تخار: تېره شپه وسله والو طالبانو ۳۱ امنيتي ځواکونو ته مرګ - ژوبله اړولې ده

تخار: تېره شپه وسله والو طالبانو ۳۱ امنيتي ځواکونو ته مرګ - ژوبله اړولې ده



روهي (جمعه/۱۸ د کب)، د راپورونو په اساس وسله والو طالبانو تېره شپه د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې ۱۸ امنيتي سرتيري وژلي او ۱۳ نور يې ټپيان کړي دي.

لومړۍ پېښه د امنيتي ځواکونو په يوې پوستې بريد وو، چې اته افغان سرتيري په کې ووژل شول او پنځه نور په کې ټپيان شول، ورپسې طالب وسله والو په همدې ولسوالۍ کې په سيمه ييزو پوليسو بريد وکړ، چې ۱۰ پوليس يې ووژل او اته نور يې ټپيان کړل.

په راپورونو کې ويل شوي، چې له مرکز کابل او همدا ډول د تخار ولايتي ادارې کوم پلاوی سيمې ته نه دی تللی او نه هم ورته تر اوسه کومې مرستې رسېدلې دي.

ياد بريدونه تېره شپه ۱۲ بجې شوي او طالب وسله والو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

Loading...
tags

ستاسې تبصرې

*


Top