اتمر: د داعش پر وړاندې له طالبانو سره مرسته تېروتنه ده

اتمر: د داعش پر وړاندې له طالبانو سره مرسته تېروتنه ده



روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د هېواد د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر د ۱۳۹۷ لمريز کال د نصرت ۹۷ پوځي عملياتو په ناسته کې ويلي، چې له طالب وسله والو سره په دې نوم مرسته چې داعش وځپي تېروتنه ده.

اتمر وايي، چې د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونه، چې له داعش څخه ويره لري په دې پار په افغانستان کې له طالبانو سره مرسته کوي، چې داعش پر ضد مبارزه وکړي.

نوموړي زياتوي، "له طالبانو سره هر ډول اړيکه او مرسته؛ طالبانو ته دا چانس په لاس ورکوي، چې بهرنیو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پراخه کي او ډېرې مرستې تر لاسه کړي."

اتمر په افغانستان کې ترهګرې ډلې په څلورو ګروپونو ويشي، چې طالب په کې کورنۍ او نورې يې بهرنۍ ډلې دي. د نوموړي په وينا د طالبانو شتون په افغانستان کې نورو بهرنيو ډلو د شتون زمينه برابره کړې ده.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top