محقق: د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده

محقق: د افغانستان ۶۰ سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده



روهي (جمعه/۹ د وږي)، د هېواد د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق له اريانا نيوز سره په خبرو کې ويلي دي، چې په مبالغي ډول د هېواد له ۷۰ تر ۸۰ سلنه او په رېښتنې ډول له ۵۰ تر ۶۰ سلنه خاورو د طالبانو د واک لاندې ده.

محقق وايي، چې کله د هېواد دومره ډېره برخه خاوره د طالبانو په لاس کې وي، نو شونې ده چې راتلونکې ټاکنې به له ستونزو سره مخ کړي.

د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم نوموړي په غزني کې د طالبانو له خوا په هغه ولسواليو د بريد ويلي وو، چې ډېری اوسيدونکي يې هزاره ګان دي. د محقق يادې څرګندونې د حکومت او شنونکو له غبرګونونو سره مخ شوې وې.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top