، هدايت وركوى تر څو:

• د پوهنې وزارت ټول لوړ رتبه او ټېټ رتبه منسوبين، کارکونکي، اجيران، ښوونکي، مدرسين، ناظمين او نظارتي غړي، په هيڅ وجه او هيڅ توگه نشي کولى د معارف له امکاناتو، له رسمي اوقاتو او د معارف له وظيفوي صلاحيتونو او مقاماتو څخه د کوم ځانگړې کانديد په گټه استفاده وکړي، او نه هم څوک د رايي په تعيين مجبورولى شي، دغه استفاده د غير مجاز عمل، له نافذه قوانينو سره د منافي فعاليت په حيث د عدلي او حقوقي تعقيب وړ ده او په اړه به يې قاطع اقدام وشى.

• په ښوونځيو، مدرسو، دارالعلمونو، دارالحفاظونو او د پوهنې وزارت په ټولو اړوندو ادارو او نهادونو كې، د ولسي جرگې د ټاكنو تر پاى پورې، د هيڅ ډول ټاكنيزو مبارزو او تبليغاتي كمپاينونو اجازه نشته.

• د ټاکنيزو سياليو او ټاكنو تر پاى پورې، د دغه وزارت په هيڅ ادارې، ښوونځۍ او موسساتو كې د تبليغاتي محفلونو او د كانديدانو په گټه د كمپاينې غونډو جوړيدل منع دي. البته د ټاکنو کميسيون د عامه پوهاوي ټيمونه کولى شى د پوهنې وزارت له استئذان وروسته خپل د عامه پوهاوي رسمى فعاليتونه ترسره کړى.

• د ښوونځيو، مدرسو، دارالعلمونو، دارالحفاظونو، انستيتيوتونو او دارالمعلمينونو د زده كونكو او ښوونكو په ګډون د معارف هيڅ كاركونكى نشي كولاى په رسمي اوقاتو كې د ولسي جرگې د نوماندانو په ټاكنيزو منډو ترړو كې ګډون وكړي.

• د ولسي جرگې د روانو ټاكنيزو مبارزو تر پاى پورې د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو او د ټاکنو د مستقل کميسيون د نظارتى ډلې په همکارى او همغږۍ، د دغه لارښود د څارنې او انفاذ لپاره، په ولايتونو كې د پوهنې وزارت د رياستونو په ګډون د تربيه معلم او اسلامي زده كړو رياستونه دنده لري.

• د اتمام حجت په عنوان تکرارا اخبار او اطلاع کيږي چې، د پوهنې وزارت د پخوانيو لارښودونو په څير، د دغه لارښود د موادو پابندي، حتمي او واجبي ده، چې له سرغړونكي سره به اصولي او قانوني چلند كيږي.

په درناوي


فاروق وردګ
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د پوهنې وزير

 

 

 

 

د همدې برخې نورې ليكنې
-----------------------------------------------------------------------------------
د نیکمرغه کمکي اختر د رارسیدو په موخه تاسې ته اوبیا ستاسې په واسطه ټولو دوستانو ته د زړه له کومی مبارکی وایم ....قریب الرحمن سعید
دصفاراډیوداخترمبارکۍ پیغام...ګل رحمن رحماني
له پېښور څخه خپرېدونکې پښتو ورځپاڼې جرګې ته د پاکستان اطلاعات او کلتور وزارت اجازت ليک ورکړو.....
دطالب منګل(سپوږمۍ ژاړي )شعري ټولګې د مخکتنې غونډې انځريز راپورټ...طالب منګل
د کراچۍ افغانانو ته پیغام...لمر
د کوچني نيکمرغه اخترد رارسيدو په وياړ د مبارکۍ پيغام !...په برتانيا کې د اوسېدونکو افغانانو ټولنه
له ډیوې سره مزل دمیرمن بهیر یوه بله بریا...ستورۍ معارج ستانیکزۍ
پوهنه د اونۍ په هېنداره كې یوولسم راپور....
دپنچشیر په اړه......
د غزني ادبي بهير لخوا د خواخوږۍ پيغام...حبيب الله بختيال
بېرته شاته
-----------------------------------------------------------------------------------
تبصره
 
كور پاڼه | زموږ خبره | استاد روهي | زموږ سره مو اړيكي
Copyright © www.rohi.af All rights reserved mailrohi@gmail.com 2006-2010 Designed by Rohi.af  Купить Аксессуары для мобильных телефонов оптом Аксессуары для мобильных телефонов оптом  Купить Аксессуары для сотовых телефонов оптом Аксессуары для сотовых телефонов оптом обложки для документов