سیکولاریزم ته لنډه کتنه

سیکولاریزم ته لنډه کتنه



نړۍ مو د ډېرو فکرونو کوربه ده، په دې مانا چې هر انسان ځانګړې سیاسي ـ ټولنیزې تګلارې لري. ځینې بیا غواړي خپل فکر ته وده ورکړي او خپلې تګلارې په نورو وګړو وتپي. په سیاسي ـ ټولنیز چاپېریال کې د ډېرو فکرونو او څرګندؤنو شتون دې ته لاره هواره کړې چې ډېر سیاسي ـ ټولنیز فکري مکتوبونه جوړ شي. هر فکري مکتب ټولنې ته خپله موخه او تګلاره بیانؤی، ځینې یې د ټولنې په خیر او ځینې یې بیا ټولنې له بحران سره مخ کولای شي.

په اوسنۍ نړۍ کې په سیاسي ـ ټولنیزو بحثونو کې د سیکولاریزم کلمه ډېره تر غوږ کیږي. سیکولاریزم هم د نورو فکري مکتبونو په څېر یو اندودیز مکتب دی؛ ډېر موافقین او مخالفین لري. پاتې دې نه وي چې زه (لیکوال) د سیکولاریزم پلوی نه یم او دا لیکنه صرف د پوهاوي بڼه لري.

سیکولاریزم ولې او څه وخت منځ ته راغی؟
په منځنیو پېړیو کې اروپا کې کلیسايي واک حاکم وو، خلکو کلیسا د یوه حکومتي جوړښت په توګه منلې وه. د وګړو ژوند په مستقیم او غیر مستقیم ډؤل د کلیساګانو په واسطه څارل کیدو. کلیسا په اروپا کې داسې نظریه خپرې کړې وې چې په مطلق ډؤل باطلې وې، او چا ته دا حق نه وو ورکړل شوی چې د کلیسا څرګندؤنه ونه مني او یا يې وڅېړي. ښه بېلګه یې د ځمکې فیزیکي شکل دی، کلیسا په دې باوري وه چې ځمکه مسطح ده او ځمکه د شمسي منظومې په مرکز کې ځای لري او لمر او سپوږمۍ یې په مدار څرخي. دا د کلیسا یو بې کاره نظریه وه او خلک یې منلو ته اړ کړي وو، مګر ګالیلئوګالیله ایټالیوي مخترع او د خپل عصر لوی عالم د دې نظریه رد ته لستوڼي راونغاړل او د خپل لاس جوړ شړي تلسکوپ په وسیله دې پایلې ته ورسید چې ځمکه نه مسطح ده او نه د لمریزې منظومې مرکز ده. کلیسا دا لوی عالم د عقیدوي اختلاف په تور محکوم کړ او د سزا ورکولو لپاره یې په ژوندون سوځول غوره کړ. مګر ګالیله د خپل نظریه نه تېر شو او د کلسیا توبه نامه یې لاس لیک کړه او خپل ځان یې د اور نه خلاص کړ.

د دې نه دا څرګندیږي چې کلسیا په اروپا کې نه دا چې د پرمختګ په مخ کې لوی خنډ وو، د دې سره سره یې د اروپا په شاتګ کې په منځنیو پېړیو کې مرکزي رول ادا کړی وو. کلیسا یو ډؤل استبدادي حکومتولۍ ته مخه کړه. د دې سره وګړي په دې فکر شؤل چې دین او مذهب په ټولنه کې د حکومتولۍ په چوکاټ کې د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي. په دې ټوګه د سیکولاریزم لومړني ګامونه واخیستل شؤل او په ډېر کم وخت کې یې ډېر لارویان پیدا کړل.

نو ویلای شو چې سیکولاریزم د منځنیو پېړیو راپدېخوا په سیاسي ـ ټولنیز چاپېریال کې خپل ځای پیدا کړ. دلیل یې هم د کلیسا بې کاره حکومتولي وه.

سیکولاریزم په ریښتیا څه ته وایي؟
سیکولاریزم فرانسوي کلمه ده، د دین او سیاست بېلوالي باندې ټینګار کوي. یعنې حکومت او دولت کې د دیني او مذهبي عقایدو نشتون. سیکولاریزم دین ته د یو شخصي ملکیت په سترګه ګوري. مانا دا چې هر څوک دې دین په خپل کور کې وساتي او په ټولنه کې د تبلیغ او احکام جاري کولو اجازه نه ورکوي. اولین ځل یوه برېتانوي لیکوال (جورج هالی اوک) د سیکولاریزم کلمه په ۱۸۴۶ زیږدیز کال کې په خپله یوه لیکنه کې کارولې ده، په هغو وخت کې د کلمې ته د آزادۍ مانا کارېدله. سیکولاریزم دا نه وایې چې مذهبي رهبران به په سیاسي او ټولنیز چاپېریال کې خپل اندود نه څرګندوي، دوی په دې عقیده دي چې مذهبي عقاید د باید په ټولنه په زور او جبر تحمیل نشي او د نه منلو په وخت کې باید چا ته سزا ورنکړل شي. په سیکولر حکومتونو کې د ټولنې مهمې او هر اړخیزې پرېکړې د سیکولاریزم عقایدو پر بنسټ نیول کیږي.

په سیکولر دولتونو کې قضایي چارې د سیکولاریزم په رڼا کې پر مخ ځي او د مجرم دین او مذهب ته خاصه پاملرنه نکیږي. سیکولاران د اروپا منځنیو پېړیو ته په کتو غواړي چې په نړۍ کې سیکولاریزم ته وده ورکړي او په ډېرو هېوادونو کې یې حاکم کړي، مګر دین او مذهب د ټولنې د پرمختګ اصلي وسیله ده، خو که چېرې هغه اسلام وي.

د سیکولاریزم او اسلامي نظام ټکر؟
اسلامي نظام هغه نظام ته وايي چې په حکومتي جوړښټ کې د اسلام قوانین او عقایدو ته لومړیتوب ورکړل شي او دین ته په مقدسه او درنه سترګه وګوري. په اسلامي نظامونو کې د مساوات پر ځای اعتدال ته مخه شوی، سیاست او دین په خورا ښه انداز سره جوړ شوي او د ټولنې د هر اړخ د ستونزو حل لاره پکې څرګنده شوی. پاتې د نه وي چې په سیکولر نظام کې د اسلامي حجاب په مراعات کولو بندیز دی، ځکه دوی حجاب ته یوه تبیلغي بڼه ورکؤي. دا چې دین له سیاست نه بېل کړو نو د جرمونو او فحشا زیاتېدلو ته مو لاره هواره کړي او په دې توګه د ټولنې اخلاقيات به هم کلکه ضربه وویني. د اسلامي نظام تر ټولو ښه ټکی دا دي چې دین ته لومړیتوب ورکړل شوی او کله چې د یوه ټولنې مشترک او واحد دین وي نو د ټولنیزو اختلافاتو او تعصب کچه را کمیږي.

په پای کې د سیکولاریزم د ښه والي او بد والي، د ګټو او تاوانونو تله تاسو ته پرېږدم.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top